سياسی منظرنامه کښې پښتون قام پرستی

دا اوس د یو وخت یا د یوې ورځې خبره نۀ شوه ـ هره ورځ د سوشل مېډيا په مختلفو پلېټ فارمو یو روایت جوړ شو ـ یو تسلسل دې چې راروان دے نۀ ودرېږي ، نۀ ختمېږي او نۀ ئې چا سره څۀ حل شته چې د پښتون قام دا نفاق ، یو بل پسې سپکې سپورې ، د اېجنټ او د دلال پیغورونه او انتها پسندي ئې دومره سېوا شوې ده چې د کنځلو نه هم ډډه نه کوي ـ او کۀ موقع ورته په لاس ورځی  نو د خپل کارکن د سیاسي تربيت او سیاسي لار ښودنې په ځاے به ورته دا هم وښائي چې د یو بل ککرۍ به څنګه ورانې کړو ـ څنګه به د خپل سوچ په بل د منلو  د پاره خپل مړۀ اتلان هم  د قبرونو نه راوباسو او د هغوي د هغه وخت د حالاتو د تقاضو مطابق سیاسي نظر به غلط ثابت کړو

د پښتون قام ټولو نه غټه مسئله بې اتفاقي ده ـ خو ورسره د دې غفلت هم ښکار دے چې زۀ څۀ وايم هغه دې ومنلی شي ځکه چې زۀ هم د دې وخت او زمانې سقراط یم ، ارسطو نه هم کم نۀ يم او افلاطون هم زما په شاګردۍ فخر کوي ـ د سوشل مېډيا پلېټ فارم خو دې بقراطیت له نور فروغ ورکړے دے ـ او هر سړې د سياسي دانشور او فلاسفر په اوچته مرتبه فائز شوے دے ـ او دا دانشوران او فلاسفران تر دې حده رسېدلی دي چې څوک پیر روښان نۀ مني ، نو څوک د فخر افغان باچا خان سیاسي پوهه او د عدم تشدد پاليسي مسترد کوي ـ څوک عبد الصمد خان اچکزئ پسې لګیا دي او څۀ پکښې بې دليله د خان عبدالولي خان په سياست ډزې کوي ـ حېران یم چې دا دومره لائق فائق او د سیاست ، ادب او صحافت په هر مېدان کښې ماهران موجود دي نو مونږ پښتانۀ ولې پشا روان یو ـ ولې هره ورځ مو قتل عام روان دے او وسائل مو د بل پکار راځي ـ خو دا رښتیا دي چې

مخکښې کۀ دا اختلاف د جلسو ، محفلونو او حجرو کښې بحث مباحثې پورې محدود وۀ او د دنیا د نورو خلقو مخکښې مو د خپلو مشرانو د عزت افزائۍ دومره نمائش نه وۀ شوے ـ او صرف د پښتون قام پرستو مخالفینو به دا فرض ادا کولو ـ نن د سوشل مېډيا پلېټ فارم او د پښتنو قام پرستانو باهمي نفاق او د هغوي بې شعورو ورکرانو مخالفین د دې فرض نه هم بري الذمه کړي دي ـ او نن د پښتنو په خاوره د دولس کالو راسې یو داسې جماعت د واکمنۍ اختیار لري چې د صوبې ترقي نۀ غواړي ، وسائل دې د بل په استعمال شي خو د دوي لیډر دې د جېل نه رابهر شي او د ملک د اختیار مالک دې شي ـ او دا ځکه چې پښتانۀ د یو شخصیت د شخصيت پرستۍ په جال کښې داسې نښلولې شوي دي چې نه خپل ځان پېژني ، نه خاندان پېژني او نه قام پېژني او کۀ پېژني نو یو لوبغاړې پېژني ـ او هغه لوبغاړې خو خپله دومره کمالي نه دے خو د څۀ مداریانو په مداریتوب د پښتنو په زړۀ او ذهن داسې قابض کړے شوے دے چې بې دخله کولو د پاره به ئې اوس د دې قام په صحیح معنو کښې سیاسي تربیت سره سره د یو کامل قام پرست شخصيت او د باهمي نفاق د ختمولو ضرورت وي

نن کۀ مونږ وګورو نو د پښتنو یو  قامی سیاسي مشر نشته ـ پښتانۀ تقسيم وو او تقسیم دي او لګیا دي نور هم تقسیمېږي ـ د ټولو نه زوړ او کۀ وکتلې شي نو د ټولو نه لوې جماعت د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان دے ، کۀ مشر محمود خان اچکزئ او افتاب احمد خان شېرپاؤ دے ، منظور پشتين ، محسن داوړ او کۀ خوشحال خان کاکړ هر یو د اتحاد او اتفاق نه لرے او د یو بل کمزوري کولو پسې لګیا دي

