ليک: شاه نواز خټک
فيتا غورث (Pythagorus )
يوناني فيلسوف Pythagorus په مشرقي ژبو (په ځانګړي توګه پښتو، فارسي، عربي او اردو کې) د فیثاغورس، پیتاگورس یا فیثاغورث په بڼه تلفظیږي. په ریاضي پوه او عارف ؤ چې نږدې ۵۷۰ ق.م – ۴۹۵ ق.م کښې په ساموس نومي ښار کې زيږيدلې وو . د هر ښار به خپل حاکم ؤ او د خرابو سياسي
فينا غورث ړومبے کس ؤ چې ده ووئيل چې موسيقی د رياضياتو په ژبه جوړه شوې ده د هغه په نزد د سيارو حرکتونه هم موسيقی پېدا کوی هغه باور لرلو چې موسيقی کولې شی چې د انسان روح پاک کړی |
حالاتو په وجه به ده ښارونه بدلول . دې چې کله کروټون (Croton) ښار ته لاړو د خپلو شاګردانو سره

يې يوه سوسائټي جوړه کړه . دتاريخ په اوږدو کښې مونږ لوستلی او ليدلی دی چې نوي سوچونه نه حاکم قبلوي او نه ټولنه نوو سوچونو منلو ته په آسانه تياريږی. ده سره هم د نوی سوچ پرضد داسې کار وشو چې د ده خلاف د ښار خلق راپاسيدل او مجبوره يې کړل چې د دې ښار نه کډه وکړی . دے د اټلي يو ښار مېټا پونټوم (Metapontum )ته لاړو او تر مرګه پورې هلته ؤ . په دے ځائے کښې د جادوئي قوت لرلو په وجه مشهور شو . ده دلته کښې د رياضي اکادمي( چې باني يې هم ګڼلې شی) پرانستله وئيلی شي چې ده د يو مزھب بنسټ هم ايښودے ؤ چې پکښې د روحونو د انتقال عقيده هم شامله وه . دے روح لافاني ګڼی او وائي چې د مرګ له پسته د انسان روح ځناور ته منتقل شي او درې زره کاله پسته بيا انساني بدن کښې داخل شي . دا عقيده نوي نه وه په يونان کښې په دغه وخت او د دے نه مخکې ګڼو خلقو دا عقيده لرله . ده چونکه د هند سفر هم کړے ؤ نو دا هم کيدے شي چه دغه ځائے نه يې دا عقيده خپله کړي وي . د ځان په حقله يې وئيلي دي چې يو ژوند ده د سپي په بدن کښې هم تير کړے خو د هغه ژوند حالات ورته ياد نه دي . دے وائي چې يو ځل يو کار وشي څه وخت پسته هغه دوباره هم کيږي نو ځکه نوي هيڅ نه کيږي . او دا چې ټول ژوندي مخلوق يو خاندان دے نو مونږ له نه دي پکار چې د ځناورو غوښې وخورو . په ديني بڼه په خپل مکتب کې به ده د پاکۍ ،صبر او سبزۍ د خوراک کؤلو تبليغ ورکولو . فيتاغورث شاګردان هم لرل او دغه ډله د ده په شا په فکري توګه ولاړه وه

فيتا غورث خيال ؤ دا هر څه په اعدادو ولاړ دي يعني د هر څيز په جوړيدو کښې د اعدادو او حساب پيمانه لري . فیثاغورث باور لرلو چې عددونه د نړۍ بنسټیز رازونه دي او هر څه د ریاضياتو په مرسته تشرېح کېدی شي . دے وائي رياضي د نړۍ اساسي ژبه ده . هغه د اعداد په مزھبي بڼه هم باور لرلو . هغه نړۍ هر څه د رياضي په قائدو او عددونو وتړل . دے وائي خپل ګامونه په اندازه کړه، ځکه چې نړۍ په عددونو ولاړه ده . فیثاغورث ړومبے کس ؤ چې ده ووئيل موسيقي د ریاضياتو په مرسته جوړه شوې ده او د موسيقي نوتونه د ریاضي په نسبتونو (Ratios) پورې اړه لري . د هغه په نزد د سیارو حرکتونه هم موسيقي پيدا کوي . هغه په یوه تجربه کښې وموندله چې کله د یوه تار اوږدوالی په خاص تناسب (لکه ۲:۱، ۳:۲، ۴:۳) تقسیم شي، نو په هارمونیک نغمه کښې بدلیږي . هغه باور لرلو چې موسیقي کولی شي د انسان روح پاک کړي او د روح د علاج وسيله وګرځي .موسيقي د روح غذا ده داخبره به ډيرو اوريدلي وي دا د فيلسوف قول یاديږي . هغه ګڼل چې موسيقي د انسان زهن او اخلاق سموي . فیثاغورث موسیقي یو الهي علم ګڼلو چې د ریاضیاتو، نجوم او فلسفې سره تړون لري. د هغه نظریاتو وروستو په تاریخ کښې د موسیقي تهیوري او عملي پرمختګ ته لار هواره کړه
نوی سوچونه نه حاکم قبلوي او نه ټولنه نوو سوچونو منلو ته په آسانه تياريږی ده سره هم د نوی سوچ پرضد هغه کار وشو چې د ده خلاف خلق راپاسېدل او مجبوره ې کړو چې د دې ښار نه کډه وکړی |
فيټا غورث (Pythagoras)د جيوميټري په اړه یو مهم نظریه قضیه لري، چې د قائم الزاويه مثلثونو اړخونه تړي. دا نظریه د هغه په نوم د فيتا غورث قضيه( Theorem) بلل کېږي. هغه وائي”په هر قائم الزاويه مثلث کښې، د وتر مربع د دوه نورو اړخونو د مربعو د جمع سره مساوي وي .که a او b د قائم الزاويه مثلث دوه اړخونه وي او c د وتر اوږدوالی وي، نو: فارمولا يې جوړيږي
c² = a² + b²
فیثاغورث په لومړي ځل دا خبره او دعوه وړاندې کړه چې زمکه ګول ده، خو د هغه استدلال فلسفي ؤ نه علمي. هغه استدلال وکړ چې سپوږمۍ او لمر ګول دي، نو زمکه هم باید ګول وي
د فيتا غورث افکار اؤ خيالاتو د يونان په راتلونکي فلسفيانو ژور اثر لرلو چې ځنی پکښې د ده شاګردان هم ؤ . تر دے چې افلاطون هم د دے فيلسوف نه ډير متاثره ؤ . وروستو فلسفې او سائينس د ده د افکارو نه ډيرې ګټې تر سره کړي
–