شاه عبدالطيف بهټائي او   رحمان بابا   

تصوف ، عشق   او مقبوليت

دويمه برخه

ته د هندوانو زيارتونو ( تيرت ) او د مسلمانانو په زيارتونو ګرځېدې ته هلته لاړ ٸې

   تا عشق مجازي نه ورستو د عشق حقېقي پۀ طرف کلک سفر کړے دې تا د خلقو تکلېفونه محسوس کړي دي او د سنده عوامي قېصو کښې دې  د هغوئي ذکر کړے دې  پۀ سند کښې د سيدانو ډېر احترام کېدو پۀ سېدانو بۀ چا لاس نۀ اوچتولو عبرت کده سنده ٤ کوم چې ( ډري لېوز فرم ينګ ايجپټ نومي انګرېز لېکلې دے او سيد محمد ضامن کتوري ئې اردو کښې ترجمه کړې ده )  دوئم چاپ پۀ صفه ٣٨ لېکي چې د ټهټهه يو اهم شخصيت مې د اوسپنې پۀ پنجرې کښې بند ولېدو بالکل سر نه پښو پورې بربنډ  وه سم وحشي شوې وۀ پوښتنه مې وکړه چې دا ولې بند دے کسانو راته اووې چې دي خپل ورورد مال دپاره  وژلې دے  هغه  عمري قېد وۀ  خو هغه ئې پۀ دي نۀ وژلو چې سيد وۀ او هغوئې د سيد پۀ وينه توره نۀ سره کوله

شا صيب ملنګانو ( جوګيون او سنياسيون )  سره درې کاله په غرونو راغو او مندرونو کښې تېر کړل دلته شا لطيف  بالکل فنا في الله شوے وۀ  شا صيب د دغو  ملنګانو ( جوګيانو او د سنياسانو ) ذکر پۀ خپل کلام کښې کړے دے دوئې پۀ سًر کهاؤړي کښې هندو ملنګانو ( جوګيانو  ) ته د سالک درجه ورکړي ده او وائي  چې د دوئې تقوى سالک يا صوفي نه  کمه نۀ ده –

وائي چې دوئې سره صرف يو کشکول وي يوه کڅوړه ( ګدړي  ) چې د ضرورت څه شيان پۀ کښې وي يو ښکر وي چې هغه غږوي او  يو بل ورباندے خبراوي او يو کند وي چې ورباندې سر کېږدي

د بېرګيانو متعلق وائي چې دوئې سيالنيان دي لرې پۀ ځنګلونو او غرونو کښې ګرځي هغوئې پۀ هواره لاره نۀ ځي چې کومه لار مشکله وي سخته وي پېچومي وي هغه لار اختياروي خلق ئې ليوني بولي خو هغوئې پۀ دي لټون کښې د حقيقت راز لټوي شا لطيف ئې د مسلمانانو صوفيانو نه کم نۀ بولي ـ

  چې کله پۀ هند کښې صوفيانو د تعوېزونو د جادو کاروبار شورو کړو نو منصور الحلاج څوک چې پۀ ٩٢٢ کښې پۀ حق رسېدلے دے او د صوفياؤ د ډلې يو پېژندلې شوے  شخصيت دے د دي لېدو دپاره سنده هندوستان ته لاړ وۀ چې پۀ هند کښې د تعويز د جادو حال وګوري نو هغه د هندوانو  د نفس د صفائي نظرئې نه ډېر متاثره شو   (  صوفي ازم وکي پېډيا)  –

خوشال بابا هم وائي چې

شا صيب بيابانونو نه غرونو نه درې کاله پس  واپس کېږې دا د ١٧١٣ کال دے پۀ همدي کال د   ول   قوم خلق د مغل بېګ پۀ حوېلۍ حمله کوي ټول نرينه  ئې وژني يواځې وړوکې هلک پاتېکېږي او يو ئې د کور زنانه پاتې وي – د مغل بېګ  کور دا هر څۀ د پير حبيب شاه د خفه کېدو وجه بولي هغوئې ته ورځي ورنه معافي غواړي او هغې  جېنۍ سره د شا صيب وادۀ هم کېږي  پۀ کومې جېنۍ چې شا صيب مئين وۀ ٥ (  شا عبدالطيف بهټائي  از ډاکټر شاهد مشتاق )

شاه لطيف   حافظ شېرازي نه هم  متاثر دے  حافظ شېرازي هم مينه کړي وه پۀ يوۀ شعر کښې وائي چې 

دا چې کوم ګبين زما او شکر چې زما کلام څاکېږي د ا هغي صبر بدل دے کوم چې شاخ نبات له طرفه ما ته راکړے شوے وو

