ليک: شاه منصورنويد
پښتونخوا ته بيا زوړ چل نوے ول
پښتونخوا د دولسو کالو راسې لکه چې پردو خلقو سره ده چې په مو په ژبه نه په قامی خبرو په تاريخ تهزيب خبر دی صرف د اقتدار دپاره او د يوې ايجنډې «عمران خان کو رها کرو» غږ کوی ځکه ترې مرکز لکه د ويښې مور نه ځوے تښتوی اوس يو ځل بيا د ضم شوو علاقو واپس مرکز د حکم لاندې د راوستو خبرې کيږی که لږ د تاريخ په اوږدو کښې وګورو نو
قبائلي سيمې داسې اتلان زيږولې و چې دغه سيمه چاته هم نه ده تسليم شوې او د خپل حق او مرام د پاره د هغوی هلې ځلې ښکاره دی هم په دغه بنياد انګريزانو دغو ټولو قبائلی سيمو کښې يو داسې تور قانون جوړ کړو چې د دغې تور قانون د لاندې د دغو سيمو نه ازادی واغسته او بيا د 1947 نه پس خو دوی سره په دغه تور قانون ايف سی آر کښې نور هم بدلونونه وشول چې د مخې ئې قبائلی سيمې ډيرې زياتې متاثره شوې
صوبای حکومت خو په درېم دور کښې هم ناکامه دے نو سياسی سزا ټول پښتون قام له ولې ورکولې شی. پښتانه زوړ چل او نوے ول منلو ته تيار نه دی |
چې کله داسې دغه ټولې قبائلي سيمې په ضم اضلاع کښې شاملې شوې نو مونږ دغه بدلون ته ځکه خوشحاله وو چې يو خوا دغه سيمې د فيډرل حکومت نه واغستې شوې او بل خوا دغه اضلاع کښې د پاکستان پينل کورټ( پی پی سی ) قانون جاری کيدو نه پس به دغو ټولو اضلاع ته هم خپل حقوق حاصل شی او د پښتونخوا په اسمبلو کښې به سيټونه زيات شی زمونږ مشرانو چې به وئيل پښتانه ېې په ډيورنډ تقسيم کړي دی دلته ې په قبائيلی سيمو جدا کړی دی هلته بلوچستان کښې ويشلی دی نو اوس به کم ازکم دلته خو پښتون يو شی خو بد بختانه پښتنو دومره خوشحالی نه نصيب کيږی او بيا په پښتنو د موجوده روان حکومت دومره ناکامۍ مخې ته راغلې چې دغو ناکامو کښې يو دا هم شامله ده چې دغو اضلاع ضم کيدو نه پس هم دوی صوبائي حکومت داسې توجو ونکړه او دوی د تور قانون او پی پی سی قانون په منځ کښې اپوټه اويزان شول دغو اضلاع کښې د زمکو قانونی رجسټريشن او نورو ترقياتي کارونه په لسو کالو کښې هم تر سره نه شول او د دوی مثال هم د ښاپيرکو پشان شو نه ئې مارغان ځان سره شاملوي او نه ئ ځناور

اوس دغه رياست بله پاليسی روانه کړې ده چې کله د مائنز اينډ منرلز بل خبره راغله نو په هغې قامی پارټو د رد کولو لپاره هلې ځلې روانې کړې ځکه چې دې رياست د پښتنو وسائل باندې قانونی ډاکه اچوله خو د عوامی نیشنل ګوند د زيات رد عمل نه پس دغه بل خو پاس نشو خو رياست خپل دغه پلان له نوی شکل ورکول غواړي او اوس بيا يو غوغا جوړه ده هغه غوغا د 27 آئين ترميم ده
ددغې آئينی ترميم له مخې به دغه قبائلي سيمې يو ځل بيا د فيډرل حکومت لاندې راشي او د دغه منرلز اينډ مائنز بل به په بل شکل کښې پاس کړی
اوس د دغې 27 آئينی ترميم بل ډرافټ له جوړ شوے نه دے خو زه وايم که د دغې بل ډرافټ جوړولو کښې قامی ګوندونه او قامی مشران راپاڅي او چې څنګه ې ورله په منرل اينډ ماينز غلا کولو لاس ونيولو دغه شان به ې په داسې غلا هم ونيسي چې ورته آئينی لاره جوړوی دا ځکه خو مرکز په اوږده قبائيلی سيمو کښې ترهه ګرئ باندې غلی دی چې صوبای حکومت ناکامه شي او مرکز بيا دغه هرڅه قبضه کړی. صوبای حکومت خو په درېم دور کښې هم ناکامه دے نو سياسی سزا ټول پښتون قام له ولې ورکولې شی. پښتانه زوړ چل او نوے ول منلو ته تيار نه دی