پرمېنېدس ( Parmenides) د مابعد الطبيعات د فلسفې سر خيل
افلاطون مطابق سقراط لا ھلک ؤ چې د دے فلسفي سره ې 450 ق.م شاو خوا کښې ملاقات شوے ؤ او زدهکړه ې ترې کړي وه.
پرمېنېدس د يونان يو ډير مهم اؤ پخوانی فلسفی ؤ- دے د ايلا ښار اوسيدونکے ؤ چې موجوده اټلي کښې دے . ده ۵۰۰ ق . م په شاوخوا کې ژوند کاوه. هغه د اِليا مکتب بنسټ ايښودونکی ګڼل کېږي . د افلاطون مطابق سقراط لا ھلک ؤ چې د دے فلسفي سره ې 450 ق.م شاو خوا کښې ملاقات شوے ؤ او زدهکړه ې ترې کړي وه. پخپله د افلاطون په افکارو د دې فلسفي اثر ليدے شي
پرمنېنېدس په فلسفه کښې په مابعدالطبيعات دليلونه په منطقي انداز کښې د ورکؤلو سرخيل ګڼلې شي . پرمېنېدس خپل افکار په يو نظم کښې فطرت د سرخط لاندې ښکاره کړي . دے د ہستۍ يا شته ، او نه شته . حقيقت په اړه خپل فکر وړاندې کوي او وائي هغه څه چې شته دي، هغه شته دي، او نه شته نه شي شته کېداې . مطلب هغه څه چې شته دے هغه مخکې هم ؤ اوس هم شته او بيا به هم وي .او چې څه نه وي ھغه وجود کښې نه شي راتلې . پرمېنېدس باور لري چې ھستي همېشه وه، همېشه ده او همېشه به وي. دا تغير نه کوي، يو دې، نه له هېڅ شي پيدا شوې ، نه په زمان کښې دے نه مکان کې او نه ختمېدونکې ده او نه تقسيم کيدائې شي
ھيراکلايټس چې د بدلون فلسفه په حقله وئيلي ؤ چې هر څه بدليږي د ھغې په ضد دا فلسفي وائي ھيڅ هم نه بدليږي . دے وائي چې هغه شي د پاره تاسو سوچ هم نه شې کوې چې وجود نه لري . پرمېنېدس وايي چې هر ډول تغير، خوځښت، پيدايش او فنا ټول وھمونه دي. حقيقت تل يو شان دی، نه بدلېږي او نه پرې څه زيات يا کم کېږي . تقسيم کيداې ځکه نه شي چې که تقسيم شي بيا يو نه پاتے کيږی پرمېنېدس وائي چې مونږ يواځې د عقل له لارې حقيقت درک کولې شو.حواس مونږ غولوي. لکه، مونږ وینو چې شيان پيدا کېږي او له منځه ځي، خو دا د حواسو دهوکه ده . خو چې دا څه شتون ګني يا ھستي ورته وايو دے وائي د عقل له لارې معلومېدې شې او چې دا شته دے هم دا حقيقت ګڼي . او هغه څه چې حواس يې مخې ته راوړي ھغه دهوکه او سراب ګڼي . دے وائي چې حقيقت يوازې هغه نه دی چې موږ يې وینو بلکې عقل ته پکار ده چې د هغه تر شا منطق ولټوي . او په دې وجه په فلسفه کښې د منطق بنسټګر منلې شي چې د عقل او دليل د لار خبره کوي د شته يا شتون له لارې دا فلسفه چې څه بيان کوی يعني هستۍ ته يې څه خاص نوم نه دې ورکړے دلته هستي ، وجود د ترجمې په توګه استعمال کيږی چې پرمېنېدس ئې حقيقت ګڼي ارسطو وروستو په ړومبي ځل د مابعدلطبيعات اصطلاع په داسې ډول استعمال کړه چې مطلب ې هغه علم چې د طبيعي شيانو نه پورته د وجود يا هستۍ بنيادي اصول لټوي .يعني دا فزيکي مادي دنيا چه خپل فزيکي قوانين لري د هغې نه بھر يا پورته خبره کوي
هيراکلايټس چې د بدلون فلسفه په حقله وئيلي وو چې هر څه بدليږی د هغې په ضد دا فلسفی وای هېڅ هم نه بدليږي
د مابعدالطبيعات په حقله د ده شاګرد زينو د خپل استاز افکار خلقو ته په خپل انداز کښې وړاندې کړے او روستو بيا افلاطون او ارسطو هم په دې موضوع سره تړلې خپل فکرونه وړاندې کړي . افلاطون وائي هر څه چې مونږ وينو، د يوه کامل ابدی مثال (فورم) عکس دی . افلاطون د مثالي دنيا خبره کوي چې په اصل کې هر څه هلته کيږي او دا دلته چې مونږ وينو د هغې عکس يا کاپي ده . د حقيقت سرچينه دا مثالي فورمونه ګڼي نه چې دا مادي دنيا . ارسطو د ” نه شته ” فکر نه رد کوي، خو وای” نهشته “د امکان حالت کښې شته يعنې یو شے چې لا نه دی خو کېداې شي . تخم د امکان حالت کښې شته چې ؤنه ترې جوړه شي . ارسطو معرفت خبره کوي او دغه د پاره عقل او حواس دواړه مني او غواړي چې عقل د حواسو نه کار واخلي . په دې اړه د ارسطو نور تفصيل به چې کله په هغه ليک کيږي بيان کړو هیګل وايي شته، او نه شته يو له بله نه جدا کېدلی شي، ځکه چې د دواړو يووالې تضادي بدلون راولي په مابعدالطبيعات د پرمېنېدس فکر په خپل دور او روستو وختونو کښې په فلسفه ژور اثرات پريښودي