ضم شوو علاقو کښې د بدامنئ خطرې….. د ښځو او ماشومانو ويرې ترهې

هسې خو په ټول پښتون وطن کښې د بدامنئ ترهه ګرئ له امله اولسونه ويرې ترهې اخستی دی خو په قبائيلي ضم شوو علاقو کښې خو بيخی ژوند ژواک د خطرو سره مخ دے

د محکمه تعليم د وېنا مطابق دلته پنځلس سرکاری سکولونه وو پنځو زرو کسانو نه زياتو طالبعلمانو پکښې تعليم حاصلولو ورسک های سکول کښې دوه زره کسان وو اوس پکښې درې نيم سوه پاتی دی

د تيراه وادی ورسک علاقې د ګورنمنټ های سکول د پنځم جماعت طالب علم وقاص خان چې روزانه درې کلو ميټره پياده مزل کوی سکول ته راځی خو اوسنئ بدامنئ په وجه نه يوازې دا چې تعليمی سلسله خرابه شوې ده بلکې ټول خاندان ې متاثره دے. د وقاص خان د وېنا مطابق په لاره څه وخت هم د سېکيورټی فورسز او ترهه ګرو ترمينځه د انښتو ويره وی څو ځله داسې هم شوی دی کې مونږ په کلاسونو کښې اوږی تږی ګېر شو ځکه چې د سېکيورټی فورسز او مسلح ګروپونو ترمينځه فايرنګ وی

يو استاز ووې چې اوس مونږ هم ويرې اخستی يو په داسې حالاتو کښې ماشومان سکول ته نه راځی زمونږ د نهم،لسم جماعت شاګردان په مسلح ګروپونو کښې شامل شوی دی

د وقاص پلار چې يو زميدار دے چې زمونږ په علاقه کښې د څو مياشتو راسې انښتی دی او مونږ د ويرې ماشومان سکول ته نه ليږي. تېرو ورځو کښې داسې فايرنګ شروع ؤ او ماشومان په سکول کښې بند وو ماښام چې ډزې ختمې شوې نو دوی د سکول نه راغلل بدامنئ په وجه تعليمی سلسله خرابه ده او ماشومانو باندې د لوبو په وخت د ډرون او فايرنګ په ضد کښې راشی. د علاقې پنځه نوی ابادی په زراعت ګزاره کوی په دغه دوران کښې زنانه هم په ډزو متاثره کيږي

د سړی ګنډاو اوسيدونکی رحمت الله ووې چې څو ورځې وړاندې زما پنځه شپيته کلنه مور به. علاقه کښې د ډزو په ضد کښې راغله او وفات شوه د بيمار زخمی دپاره طبی اسانئ هم نشته لارې هم د کرفيو په وجه بندې وی

تيراه وادی د خېبر ضلعې لرې پرته علاقه ده چې سرحد ې افغانستان سره لګی په 20نومبر 2019 حکومت د تحصيل درجه ورکړې ده.خو تراوسه پکښې انتظامی ښه والی رانغی. په 2013 داپريشن له امله ترې خلقو کډه وکړه په 2014 د کډوالو واپسی وشوه د څو کلونو د امن نه پس پکښې بيا حالات خراب شول د خلقو کډه کيدو خطرې دی خو دا ځل مزاحمت کوی

د محکمه تعليم د وېنا مطابق دلته پنځلس سرکاری سکولونه وو پنځو زرو کسانو نه زياتو طالبعلمانو پکښې تعليم حاصلولو.ورسک های سکول کښې دوه زره طالبعلمان وو اوس درې نيم سوه پاتی شول

يو استاز ووې چې اوس مونږ هم ويرې اخستی يو په داسې حالاتو کښې ماشومان سکول ته نه راځی د نهم لسم زمونږ شاګردان په مسلح ګروپونو کښې شامل شوی دی

د ماشومانو د حقوقو دپاره کارکونکی سماجی کارکن عمران ټکر وئيلی دی چې د بدامنئ په وجه ماشومان،زنانه،بوډاګان او معزوره خلق متاثره دی چې دوی خپل معزوره ځان د دې حملو نه بچ نشی ساتلے. د ډېرې مودې راسې ضم شوو علاقو او د پښتونخوا د نورو سيمو خلق ځانی،مال،معاشی او زهنی طور متاثره شوي د رياست دا زمه واری ده چې دوی له تحفظ ورکړي

ايمنسټی انټرنېشنل په خېبر پښتونخوا کښې د ډرون حملو له امله په انسانی زيان خواشينی څرګنده کړې ده د تنظيم نايب ريجنل ډايرکټر . رپورټ مطابق د 2025 د شروع راسې ډرون حملو په وجه د پنځو ماشومانو سره ټول کسان ئې د مينځه تلی دی. په شلم جون يوې تازه حملې کښې بل ماشوم هم ژوند دلاسه ورکړے دے ايمنسټی وای چې دا د عالمی قوانينو خلاف ورزی ده.د دې تحقيقات دې وشی

د پاکستانی حکامو لخوا اوسه پورې په دې څه جواب راغلے نه دے.حکومتی ادارې ددې زمه واری په مسلح ګروپونو اچوی. چې مسلح ګروپونه دغه ټيکنالوجی استعمالوي. تحريک طالبان پاکستان دغه دغه الزامات رد کړی دی چې زمونږ د اوسيدونکو علاقو سره څه کار نشته

شمالی او جنوبی وزيرستان کښې هم د بدامنئ دغه حال دے په مسلح حملو کښې تيزی راغلې ده،مقامی خلقو ته بيا د کورونو پريښودو وئيلی شوی دی خو مشرانو دا خبره رد کړې ده په دې لړ کښې جنوبی وزيرستان لدها کښې جرګه شوې ده پاکستانی فورس او طالبانو نه مطالبه شوې ده چې مسلح کاروايئ دې بند کړی شی. ځکه چې خلق د دې په ضد کښې راځی د نقل مکانئ خلاف تېره جمعې په ورځ شمالی وزيرستان ميرعلي کښې لويه عوامی اجتماع شوې ده او احتجاجی مارچ هم وشو چې مونږ علاقه پريښودو ته تيار نه يو.رياست دې مونږ له تحفظ راکړی.د دې نه وړاندې هم د علاقې د مشرانو ضلعی اتتظاميې او سيکورټي فورسز ترمينځه مزاکرات شوی دی خو څه نتيجه ې ورکړې نه ده

error: Content is protected !!