رازونه او يادونه

دويمه برخه

   د ډاکټر مطيع‌ الله ناشاد، طاهر اپرېدي او بابو فضل خالق سره د داجي د دوستۍ تړون ډېر مضبوط وۀ ـ طاهر اپرېدی ئې خالص، مخلص ادبي يار وۀ، او تر مرګه د دواړو د دوستۍ رشته د اولنيو ورځو په شان تازه او د خلوص نه ډکه پاتې شوه ـ راز بابا مخکښې لاړو، او طاهر صېب ورپسې اتلس ورځې وروستو سترګې پټې کړې ـ خو طاهر صېب ته، د هغۀ د ناروغتيا له وجې، د راز بابا د مرګ خبر ور نۀ کړې شو ـ

    هم دغسې ډاکټر مطيع‌ الله ناشاد هم راز بابا ته ډېر نزدې وۀ، او راز بابا په ناشاد صېب هم ډېر ګران وۀ ـ دوستانه ئې دومره خوږه او مضبوطه وه چې يو بل سره ئې د کور تګ راتګ جوړ شوې وۀ ـ د بابو فضل خالق سره  هم داسې ژور تعلق وۀ ـ ماته اوس هم ياد دي چې کله وړومبې عالمي پښتو کانفرنس وۀ، نو مونږ به د بابو فضل خالق صېب له کوره، د ټهنډه کوئي ګېټ نه، کانفرنس هال ته ورتلو ـ د بابو فضل خالق د کور خلق به هم اکثر زمونږ کلي ته د شپې د پاره راتلل ـ

     لکي مروت، بنو او ډېره اسماعيل خان کښې ئې د ماشوموالي نه تر زلميتوب پورې وخت تېر کړې وۀ، نو تر مرګه د دغو علاقو نه ئې ځان جدا نه کړې شو ـ رحمت‌ الله درد، منتظر بېټنې، قيوم مروت او داسې نور ملګري به ئې هر وخت په ياد وو او د نن سبا ډېر کشرانو سره ئې هم تعلق لرلو ـ خو د ثنا الله شميم او یو دوؤ کسانو نه علاوه ئې څوک فاتحې له رانغلل ـ د مرګ نه څو مياشتې مخکښې ئې هم د جنوبي اضلاع سفر په خپل ګاډي کښې کړې وۀ ـ هغه ګاډې اوس هم شته، خو نه داجي شته او نه په دې ګاډي کښې بوتلو والا کشر زوې وسيم ، دواړه اوس د کلي په قبرستان کښې څنګ په څنګ پراته دي ـ

زمونږ مور به اکثره بيماره وه، او داجي به هر ځاے ته علاج له ګرځوله ـ کراچۍ، لاهور، اسلام‌ اباد او پېښور غوندې لويو ښارونو ته، او بيا هر هغه ځاے ته به ئې بوتله چې چا به د يو ډاکټر يا ډاکټرې د قابليت ستاينه کوله ـ زمونږ د مور دا ډېر ارمان وۀ چې د داجي کتابونه چاپ شي، خو د هغې خواهش تر دې حده پوره شو چې د افغانستان انقلابي حکومت د “زخمونو پسرلې” چاپ کړو ـ

د مور د علاج، ادبي سرګرمو او سفرونو له وجې داجي ته دومره پيسې نه پاتې کېدې چې خپل کتاب چاپ کړي. د حکومتِ وقت په نظر کښې به ازغی وۀ، نو د روزګار په حواله به ورته هر ځاے ستونزې وې ـ کومې پيسې چې داجي په ادبي سفرونو او د عالمي پښتو کانفرنس په منډو ترړو کښې د خپل ذاتي جيب نه لګولې وې، په هغو د هغوي ډېر کتابونه چاپ کېدے شول ـ

د داجي “ګل څانګه” نوم ډېر خوښ وۀ ـ د خپل ژوند ملګرې ته به ئې هم کله “ګل څانګه” او کله “بي‌بي سن” (بي‌بي حسن) وئيل ـ د پښتو وړومبې نامکمل فلم چې ئې وليکلو، د مرکزي کردار د نوم په مناسبت ئې نوم هم “ګل څانګه” کېښود، او د “ګل څانګې” د عنوان لاندې ئې يو سانېټ هم ليکلې دې ـ خو دا احساس ئې هم لرلو چې خپلې کورودانې له ئې هغه څۀ ونۀ کړل، د کوم ارمان چې ئې لرلو؛ ځکه خو ئې وئيلي دي:

