Skip to content
ليک : سليم شاه کاکاخيل
چا راته ویلوچې هر څیز سیاست !
دې نه بهر څه نشته
ما ورته هیڅ ؤ نه ویل
خو زړه مې ویلو چې بیا
دا محبت څه دے؟
د مور او پلار مینه څه؟
د ورور و.خور مینه
د بچو مینه څه؟
د چا دمینې خندا
د چا په زړه کښې درز
د چا لیمو کې ست څه دے؟
ماشوم څه دے؟
د لوڅ لغړ خدمت څه دے ؟
کونتره څه ده؟
درد څه دے؟
ژوند څه دے؟
د رباب په لاس ناست
دا ژوند پرست څه دے؟
ساینس څه دے؟
فلسفه څه شاعري څه ده؟
د مرغۍ جاله
دا کونتر بازی
او الوت څه دے؟
خلوص څه دے؟
ملګرے څه؟
ښه نیت څه دے؟
اوښکه څه ده؟
د ګلو باغ
ګلاب څه؟
نګهت څه دے؟
د چا په پښه کښې مات ازغے
یاد څه دے؟
فن څه دے؟
د چا په لاس کښې لاس
خیال څه تخیل څه؟
شوګیره څه ده؟
قطار د زاڼو څه؟
د ماشومانو ګډا
وعده څه ده؟
چې پیرزوئنه څه؟
د خیال لطافت څه دے؟
دا ابشار څه دے؟
چینه څه ده؟
د پاغوندو پټی؟
د سیند چپه؟
د سمندر غورزنګ
د بنګړو شور څه دے؟
د مینې زور څه دے؟
د چا قربت څه دے؟
په شین پټي کښې
زیړ نؤر پرست څه دے؟
بلها خیالونه په زړه
بلها څیزونه په زړه
خو مازغه ستړي شولو
وجود بې دمه شؤلو
شپه نیمه تیره شؤله
بس خوب یوړم
زړه مې په سوچ کښې ډوب
مازغه ستړي
دواړو هیڅ ؤ نه ویلو
دواړو جواب رانګړو
اوده شوم
خو خوب مې داسې لیدو
چې یو لیوه لګیا دے
د غره په بره سوکه
سترګې ئ سرې
له قهره رپي
چغې وهي
دا څه دي؟
چې هر څه خوري؟
زه هر څه نه خورمه
هر وخت نه خورمه
چې وږے نه یم
زه خو داسې نه یم
نه داسې پیژنمه
چې دا لا کومه بلا؟
دغه رنګ بله نشته
دا څه دي؟
دا سیاست څه دے ؟
دا سیاست څه دے ؟
دا سیاست څه دے؟
error: Content is protected !!
ښکلې نظم . د سياست نه اخوا د ژوند ګڼ شمير شيان چه ژوند کې اھميت لري ته ښه پام راګرځولې شوې په دې نظم کې . فکر او قام دې تاند يه .