ليک : سليم شاه
د ده شعار اوس د يو نسل غږ ګرځيدلی دی،
مونږ د امېد انتظار نه کوو ، مونږ ې تنظيموو،،
په امریکه کې يو خاموش انقلاب راغلو چې مونږ هلته د اوږد بدلون په انتظار شو. کله چې د نيويارک د ۲۰۲۵ مېئر ټاکنې نتيجه اعلان شوه، نړۍ د تاريخ يو نوی باب وليدو. زوهران ممداني، يو څلور دېرش کلن دموکرات سوشلسټ د هند-اصله کورنۍ زوی، د نيويارک لومړی مسلمان او لومړی جنوبي آسيايي مېئر شو. د پخواني ګورنر اندرو کومو ماتې د سياسي ايليټ لپاره زلزله وه، خو د ځوان نسل لپاره د اميد رڼا.
| سوشلسټ مبارز همداني په کال 2020 د نيو یارک د اسمبلئ غړی شو، ده د کرايې کنټرول،د اوسېدو عام ځايونه،وړيا ټرانسپورټ خبره کوله او د شتمنو د مالياتو د زياتولو غوښتنه ې کوله، ده وئيل چې ښار بايد د هرچا وی، نه يوازې د غټو شتمنو خلقو،… |
له کمپالا تر کوينز
د ممداني کيسه د مهاجرت، مبارزې او ارمانونو کيسه ده. هغه په يوګنډا کښې زېږېدلی، خو د کورنۍ د سياسي بې ثباتۍ له امله امريکا ته کډه شوه. په کوينز کې يې ماشومتوب تېر شو، هلته يې د مهاجر ژوند خواږه او تراخه دواړه وليدل — د خوبونو ډکې کوڅې خو د کرايې، نژادپالنې او لوړو بيې له امله ځورېدلې.
ممداني د بوډوين کالج فارغ شو او د کورونو د مشورې په برخه کښې يې کار کاوه. ده له نزدې د بې انصافۍ درد احساس کړو — د خلکو د ايستلو کيسې، د روغتيا بيلونه، او دا درک چې سياست يا ظلم زياتولی شي يا عدالت پياوړی کولی شي.

سوشلسټ مبارز همداني په 2020 کال کښې د نيويارک د اسمبلۍ غړی شو. ده د کرايې کنټرول، د اوسېدو عام ځايونه، وړيا ترانسپورت او د شتمنو د مالياتو د زياتولو غوښتنه کوله. ده ويل چې ښار بايد د هر چا وي، نه يوازې د غټو شتمنو خلقو..
ده د خلکو د سياسي بيدارۍ ژبه وکاروله، او د ده خبرې تل د اميد او مبارزې له جذبې ډکې وې.هغه ټاکنې چې ښار يې ولړزولو کله چې ممداني د مېئر لپاره ځان منتخب کړو، ډېرو فکر نه کولو چې بريالی بشي. خو د ده کمپاين د خلکو په مټ د يو غورځنګ بڼه واخيسته. د ده پيغام روښانه ؤ،کور، روغتيا او ترانسپورت د انسان حق دی، امتياز نه. ده د کرايې کنګل، وړيا بسونه او عامه ماشوم پالنه وعده کړې وه. دا خبرې د نيويارک د کارګر خلکو زړه ته ولويدې.
په جون ۲۰۲۵ کښې ده په لومړنيو ټاکنو کې اندرو کومو ته سخته ماتې ورکړه، او بيا په نومبر کښې د ښار رسمي مېئر شو.
| د ډېرو خلقو دپاره د ممداني بريا يو سياسي انقلاب دی،يو مسلمان مهاجر،د يوګنډا زوی،د هند نسل، او دنيويارک غږ اوس د نړئ تر ټولو مهم ښار مشری کوی |



ښکلې ليک .تاند فکر په مايوسۍ کې د اميد شمعې بلې کړي .