شاه عبدالطيف بهټائي او   رحمان بابا   

تصوف ، عشق   او مقبوليت
اوله برخه

تصوف يو ډېر پراخ او ژور مضمون دے تصوف خدائې سره د ملاوېدو د خدائې د موندلو يا د لېدلو يو زبردست خواهش او د انساني روح اصل سره د وصل  د شوق نوم دے –  تصوف يوه داسې موضوع ده چې هر چا ئې د خپلې نظرئې  مطابق تعريفونه کړي دي د تزکيه نفس او پۀ  زړۀ فکر او روح کښې خالصه د الله مينه تصوف دې صوفي  جهان کښې اوسي خو جهان نه ځان ناخبره ساتي د تصوف غټه  خوبي دا ده چې الله د انسان محبوب جوړ شي او خدائے سره د مينې پۀ بدل کښې د خدائے صفات انسان ته منتقل شي او هغه د خدائے دېدار کوي   –

د تصوف شورو پۀ قرن اوله کښې شوي وه تصوف پۀ هر يو مذهب  کښې شته دے  د دنيا پۀ ګڼو  ملکونو کښې صوفيان موجود وو او دي –   د  بېلو بېلو ملکونو  قومونو د مختلفو مذهبونو بېل بېل تصوفي نظريات دي  او بيا پۀ يوۀ مذهب کښې هم د  تصوف ډېر ډېر مکتبونه دي  -د ټولو دنيا د صوفيانو ژبه يوه ده  پۀ مسلمانانو کښې اول  صحابه وو بيا تابعين شو او بيا  تبعي تابعين راغلو بيا مسلمانانو کښې ذاهدانو او د عالمانو  پۀ نوم خلقو د ښو خلقو پېژندګلي کوله  –  د صوفي خطاب  پۀ اول ځل ابو هاشم صوفي ته ملاؤ شو څوک چې پۀ ١٩٥ هجري کښې وفات شوے دے- چې کله  اسلام راغلو نو تصوف خپل رنګ بدل کړو او د اسلامي تصوف پۀ شکل کښې  ئې ځان ښکاره کړو  لکه په عربو کښې د جهالت د دور شاعرۍ خپل رنګ وو او اسلام نه ورستو ٸې نوعيت بدل شو – اسلامي رواياتو کښې د ادب اوبه خور غالبا” چې اسلامي تصوف کړے دے  ـ  د تصوف لوئې لوئې  وليان تېر شوي دي چا چې پۀ دي سيمه  د اسلام خدمت کړے دے او د دوئې پۀ واسطې ډېر خلق اسلام ته راغلي هم  دي وخت پۀ وخت لېکوالو د قلم پۀ ذرېعه پۀ شعر او پۀ نثر کښې د تصوفي فکر د خوراولو کوشش کړے دے  – پۀ فارسۍ کښې د تصوف ښۀ  شاعران تېر شوي دي چې تر اوسه پورې ورته  خلق پۀ درانه سترګه ګوري –  د اېران د افغانستان د جنوبي اېشيا بلکې د چين کاشغره  پورې د علومو ژبه فارسي وه  مغل وو که اېرانيان  وو ،  تر دي چې د پښتنو د دربار ژبه هم فارسي وه  نو ځکه بۀ ټولو  فارسۍ زده کوله  او پۀ علومو کښې ګلستان بوستان او د مولانه روم مثنوي  لوستلې  کېده –  د فردوسي شاهنامه هم پۀ فارسۍ کښې وه  نو د نورو ژبو شاعرانو باند هم د فارسۍ او د فارسۍ د شاعرانو اثر ضرور وو –  د محمود غزنوي پۀ دربار کښې هم کم او زيات  زر د فارسۍ شاعران وو – اولنې غزل ګو شاعر هم د فارسۍ ژبې د اېران حافظ ابوالحسن رودکي بلل شي  څوک چې پۀ څلورمه صدۍ هجري کښې تېر شوے دے رودکي نه ورستو شېخ سعدي غزل معراج ته ورسولو ( دا سعدي شېخ سعدي دے خو د ګلستان او د بو ستان شېخ سعدي نۀ دے  ) دي نه ورستو حافظ شېرازي پۀ غزل کښې څان ښکاره کړے دے    غزل د شاعرۍ يو اهم صنف دے  بيا پۀ فارسۍ کښې بېدل غني کشمېري مرزا کليم د هندي سبک ټولو نه لوئې شاعران دي چې د فن او د فکر ساري نۀ لري او داسې نور هم  شاعران شته چې هغوئې لوستونکي او شاعران متاثر کړي دي – دي سره  د فارسۍ د شاعرۍ فکر او  تصوف  نورو ژبو ته هم ورګډ شوے دے  او هر چا پۀ کښې نوي نوي تجربې کړي دي