    د داجي د رېل ګاډي سفر ډېر خوښ وۀ، خو کله ناکله به ئې د مجبورۍ له مخې د بس سفر ته هم غاړه اېښوده ـ يوه ورځ چې د کراچۍ نه راورسېد او لږ په ارام شو، نو بې‌بې ته ئې ووئيل:

“دا ځل خو عجيبه کار راسره وشو، په سندھ کښې د شپې ډاکوانو بس ودرولو او راختو سره ئې د هر مسافر جېبونه او بېګونه لټول شروع کړل ـ ما زر زر پيسې د جېب نه راويستلې او په جرابو کښې مې کېښودې ـ خو چې څنګه مې سر پورته کړو، يو ډاکو راسره خوا کښې ولاړ وۀ او خندل ئې. راته ئې ووئيل:

مونږ دا دومره غټ د خطرې کار کوو، نو دومره اودۀ خو به نه يو کنه چې د بس په دومره سوارلو نظر ونۀ ساتو!

دا ئې ووئيل او ټولې پيسې ئې رانه واخستلې ـ خو چې کوزېدل، نو دا ښېګړه ئې راسره وکړه چې هر مسافر ته ئې سل سل روپۍ ورکړې، چې خپل کار پرې وچلوي او کور ته ځان ورسوي ـ”

هغه وختونو کښې سل روپو هم ډېر زور لرلو ـ

چې کله زمونږ مور وفات شوه، نو هغه وخت مونږ ټول وروڼه بې‌ روزګاره وو ـ د داجي هم څۀ د ګټې وټې کار نۀ وۀ، او د مور د بيمارۍ په وجه لږ ډېر قرض هم ختلې وۀ ـ زۀ او ارشد بيا کراچۍ ته لاړو ـ په دې دوران کښې راز بابا په “وحدت” کښې کالمونه ليکل شروع کړل ـ

    زمونږ د کلي د سېدانو کورنۍ ظهور شاه باچا، چې راز بابا ئې خپل پير منلو، راته لږه موده مخکښې دا خبره وکړه:

“يوه ورځ مې په خېبر بازار کښې راز صېب وليد، ډېر خفه ولاړ وۀ او حيران حيران ئې کتل ـ خوا له ورغلم او تپوس مې ترې وکړو:

څۀ چل دے، راز صېب! خېر خو دې کنه؟

راته ئې ووئيل:

چې حالات خراب وي، نو بيا څۀ هم سمون نه خوري ـ د کالمونو پېسې مې تر لاسه کړې وې، خو لږ ساعت هم ايسارې نه شوې؛ چا مې جېب ووهلو ـ

ما ورته ووئيل:

پرېږده راز صېب! دا ما سره څۀ پېسې دي ،څۀ تاسو واخلئ او څۀ به زۀ ځان ته پرېږدم ـ چې کله درسره وشي، را به ئې کړئ ـ هغوي ډېر انکار وکړو، خو ما ورته جېب کښې هغه هومره پيسې کېښودې چې زما په خيال د کالمونو د معاوضې څۀ نا څۀ ازاله به ئې کوله ـ

     داجي په ۱۹۸۹ کښې روس ته تلې وۀ ـ چې راستون شو، نو رنګ ئې نور هم سورسپين شوې وۀ او لږ غټ شوې هم وۀ ـ وئيل به ئې چې هلته د مصالحو خوراک نۀ وۀ زياتره به مو وشېدلي الوګان او نورې سبزيانې خوړلې ـ داجي د بېګونو سره يوه غټه بوجۍ هم راوړې وه ـ چې لږ ارام ئې وکړو او بوجۍ ئې پرانستله، نو د ماشومانو د لوبو د څيزونو نه ډکه وه ـ مونږ خوشحال شو چې “ماموده بیا دې ومونده ” خو خوشحالي مو هغه وخت اوبو يوړه چې داجي ووئيل:

 “هر يو دې ځان له يو يو څيز خوښ کړي ـ” ځکه چې داجي د هر چا د خوشحالۍ خيال ساتلو او په مساوات ئې يقين لرلو، نو دا ئې هم ووې چې دا به په ټولو وېشم، او په ټولو کښې زما د ترۀ او تروريانو بچي هم شامل وو ـ

نور بيا

2 thoughts on “رازونه او يادونه

  1. ډېره ښه سلسله ده روانه کړې ده‌. دواړه برخې مې ولوستې، خوند مې ترې واخستو. د بلې برخې په طمع

    شاکر اورکزے

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!