سایکي (Psyche) – د یو فاني انسان د مینې لپاره مبارزه

د یوناني اساطیرو (Mythology ) نه راوخله  نورو وروستو مذهبونو کښې ښځه بې ګنا سزا شوي او زورلې شوې ده او دا کار تر ننه روان دے. د یونان د اساطيرو کیسې ډیرې مشهورې او خوندناکې دي خو دردناکې هم دي .(دا یاد ساتل پکار دي چې اساطیري کیسې   د خدایانو کیسې چې د دین او مذهبي فکر برخه وي او

دیو مالایي کیسې folklore ته واۍ چې اولسي، تخیلاتي وي ، د  دین برخه نه وي)

  د دغه اساطیري  کیسو  تر

لاندې دا ټولې ښځې ګناهکارې نه وې، خو زور او واک د خدایانو سره ؤ.

دا ظلم یوازې په یوناني اساطیرو کښې نه دی. د نړۍ په ډېرو مذهبونو کښې هم ښځه د ګناه سرچینه بلل شوې، ناپاکه ګڼل شوې، او چپ پاتې کېدو ته اړه شوي .

د یونان، د هند، د چین او د رومن اساطيرو نه راوخله ورستو ټولو مذهبونو او انساني قوانینو پورې، دا تبعیض مقدس بلل شوی او نسل په نسل روان پاتې شوی دی. د همدې له امله نن هم د جنس په بنیاد دا توپیر هر چرته وینو .

نو دا زړې اساطیري کیسې یوازې د تېر وخت کیسې او خبرې نه دي، بلکې دا د ښځو پر ضد د زور او واک د یوې اوږدې کیسې پیل ښاي چې دا سلسله تر ننه روانه ده خو د ښځو د برابرۍ  او ازادۍ مبارزه  هم په دغه نوي دور کښې اوس هر چرته موجوده ده،

سایکي Psyche  کیسه دغه کښې یو کیسه ده چې د خدایانو د حسد ښکار شوه وځورول شوه چې خدایانو پرې حسد وکړ، نه د کوم جرم له امله. د سایکي د کیسې د پسته به د دغه اساطیري کیسو سلسله جاري وي،

زرګونه کاله وړاندې، په یوه کوچني کلي کښې یوه ډېره ښکلې نجلۍ اوسېده چې نوم یې سایکي ؤ. د هغې ښکلا دومره مشهوره شوه چې خلکو یې د مینې د الهې،  (Aphrodite)، پر ځای عبادت کولو. خلکو به ویل:

“افروډایټ مړه ده، اوس سایکي د ښکلا شهزادګئ ده.”

کله چې  افروډایټ دا خبره واورېده، ډېره په قهر شوه. هغې خپل زوی، کیوپډ (Cupid) چې د مینې خدای ؤ او د مینې غشي یې له ځان سره لرل، راوغوښت او ورته یې وویل:

“دا ښکلې نجلۍ باید سزا کړی شی . ولاړ شه او د مینې په غشي یې پر داسې چا مئین کړه چې تر ټولو بد او بدمرغه سړی وي.”

خو کله چې کیوپډ سایکي ولیده، د هغې په ښکلا حیران شو او په ناپامۍ سره یې ځان د خپل غشي په وسیله ووهه. هغه پخپله پر سایکي مئین شو او د خپلې مور حکم یې ترسره نکړو . ، سایکي یې په پټه یو   ماڼۍ ته یوړه. هلته به هغه د شپې په تیاره کې ورتله او ورته  یې وویل:

“ته باید هېڅکله زما مخ ونه ګورې. که دې ولید، زمونږ مینه به پای ته ورسېږي.”

سایکي په دې مینه کښې ډېره خوشحاله وه. خو د هغې حاسدو او بد نیتو  خویندو د دې خبرې خبر واخیست او د شک تخم یې وکرو. هغوی ورته وویل:

“کېدای شي ستا مېړه یو وېرونکی بلا وي، همدا ځکه خپل مخ نه ښايي.”

سایکي شکمنه شوه. یوه شپه یې څراغ او چاقو واخیستل. کله چې کیوپډ ویده و، هغې څراغ بل کړ او یو ښکلی ځوان یې ولید—خو د څراغ تود تېل د هغه پر بدن توی شول.

کیوپډ د درد له امله راویښ شو. هغه سایکي ته وکتل او ویې ویل:

“تا پر مینه بې‌باوري وکړه او خپله وعده دې ماته کړه. مینه او شک یو ځای نه شي پاتې کېدی.”

د دې خبرو سره هغه ورک شو، ځکه خدایان هر وخت څرګندېدی او ورکېدی شي.

کله چې سایکي د کیوپډ باور مات کړ او هغه لاړ، نو هغه یوازې، زړه ماته او بې‌وسه سرګردانه شوه. بالاخره د افروډایټ د خدمتګارانو لخوا ونیول شوه او د قهرجنې الهې مخې ته بوتلل شوه. افروډایټ په ملنډو ورته وویل:

“ایا ته هماغه فاني سایکي یې چې زما زوی دې زخمی کړ؟ او اوس د خدای مېرمن کېدل غواړې؟ که رښتیا یې غواړې، نو باید څلور ازموینې پوره کړې. که پاتې راغلې، بیا به هېڅکله خپل مینه‌وال ونه وینې.”