د اېمل ولي خان متعلق د دوي ذهنونو کښې دا دي چې دې ولې حکومتي کانفرنسونو او په څۀ ملکي مسئلو راجوړ شوې غونډو کښې شرکت کوي ـ کۀ وګورو نو د پښتنو قام پرستو صرف دوه مشران د پارلیمان غړي دي یو اېمل ولي او بل محمود اچکزئ ـ نو کۀ په ملکي سطح داسې څۀ اجلاس وي نو دا دواړه به لازم بللې کېږي ـ محمود خان اچکزئ چې څۀ وخت د نواز شریف کلک اتحادي وۀ او ورور ئې په دغه صله کښې د بلوچستان ګورنر هم منتخب کړے شوے وۀ ـ نن سبا د تحریک انصاف په کشتۍ کښې سور دے ـ کۀ تحریک انصاف فېصله وکړي چې شرکت کوؤ نو مشر به هم لبیک کوي او بیا کوم اجلاس کښې شرکت کول چې د اېمل ولي د پاره دوي شجر ممنوع ګڼي هغه به بیا دوي د پاره جائز شي ـ بل طرف ته چې وګورو نو د بد قسمتۍ نه دا نور مشران د پارلیمان رکنیت نه لري ـ نو ځکه د داسې غونډو دعوت ورته هم نۀ ملاوېږي

د دې قام پرستو د څو مشرانو او د هغوي د کارکنانو دا غوښتنه ده چې اېمل ولي دې هم د داسې اجلاسونو بائيکاټ وکړي ـ خو د هر چا خپل یو مخصوص نظر وي ، مقصد وي او غوښتنې وي او غواړي چې د خپل قام مقدمه پېش کړي ـ  اجلاس کښې شرکت کول او خپل موقف په نره بیانول دا د اېمل ولي خان کمال دے ـ دوي کښې څۀ نن سبا د تحریک انصاف د مشر د خلاصون جنګ کښې مصروف دي نو ځکه د هغوي په لار چلېږي ـ څوک د پارلېمان رکنیت نه لري او څۀ پکښې د پارلېماني سیاست مخالفت کوي ـ نه پارلېمان ته تلل غواړي او نه مسلح بغاوت کولے شي ـ صرف په بل اعتراض کوي ـ خو کۀ لږ وروستو نظر کړو نو یو طرف ته د پارلېماني سیاست مخالفت کوي او بل طرف ته ئې په تېره اسمبلۍ کښې دوه غړي علي وزیر او محسن دواړ منتخب شوي وو ـ دواړو د پښتنو داواز پوره پوره حق ادا کړی دی نو اوس که څوک د دوی پارليماني سياست په پيغور رد کوی نو د پښتنو آواز به چا راپورته کوو..؟؟

د پښتنو تقسيم د تقسيم اصل کښې د قام پرستئ محاز کمزوری کول دی  او بد بختانه دغه کار په پښتنو کوی چې مونږ د مشرانو عزت خرابوو  دې سره خو د پښتون اتحاد نور هم نقصان مومي ـ او فائده ئې ټوله د پښتنو دښمنانوته رسی. د پنجاب په جنګ کښې پښتانه لکه د تېرو دورونو استعمال کښې راځی. کۀ اېمل ولي خان دے ، یا افتاب شېرپاو او کۀ محسن داوړ یا محمود اچکزئ دے یا منظور دوي ولې خپل کارکن ته سیاسي شعور او خپلو کښې د تقسیم نقصان نه ښائي ـ ورته ولې نه وائي چې کۀ پښتون هر څنګه دے د غېر پښتون نه ښه دے ـ هغه محمود خان اچکزئ چې عمران به ورپسې ډرامې کولې د څادر نقل او پېښې ئې ورپسې کولې نن د عمران مقدمه کوی ـ خړ کمر کښې عمران نیازي او مراد سعيد به څۀ ته چې کتا مار مهم وئيل نن هم دغه خلق د عوامي نېشنل ګوند په مقابله کښې د کتا مار مهم والا حمایت کوي ـ بل طرف ته چې مونږ وګورو نو د دوي د دغې روئيې په وجه اېمل ولي او د نېشنل ګوند کارکن هم منظور پسې خبرې کوي ـ او د چا درپرده اېجنټ ورته وائي ـ اخر دا به تر کومې وي ـ نفاق به مونږ نور څومره تقسیموي ـ پکار خو دا وه چې دوي خپل کارکن ته وئيل چې خپل پښتون ګوند کۀ عوامي نېشنل ګوند وي ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند ، قومي وطن پارټي ، پښتون تحفظ موومنټ یا بل پښتون قام پرست مشر وي عزت ئې وکړئ، کۀ پارلېماني سیاست ته ولاړ وي نو د نورو په مقابله کښې ئې مرسته وکړئ ، ووټ ورکړئ ـ خو نه دا نشي کېدے ځکه چې بیا به دې کښې د یو مشرۍ ته خطره پېدا شي ، بل پښتون مشر به مخکښې لاړ شي ـ او بله دا چې دوي به بیا په چا الزامونه لګوي ـ اېجنټ او دلال به چاته وائي ـ نفاق او نفرت به څنګه نه خوروي ـ د دوي ټولو غټ مقصد خو هم دغه دې چې پښتون به په هر څۀ اتفاق ته تیار کړم خو په خپلو کښې به ئې اتفاق ته پرېږندم

لنډه دا چې مونږ ولې خپل مشران د نورو دپاره داسې سپک کړو لکه چې څنګه دا وخت د پردو دپاره سياسی نوکرئ کوو. مونږ به ټول عمر پردی جنګونه کوو پردی به ګټو لږ خو چې خپل مشران خپل اتلان خپل حقونه خو وپېژنو

error: Content is protected !!