فلسفه

انېکسا ګوراس
 (Anaxagoras)

انېکساګوراس ، د لرغوني يونان  دا فلسفي په ۵۰۰ ق.م شاوخوا  کښې د ايونيا  سيمې  په کلازوميني ښار کښې زيږېدلې ؤ. دے د قبل سقراطيانو  له ډلې سره شمېرل  کېږي .د اېتھنز ښار حاکم پېريکلس چې د ده نه متاسره ؤ او شاګرد يې هم ؤ خپل ښار ته يې اوبللو چې د دې ځائې خلقو ته ذدهکړه ورکړي چې لږ تهزيب يافته شي .دے وړومبے ؤ چې د ايتھنز خلقو ته يې فلسفه معارفي کړه .دلته دے فلسفي ديرش کاله تير کړل . دا ښار ډير تاريخي اهميت لري  ځکه چې نومؤړي فلسفيان سقراط او افلاطون د زيږون ښار دې چې د فلسفې د اسمان ځلنده ستوري دي . ارسطو چې د افلاطون شاګرد ؤ زيږون ې د دې ښار نه ؤ خو د ژوند لويه برخه ې دلته تيره کړې ده . نه صرف د ايتھنز ښار بلکې د لرغوني يونان خاؤره د فلسفې د پاره په مثل  د کهکشان وه . دا صرف فلسفيان نه وو ورسره سائنسدانان هم وو او نورو علومو کښې ې هم مهارت لرلو . فلسفه کښې دغه وختونو کښې ټول علمونه شامل وو ځکه خو ورته د علومو مور وئېلې شي

لکه د نورو ځايونو د ايتھنز ښار خلک هم دې سره بلد نه وو چې څوک دې نوې سوچ يا فکر راوړي چې دوي د مزھبي او کلتوري سوچ سره تړون نه لري . دوي به د داسې خلکو سره سمه دشمني لرله چې  د پردي کلتور لوړ خاصيتونه به يې ستائيل . دوي يو قانون هم جوړ کړے ؤ چې ھغه تن ته به سزا ورکړل کيږي چې د مزهب په خبرو عمل نه کوي . په ايتھنز کښې که ده ډېر خلکو ته نوې نظریې ښودلې  خو وروستو ورباندې د مذهبي کفر تور ولګېدو . تور دا ؤ چې  دے وائي نمر او سپوږمۍ اسماني معبودان نه ، بلکې سره توده اور کاڼي ګټے دي او دا چې سپوږمۍ هم د ځمکې پشان ده . پسته داسې قسم تور په سقراط هم  په دې ښار کښې اولګيدو . انېکساګوراس د تور له کبله زنداني شي خو د خپل شاګرد پریکلس په مرسته آزاد شي . دغه حالاتو له وجې د ايتھنز نه  لامپساکوس ښار ته  کډه وکړي ‌. ھلته خپل مکتب جوړ کړی  او تر مرګه  ھلته وي

فلسفي هر څو که د تير شوي فلسفيانو د سوچ و فکر اثر اخستې وي خو خپل نوي فکرونه هم وړاندې کوي . انېکساګوراس د هغو پخوانيو يوناني فېلسفيانو د هڅو تسلسل ؤ چې غوښتل ې دا نړۍ د يو بنيادي عنصر په توګه تشريح کړي  خو پارمېنېدس ويل چې که هر څه له يو عنصره جوړ وي  نو بدلون او حرکت به څنګه رامنځته کېږي؟  اېمپېدوکلېس  دا مسله د څلورو عنصرو (اوبه، اور، هوا، خاوره) له لارې حل کړه  خو انېکساګوراس وويل چې هر څه له بې شمېره ذراتو جوړ دي.  ده دا باور لرلو  چې هر شے بې حده ویشل کېدې شي او دا چې  تر  ټولو وړوکي ذره کښې هم د هر عنصر یو څه شته . دے وائي په هر څيز کښې د هر شي لږه برخه شته  خو هغه څه پکې روښانه وي چې ډېر پکښې وي. لکه په يو غټ کاڼي يا ګټه کښې د ډيرو عنصرو زرات موندل کيدې شي  او هغه څه څرګند وي پکښې چې کوم عنصر ډير وي

انېکساګوراس د عقل ( نوس) په اړه د خپل فکر څرګندونه کوي او وائي چې دا  یوه خپلواکه بې مادې او پاکه قوه ده چې د نړۍ هر څه تنظيم کوي . هم دا مادې ته حرکت ورکوي او  بدلون راولي او د مادې نه اوچت مقام ورته ورکوي . . ده باور لرلو چې د انسان او خناؤر زهن يو شان کار کوي او د انسان اوچت والې د ھغه د لاسونو له وجې دي . عقل ته دې فلسفي ډير لوړ مقام ورکوو خو برټرنډرسل د سقراط او افلاطون حواله ورکوي چې دا دواړه د انېکساګوراس په اړه وائي چې د عقل معارفي کولو نه پسته ې  د دې استعمال  ډير کم کړے دے ‌.دا نيوکې پرې هم دي چې اخلاقياتو او مذھب په اړه ې څه خاص فکر نه دې وړاندې کړے .  وجه دا کيدې شي چې  څه خاص مذھبي عقيده ې نه لرله ځکه خو پرې تور لګېدلې ؤ چې  دے خدايان نه مني . د عقل په اړه چې ده کوم خپل فکر ښکاره کړې چې هر څه تنظيم کوي خدائے طرف ته اشاره نه کوی بلکې دا طبيعي يو قوت ګڼي خو په دې  اړه ې څرګنده تشريح  نه ده کړي

انېکسا ګورس وائي هيڅ څيز له هېڅ نه نه پيدا کېږي او نه له مينځه ځي . مطلب دا څه چې دي دا ؤ او دا به وي لکه چې  ويلې شي ژوند څه دے خو د عناصرو بدليدل رابدليدل دي . يعني دا مونږ چې وينو بوټي دي ،غرونه دي ،سيندونه دي دا مخکې هم په څه نا څه شکل کښې موجود وو .دا چې وائي هيڅ شے له مينځه نه ځي داسې ده لکه چې يو شے ختم شي ،  يو بوټے  ؤچ شي، يا انسان مړ شي، نو دا مواد يوازې بڼه بدلوي ،  شکل بدل کړي  او نورو شيانو کښې بدل شي . دا  د بدلون حالت رامخې ته کوي . پارمېنېدس وئيل هستي بدلون نه مومي ټول بدلون یو وهم دی.    انکساګورس وائي هستي بدلون مومي خو ماده له منځه نه ځي

دا فلسفي ړومبے منل شي چې ې وويل د سپوږمۍ رڼا خپله نه ده  بلکې د بل ځائې نه پرې رڼا پرېؤځي . ايمپي ډوکلز هم د دې فلسفي سره په دې خبره اتفاق لرلو چې سپوږمۍ د بل څه نه رڼا اخلي . د نن سائنس هم وائي چې د سپوږمۍ خپله ړڼا نشته د نمر نه رنا اخلي يعني د نمر نه پرې منعکس کيږي او ځليږي

error: Content is protected !!