شاه  عبدالطيف بهټائي هم يو صوفي شاعر دے چې پۀ سنده کښې تېر شوې دے وئيل کېږي چې  پۀ ١٦٨٩ کښې پېدا شوے دے او پۀ١٧٥٢ کښې ئې دنيا نه سترګې پټې کړي دي لوئې شاعر دے د عوامو خوښ شاعر دے د عوامو پۀ ژبه کښې ئې شاعري کړي ده سيد دے اهل بيت خپل اسلاف بولي خو دا هم وائي چې پۀ ما د رب خپل کرم دې شا لطيف نه مخکښې پۀ سند کښې يو بل لوئې شاعر شا عنايت تېر شوے دے چا چې ١٦٥٥ کښې سترګې غړاولي دي او  ١٧١٨ پورې ژوندې وۀ او بيا يوۀ بادشا پۀ دي وجه پۀ سازش  شهيد کړو چې هغه  د غرېبانو ملګرې وۀ –  زۀ دلته دا خبره هم ښکاره کول غواړم چې د شا عنايت فکر پېښور پورې رارسېدلې دے د دوئي يو خليفه مجاهد اسلام شا قبول اولياء پۀ پېښور ډبګرۍ کښې څلور دېرش کاله تېر کړي دي او هم دلته ئې مزار هم دې  کوم چې د شا عنايت پۀ وېنا پېښور ته راغلې وۀ او د شا عنايت يوه امسا هم ورسره وه چې تر اوسه پورې محفوظه پراته ده – د شا عنايت  فکر د شا لطيف  هم وۀ  هغه هم د غرېبانو   ملګرې وۀ   دوئې د عوامو دپاره د عوامو پۀ ژبه کښې شاعري کړي ده  دوئې پۀ سندهي عربي سرائيکي پنجابي اردو فارسي بلوچي ښۀ عبور لرلو يا يوې وېنا مطابق  چې د دغو ژبو توري پۀ سندهۍ ژبه کښې موجود وو  –

لعل شهباز قلندر څوک چې پۀ سېون شريف سند کښې مېشته وو د چا مشران  چې هلمند افغانستان نه راغلي وو د سهرورديه سلسلې صوفي وو – بابا فريد شکر ګنج د پنجابۍ ژبې يو صوفي شاعر دے –     دي سره د  دوؤ نورو  وليانو  ذکر هم ضروري ګڼم يو مخدوم جهانيان سرخ بلخي  او بل بهاؤدين ذکريا ملتاني رح  دے  دغه څلور ملګري  څلور ياران بلل کېدل او پۀ ټول سند او پنجاب کښې بۀ ګرزېدل  ٢د دغو څلورو يارانو ازانګې پۀ پښتونخوا کښې هم اؤرېدل کېدې ولې چې چا بۀ دعا کوله نو د څلورو يارانو واسطه بۀ پۀ کښې وه –    چې کله شا لطيف پۀ بهټ شا کښې  شاعري کوله نو  رحمان بابا پۀ پېښور کښې د تصوف او د پند او د نصيحت شاعري کړي وه څوک چې تقريبًا  ١٦٦٠ کښې پېدا شوې دے او پۀ ١٧١٥ کښې وفات شوې دے      –   محقيقين وائي چې  شاه عبدالطيف بهټائې  مولانه روم نه لعل شهباز قلندر نه  شا عنايت نه  حافظ شېرازي نه شېخ سعدي نه او  پۀ خصوصي توګه شا کريم نه  ډېره استفاده کړي ده

شا لطيف مولانا روم څوک چې ١٢٠٧ نه تر ١٢٨٣ پورې  ژوندے وۀ نۀ ډېر متاثره وو او مولانا روم  د شمس تبرېز بابا مريد وۀ او شمس بابا نه دومره متاثره وو چې ټول عمر د شمس بابا سحر نه بهر نۀ شو شا لطيف بۀ د مولانا روم  مثنوي چې شپږ جلده وو  ځان سره بۀ ئې  ګرځولو کوم چې ورته د سنده حاکم نور محمدکلهوړي  ورکړے وۀ-او يوه بۀ ورسره د خپل غر نېکۀ شا کريم نسخه هم وه 

شا عبدالطيف بټهائي تصوف سره سره مجازي عشق هم کړے دے  -سر کهمبات کښې شاه صيب د استعارې په توګه کله سپوږمۍ کله تاندې اوښې ته مخاطب شوے دے په ښکلي انداز کښې د محبت خبرې کړي دي او يار سره د ملاوېدو خبرې کړي دي 

داستان ١ شعر ٥ ترجمه

 شعر ٣٦ سر سا مونډي داستان اول ترجمعه

چې نرۍ ملا ٸې وي ښکلي پوزه ٸې وي او په سترګو کښې ٸې رانجه کاجل  وي داسې زما يار درسره ملاٶ شوے دے 

ترجمعه شاه جو رسالو

د کوټري  جاګير دار مغل بېګ لور باندے مئين وو د مغل بېګ  کورېنۍ د دوئې د کورېنۍ مرېدان هم وو مغل  بېګ ته  چې د شا لطيف  د مينې  پته ولګېده  نو د دواړو کورونو پۀ خپلو کښې تعلق ختم شو تر دي چې شا صيب او د شا صيب پلار حبيب شا کوټري پرېخله  –  شالطيف  کوټري سره سره کور هم پرېخودو او بيابان طرف تۀ د حېدراباد پۀ جنوب کښې د غريزې علاقې ګنجو ټکر پۀ لمن کښې د سختو لارو پۀ طرف لاړو  چرته چې د زاړې زمانې مندرونه وو چرته بۀ چې د هندوانو ملنګانو (  سادهوؤن ، کهاهوړيون ،جوګيون ،نالګاؤن  ، کاپړيون ، او د سنياسيون  ) د اوسېدو ځايونه وو ـ تا دغو سادهوؤن سره هنګلاج پورې سفر وکړو او د لټون   فکر ته د وده ورکړه تا پۀ خپلو شعرونو يعنې سًر کهاوړي او سًر رامکلي کښې د لټون پۀ دي دوران کښې د خپلو مشخولتياؤ ذکر کړے دې 

سوامي رښتيا دي او د دوٸې سفرونه رښتيا دي

په هر ځاٸے کښې موجود محبوب دوٸې ته په هنګلاج کښې ملاٶ شو

 ته کله بۀ بيل ګرځېدے کله کله به ملنګانو سره تا د ملتان راجهستان د سنده د صحراګانو د سمندر د ساحل او د بلوچستان پۀ غرونو رغونو کښې ګرځېدے

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!