زمونږ معدنیات او د هغي استعمال

اخري برخه

خبره د وسیلو د خرڅ ده ـ د میثال په توګه د یو سړي زمکه ده نو د دې د استعمال دوه لارې دي ـ یوه لار ئې دا ده چې زمکه خرڅه کړه ځان له جېب ډک کړه، یو څو ورځې پرې عیاشۍوکړه او بیا کنګال کښېنه یا ئې قرض کښې ورکړه او بیا نور قرضونه اخله ـ چې بیا درباندې قرضونه وخېژي نو بیا به څه خرڅوې؟ بله لار ئې دا ده چې دغه زمکه کښې ښه زمیداري وکړه، ګټه وکړه، پخپله هم وخوره او په نورو هم وخوروه ـ معدنیات که زمونږ پشان قامونه خرڅوي نو د ګټو په نرخ ترې بلها خلقو اغستي دي او اوس به ئې ترې هم د ګټو په نرخ اخلي نو دا د قامي ګټې لار نه ده ـ غوره لار دا ده چې مونږ خپلو ټولو وسیلو سره سمې تعلیمي، تحقیقي او هنري ادارې جوړې کړو او خپل ځوانان او پېغلې هم په دغه

که څوک کوئله خرڅوي نو د ګټو يا سکرو په نرخ به ې خرڅوي خو کوئله کاربن دی او کاربن انسان  کم ازکم د پنځويشتو زرو کالو نه پېژني چې انسانان نه پوهيدل نو کوئله به ې د خشاک په توګه استعمالوله

 هنرونو کښې هغه اوچت معیار ته اورسوو څنګه چې ترقیافته قامونو کړي دي ـ  وړومبی په تجرباتي توګه د دغه معدنیاتو نه د بېن المللي بازار د مقابلې څېزونه (prototype) جوړ کړؤ او بیا وطني مالدارو خلقو سره مرستې وکړؤ چې هم د معدنیاتو په علاقو کښې کارخانې جوړې کړي ـ دا به یو خوا مونږ له امپورټ کم کړي او زمونږ زرمبادله به بهر نه ځي، بلخوا به زمونږ خلقو ته په خپل وطن کښې روزګار پېدا کړي او دې سره سره به دغه پسمانده علاقو کښې بازارونه، دفترونه، سکولونه، کالجونه او هسپتالونه جوړ شي او زمونږ د وطن دا علاقې به ابادې شي ـ په ښارونو به د ابادۍ زور کم شي ـ د سکرېپ نه به هم څيزونه جوړېوي او ماحولیاتي الودګي به کمه شي ـ یو یو وسیله خو ډېر لوې شے دی، په یو یو عنصر کښې خزانې دي او کتابونه پرې لیکلي شوي دي خو دلته صرف د کاربن (کوېلې) میثال درکوم

که څوک کوېله خرڅوي نو د ګټو یا سکرو په نرخ به ئې خرڅوي ـ خو کوېله کاربن دی او کاربن انسان کم از کم د پينځویشتو زرو کالو نه پېژني ـ چې انسانان نه پوهېدل نو کوېله به ئې د خشاک په توګه استعمالوله ـ چې کله انسان لیک لوست زده کړل نو د ګټې پېنسل (ګرېفائیټ) به ئې د ليکلو په کار راوستو او نن هم ګرېفائيټ پېنسل استعمالېږي چې سل په سل کاربن دی ـ چې کله انسان نوره ترقي وکړه او فولاد ئې جوړ کړو نو دا په اوسپنه یا فولادو نه پرېکېده نو د ډائيمنډ اره ئې ورله جوړه کړه او ډائیمنډ هم سل په سل کاربن دی ـ د خلقو خیال و چې کاربن خپل کمالونه وښول او نور پکښې څه نیشته خو کال ۲۰۱۰ کښې د ګرېفین په ایجاد د مانچېسټر پوهنتون دوو سائنسدانانو

غوره لاره داده چې مونږ خپلو وسيلو سره سمې تعليمی، تحقيقی او هنری ادارې جوړې کړو خپل ځوانان او پېغلې هم په دغه هنرونو کښې هغه اوچت معيار ته اورسوو څنګه چې ترقيافته قامونو کړی دی

 (Andre Geim and Konstantin Novoselov) ته نوبل انعام ورکړی شو چې هم دغه بوډا کاربن دی او دې سره په درسته نړۍ کښې په کاربن نور تحقیقونه شورو شول او عېن په مانچسټر کښې هم د دغه نوي ایجاد شوي ګرېفین په نوم یو انسټيټیوټ جوړ شوـ  د ګرېفین بلها کمالونه دي ـ کاربن یو عنصر دی او د دې نه رنګ رنګ څيزونه جوړېږي لکه ګرېفائيټ، ډائيمنډ، نېنو فائبرز، نېنوټيوبز، نېنو وسکرز،کوانټم ډاټس، ګرېفين وغېره ـ  د ګریفین غټوالی د یو اېټم هومره دی چې یو څو اېنګسټرام دی ـ د ګرېفین یو کلو څادر په دولس مربع کلوميټره علاقه غوړولی شې ـ ګرېفین د هوا نه سپک دی خو ډېر مضبوط دی چې د اِئروناټیکل صنعت کښې انقلاب راوستی شي، کهء د سېلېکان چِپ په ځای د ګرېفین چِپ استعمال شي نو د کمپيوټر سپيډ به یو په پنځوس سېوا شي او د کمپيوټر د یخولو د پاره به د پکي

ضرورت هم نه وي ـ د دې ګرېفین نه بولِټ پروف جامې، د ډي اِن ای د بیلولو د پاره چاڼ، د نيوکليئائي مادو د زائلولو د پاره مادې او داسې نور پهء درنګو سامانونه جوړېدی شي ـ نو اوس تاسو سوچ وکړئ چې دا کوېله د ګټو په نرخ خرڅول پکار دي که د دې نه داسې قیمتي څېزونه جوړول پکار دي چې دې وطن ته روزګار او سوکالي راولي؟  د دې کار د پاره ملټي ډيسپلنري اپروچ پکار دی چې بیا به ئې چرته تفصیل سره بیان کړم ـ

error: Content is protected !!