خو ځېنې محقيقين دي خبرو سره اتفاق نۀ کوي

همدغه شان خبرې د رحمان بابا پۀ حقله هم کېږي د رحمان بابا د هر دېوان پۀ سريزه د رحمان بابا ديار مجنون ذکر شوې دے  د هغۀ د مينې ډېرے خبرے اوس هم خلق کوي خو څه سند نۀ لري رحمان بابا هم حافظ شېرازي نه ډېر متاثره وۀ   او پۀ کلام کښې ئې ځائې پۀ ځائې د دوئي فکر موجود دے شاه لطيف  هم خپل کلې پرېخې دے او بهټ شا پۀ نوم ئې ځان ته کلې جوړ کړے دے رحمان بابا هم خپل کلې بهادر کلے پرېښې دے او هزار خانې ته لاړ دے د دواړو د پېداوخت او د مرګ پۀ تاريخونو هم صحي نۀ دي معلوم  

درحقيقت صوفيان عشق مجازي د عشق حقېقي پوړۍ بولي   عشق دپاره عقل پکار وي خو د تصوف بزرګان وائي چې صرف د کامل عقل والا انسان مجازي عشق نه حقيقي عشق ته رسېدلے شي  که عقل خام وي نو سړې پۀ مجازي عشق کښې پۀ ځائې پاتې شي

عشق د تصوف يو ضروري مضمون دے بې لۀ عشقه تصوف نۀ شي کېدے  وائي  چې

محبت دعقل نتيجه ده هر لېونې په دي تخت نۀ شي کېناستې 

مرزا خان انصاري وائي چې

شا صيب پۀ سر يمن کليان شپږم داستان وائي کښې وائ

رحمان بابا وائي 

حافظ شېرازي وائي چې هغه حقېقتونه چې موندل ئې صرف د عشق کار دے پۀ عقل نۀ شي معلومېدلې

شا صيب او رحمان بابا دواړه د وحدتالوجود د نظرئې منونکي دي 

د وحدتلوجود پۀحوالې سره فريدالدين عطار وائي چې

پۀ پښتو کښې روښاني شاعرانو تصوف پښتو ته ورګډ کړو د روښاني مکتب لوئے شاعر مرزا خان انصاري وائي

بل ځائې کښې وائي 

د رحمان بابا کلام نه مونږ ته دا پته لګي چې هغه هم د وحدتاوجود قائل دے لکه

لکه څنګه چې کاتب ( ل) سره الف ګډ کړي اٶ لېکي ٸې ( لا ) نيشته ، همدغسې زما محبوب زما په زړه کښې اوسي

خوشال هم د وحدالوجود نظرئې خاوند دے  وائي چې

د شا صيب دا شعر کوم چې پۀ سر يمن کليان پانچوين داستان شعر ١٣  کښې واٸي چې کثرت کښې وحدت دے دا د مولانا روم خبره ده اول ځان فنا کړه بيا د محبوب مشاهده کوه

مرزا خان انصاري وائي  

د شا لطيف د لاندېني  شعر پۀ حوالې وئيلې کېږي چې شائد نور علم ئې نۀ وي حاصل کړې خو پۀ دي شعر کښې د الف ډېره لوړه معنى ده  الف د الله علا مت دے وائي ترجمه

يو حرف د الف وايه نورې پاڼي پرېږده خپل باطن صفا کړه تۀ بۀ څومره پاڼې لولې

همدغه فکر مرزا خان انصاري داسې بيانوي

د زرګونو حسابونه پۀ يوۀ الف پورې دي يو الف د زرګونو پۀ الفونو لوئې دے

شا لطيف پۀ حوالې سره د سنده تاريخ دانان وائي  چې تنبورا د هغۀ اېجاد دے دا صحي وي او که نۀ وي  خو هغۀ بۀ تنبورا غږوله او د هغۀ شاعري ټوله موسېقۍ او سر سره تعلق لري هغۀ خپل کلام پۀ خپله هم موسېقۍ سره وئيلې دے او د خپل وخت ښو سندرغاړو هم د دوئې کلام وئيلې دے او نن پورې ئې وائي   ولې چې د تصوف ځنو سلسلو کښې د سماع اجازت شته او ځنې صوفيانو خو د جزب پۀ حالت کښې د رقص اجازت هم ورکړے دے شا لطيف  ځنې بزرګانو موسېقۍ نه منه کړے وو خو هغۀ وئيلو چې زما موسېقۍ نه بغېر نۀ کېږي موسېقۍ کښې زما روح دے او  رښتيا دادي چې پۀ کومې شاعرۍ کښې موسېقي نۀ وي  هغه دومره نۀ خوښېږي                 

       د محمد عارف غروال صيب د پښتو ټولنې کابل لۀ خوا د رحمان بابا دېوان کوم چې پۀ ١٣٥٦ شمسي قمري کال کښې چاپ شوې دے  ليکي چې د رحمان بابا يو غزل چې پۀ يوې زاړې قلمي نسخې کښې  موندلې شوے دے هغه غزل  نورو قلمي نسخو کښې نيشته – دي غزل نه  معلومېږي چې رحمان بابا موسېقۍ سره اشنا وۀ او د موسېقي الات بۀ ئې پۀ خپله هم غږولو او صوفيانه رقص ئې هم کولو دا غزل پۀ صفحه ٧٤ کښې درج دے

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!