ليک: شاه نواز خټک
هېراکلايټس ( Heraclitus)– د بدلون فيلسوف
اکثر خلق به نه پوهيدل چې دی څه وای…؟؟
ده ته د بدلون د فلسفې پلار وئيلی شی
د جدلياتو بابا هيراکلايټس د لرغوني يونان يو ژور فکر لرونکی فيلسوف ؤ، چې شاوخوا ۵۳۵ ق.م د ايفيسوس (Ephesus) په نوم ښار کښې زيږيدلے ؤ . هغه له شتمنو او بااثره خلکو څخه ؤ، خو د دنيا د شتمنۍ او شهرت نه بېزاره ؤ. دی ډېر خاموش، مغرور، او ژور انسان ؤ . ده د خلقو نه ځان ډډے ته کړے ؤ .ده وئيل دوي زما په خبرو نه پوھيږي او نه د عقل نه کار اخلي . زما په خبرو ټول ځکه هم نه شي پوھيدے ، چه زه د عقل په ژورو لارو روان يم. اکثر خلک به نه پوهېدل چې دی څه وايي. ده ته بدلون د فلسفې پلار ويلې کيږي
دے وای چې هر څه بدليږی دا د هغه تر ټولو مهم فکر ؤ، يعنی هر څه کښې د بدلون عمل روان دے دا نه اودريدونکے عمل دے بدلون د دنيا قانون دے |
د روايتي سوچ برعکس ډيره نوې خبره ې وکړه . دے وائي چې هر څه بدليږي . دا د هغه تر ټولو مھم فکر ؤ . يعني هر څه کښې د بدلون عمل روان دے او دا نه اودريدونکے عمل دے بدلون د دنيا قانون دے . هغه به وئيل، هر څه تل روان دي، هېڅ څيز يو شان نه پاتې کېږي . بيا وائي ” ته يو ځلې هم په سيند کښې دوه ځله پښه نه شې ايښودې ځکه چې اوبه بدلې شوي وي او ته هم”. هغه يواځې دا نه وئيل چې هر څه بدلېږي، بلکې دا ې هم وئيل چې بدلون پخپله يو ثبات دے . بدلون هغه يو نه بدليدونکے حقيقت ګڼلو . ده باورلرلو چې دا بدلون نه یوازې طبيعي دی، بلکې لازمي هم دی. که بدلون نه وي، ژوند نه وي . دا خو هر بنده ويني چې سيند روان دے ، ورځ شپه کېږي، ماشوم لوئيږی، ژمی پسرلی کېږي، او حتا زمونږ فکرونه، احساسات، او بدنونه هم هره لحظه بدليږي خو د هېراکلايټس ژور فکر ؤ چې هغه ترې د بدلون فلسفه نړۍ ته ورکړه د بدلون نظرئې سره تړلي ھېراکلايټس د” متضاد ” د فکر فلسفه وړاندے کوي . هغه ته نړۍ کښی يو وحدت ښکاري او دا وحدت د متضاد د جوړښت نه دے . هغه ته په متضاد کښې يووالے ښکاري او دا يو ښه عمل ګڼي .د هغه په نزد چې متضاد شيان لکه يخني ګرمي ،ورځ او شپه ،ژوند او مرګ سره تړلي دی . د ده په نظر کښې که تضاد نه وي نو خوښي هم نه پيژندل کيږي . دا شيانو ته معنې ورکوي .

که شپه نه وې ورځ به چا پيژنده ځکه چې هر څه د خپل مخالف له لارې معلوميږي . تضادات هغه بدلون د پاره غوره ګڼي . دے تضاد ته په ښه نظر ګوري . دے په نتيجه کښې حرکت ،او خوزښت کيږي چې د بدلون سبب ګرځي . هيراکلايټس باور لرلو چې د نړۍ اساس يو بل قوت هم قابو کښې ساتي، او هغه لوګوس (Logos ) نومېده. دا لوګوس د عقل، نظم او قانون مانا لري. د ده په وينا، همدا لوګوس دی چې د کائنات نظم ساتي. دا نظم متضاد شيان سره توازن کښې ساتي. د کمان مثال ورکوي چې د زور په ضد حرکت کښې اچول کېږي، خو نتيجه يې مستقيم حرکت دی. دا تضاد نظم زېږوي . ورستو فلسفيانو ھيګل او کارل مارکس د تضاد په حقله د خپل فکر سرګندونه کړي او نوي اړخونه يې مخه ته کړه .هېګل باور لري چې تضاد د فکري او تاریخي پرمختګ سرچينه ده-
هېراکلايټس دبدلون او تضاد د فلسفې له امله د جګړې په اړه يو ځانګړے فکر لری جګړه چې تباهی بربادی ګڼلی شی خو هغه ې ښه ګڼی او وای چې جنګ د هر څه پلار دے او باچا دے د چا نه خدايان جوړ کړی څوک غلامان او څوک ازاد کړی د جنګ په نتيجه کښې انصاف قائم شی |
ده د ديالکتک فکر وړاندې کړو چې درې مرحلې لري
: ثابت فکر Thesis
: مخالف فکرAnti thesis
: نوې پرمختللې فکرSynthesis
هر سوچ ته مخالف سوچ پيدا کيږي او د هغې په نتيجه بل سوچ مخې ته راشي . دغه پرمختللي سوچ له هم مخالف سوچ پيدا شي او دغه شانتې د تضاد دا عمل روان وي . .مارکس د هېګل فلسفه واړوله او عملي، مادي اړخ ته يې راوستله، چې ورته مادي دياليکټک ( dialectical materialism) وائی.ده وئيل چې تضاد د ذهن نا، بلکې د اقتصادي طبقو تر مينځ راولاړېږي لکه بورژوازي (سرمايهدار) او پرولتاریا (مزدور). مارکس باور لري چې تاريخ د تضادونو د لړۍ نتيجه ده، او دا تضادونه بالاخره د انقلاب وجه ګرځي
هېراکلايټس د بدلون او تضاد د فلسفې له امله د جګړې په اړه يو ځانګړے فکر لري . جګړه چې تباھي او بربادي ګڼلې شي خو هغه ې ښه ګڼي او وائي چې جنګ د هر څه پلار دے او باچا دے .د چا نه خدايان جوړ کړی ، څوک غلامان او څوک ازاد کړي . دے جنګ ستائ او وايي چې د دې په نتيجه کې انصاف قائم شي
د فلسفې يو مهم سوال دا هم ؤ چې دا دنيا چې مونږه ې وينو دا د څه نه جوړه ده . تاليز چې ړومبے فيلسوف ؤ وئيل دا د اوبو نه جوړه ده . هېراکلايټس د تاليز برعکس د هر څه د جوړيدو اصل ماده اور دے او بيرته اور ته ستنيږي . بل فلسفي ھوا د هر څه د جوړيدو بنسټيز عنصر ګڼلو . ايمپيډوکلزؤ چې څلور عناصر ې يو ځاے ياد کړل اور ، اوبه ، خاوره او ھوا او وئيل ې چې دا هر څه د دې څلور عناصرو د امتزاج نه جوړ دي . د نن سائنس مطابق هغه ماده چې يوازې د يو ډول اېټم نه جوړه وي په مجموعي توګه شاوخوا 118 دي چې په انګريزۍ کښې ورته element ويلی شي په دې کښې 94 طبيعي چې په زمکه کښې دي باقي نور مصنوعي دي ( Synthetic )