سایکي چې د کیوپډ مینه بېرته ترلاسه کول غوښتل، دا ازموینې ومنلې.

لومړۍ ازموینه: د تخمونو بېلول

افروډایټ سایکي یوې تیارې خونې ته بوتله او پر ځمکه یې د غلو یو لوی ګډوډ انبار واچوه: غنم، وربشې، ارزن، د کوکنارو تخمونه او عدس ټول سره ګډ وو.

هغې امر وکړ:

“تر ماښامه دا ټول سره بېل کړه.”

سایکي هڅه وکړه، خو دا ناممکنه وه. هغې ژړل پیل کړل. په همدې شېبه کې یو کوچنی مېږی راغی. د هغې ناامیدي یې ولیده او خپل ټول مېږي یې راوغوښتل. زرګونه مېږي راغلل او تر ماښامه یې ټول تخمونه بېل کړل. افروډایټ بېرته راغله، قهرجنه وه، خو مجبوره شوه ومني چې کار پوره شوی دی.

دوهمه ازموینه: د سرو وړیو راټولول

بله ورځ افروډایټ سایکي یوه لرې ځنګل ته واستوله، هلته د سرو وړیو لرونکي خطرناک ګډان ګرځېدل. د هغوی ښکرونه اوږده او وژونکي وو او څوک چې ورنزدې کېدل، مړ کېدل

سایکي د سیند پر غاړه کښېناسته او د مرګ په اړه یې فکر کولو، چې ناڅاپه یو شین نی (reed) د باد په ژبه ورته وویل:

“تر غرمې پورې انتظار وکړه ، کله چې ګډان  ویده شي، او هغه سره وړۍ راټولې کړه چې په ازغو کې نښتې وي.”

هغې همداسې وکړل او روغ رمټ د سرو وړیو سره بېرته راغله. افروډایټ نوره هم قهر شوه.

درېیمه ازموینه: د سټيکس سیند اوبه

دریم ځل افروډایټ سایکي ته یو کوچنی بوتل ورکړ او ورته یې وویل چې دا د سټيکس سیند له اوبو ډک کړه. دا سیند د یوې لوړې غونډۍ له سر څخه بهېدو او لویو، ستړو کېدونکو اژدهاوو ساته.

سایکي پوه شوه چې دا کار یوازې نه شي کولی. په همدې وخت کې د زیوس ستر باز راغی. د کیوپډ د پخواني خدمت په بدل کې، باز د سایکي مرسته وکړه: بوتل یې یووړ، له سینده یې ډک کړ او بېرته یې ورکړ. افروډایټ نور د خنډ توان نه درلود، خو بیا هم یې وروستۍ ازموینه پاتې وه.

څلورمه ازموینه: د مرګ ښکلا

وروستۍ ازموینه تر ټولو خطرناکه وه. سایکي ته امر وشو چې د مړو نړۍ (Underworld) ته ولاړه شه  او له پرسفونه (Persephone) څخه د ښکلا یوه برخه په بکس کې راوړه، انسانان چې د مړو نړۍ ته تللي، بېرته نه دي راستانه شوي.

کله چې هغه برج ته ورسېده چې له هغه ځایه به ښکته کېده، برج ورته خبرې وکړې او لارښوونې یې ورکړې:

• دوه سکې په خوله کې واچوه، د سیند د کشتۍ کرايې لپاره.

• دوه د شاتو کلچې له ځان سره واخله، د درې سر لرونکي سپي سربروس (Cerberus) د ارامولو لپاره.

• د لارې ټول سرګردانه ارواح له پامه وغورځوه.

• تر ټولو مهم: بکس مه پرانیزه.

سایکي ټولې لارښوونې ومنلې او مړو نړۍ ته ورسېده. پرسفونه هغې ته د ښکلا بکس ورکړ او سایکي بېرته د ژوند نړۍ ته راوخوتله. خو نزدې د زمکې پر سر، تجسس پرې غالب شو. هغې فکر وکړ چې که لږه ښکلا واخلي، ښايي د کیوپډ مینه بېرته وګټي. کله چې یې بکس پرانیست، د ښکلا پر ځای د مرګ خوب پکې و. تور لوګی پورته شو او سایکي بې‌هوشه ولوېده.

په همدې شېبه کې کیوپډ راغی. هغه د لوګي اثر لرې کړ، بکس یې وتړه او ویې ویل:

“ستا تجسس نږدې و چې تا له مينځه یوسي، خو اوس ستا ازموینې پای ته ورسېدې.”

کیوپډ د زیوس نه د سایکي لپاره شفاعت وکړ. زیوس هغه  لافانی کړه. سایکي امبروسیا وڅښله او الهه شوه. په پای کې، هغه د تل لپاره له کیوپډ سره یو ځای شوه.

One thought on “سایکي (Psyche) – د یو فاني انسان د مینې لپاره مبارزه

  1. د لرغوني يونان مائتالوجي دا سلسله يقيناً چې به ډيره خوندوره وي . او د سليم شاه کاکاخيل دا خواري د ستائنې وړ ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!