رازونه او يادونه

اوله برخه

         شور او وراني به نۀ کوئ، داجي مو اودۀ دے ـ کۀ په شور مو راپاڅېدو، نو درته به بیا غصه وي. بې‌بې به راته هره ورځ هم دغه خبره کوله چې داجي به کله کور وۀ ـ خو ماشومتوب خو څۀ د بې پروايۍ او د بادشاهۍ وختونه وي په خپلو لوبو کښې به دا هر څۀ هېر شول ـ او د داجي خوب به خراب شو، نو اکثر به داجي صرف تشه غصه وکړه، او ډېر کم به ئې سپکه شان څپېړه په څټ راکړه ـ مونږ به لږ ساعت له غلې شو، يا به خفه شو، خو لږ وخت پس به هر څۀ تېر په هېر شول او بیا به خپلو لوبو شولو ـ

   ماشومتوب لاړو، وختونه تېر شول، صرف یادونه پاتې دي ـ نۀ بې‌بې شته او نۀ داجي، يواځې د تېر وختونو خاطرې دي چې د ذهن په ګوټونو کښې پراتۀ دي ـ

    د داجي دا پوخ عادت وۀ، کۀ ګرمي به وه او کۀ یخني، خو د غرمې يو يا دوه ګنټې آرام به ئې لازم کولو ـ چې ډوډۍ به ئې وخوړه، نو لس پينځلس منټه به د کور دننه انګڼ کښې ګرځېدو ـ چې د موبائل دور راغې، نو هم دغه دوران کښې به ئې ملګرو سره ګپ شپ لګولو ـ موبائل ئې ساده ساتلې وۀ، ځکه چې په ټچ موبائل ئې ځان پوهول نه غوښتل ـ

کله چې ئې د بيت‌ الله شريف زيارت وکړو او په روضهٔ رسول ﷺ ئې حاضري ولګوله، نو ږيره ئې هم وساتله ـ خو تر څو چې ئې ږيره نۀ وه، دوه درې ورځې پس به ئې حجامت ضرور کولو ـ ماته ياد نۀ شي چې راز بابا مې په داسې حالت کښې ليدلې وي چې حجامت ئې لوې شوې وۀ ـ په خپل کور کښې به ئې ډېر په نفاست سره حجامت کولو او جامه پېزار هر څۀ به ئې په دې لړ کښې برابر ساتل ـ زما په یاداشتونو کښې د هغوي د سر وېښتۀ بلکل نه راځي ـ پته نه لګي چې کله ئې د تندي نه تر کپرۍ پورې سر صفا شوې وۀ، خو د غوږونو دواړو غاړو ته، بره او شاته چې به ئې وېښتۀ اوږدو او بې‌ ترتیبه شول، نو خپل ځاے ته به ئې نائي راغوښتو ـ هغه وختونو کښې کسبګر نایان وو، خو چې کله دا کسبګر ختم شول او د نائي کار په دوکانونو کښې محدود شو، نو بیا به هم نائي ورله ځاے ته راتلو ـ

زۀ چې نن هم د خپل یاد په زور د ماشومتوب د وخت راز بابا راوسپړم، نو د داسې سړي څېره راته مخې ته شي چې د وخت د یو اوږد سفر نه راستون شوې وي؛ یو مسافر، او د مسافرت له تجربو ډکه څېره ـ سر ئې د تندي د کرښو نه تر وروستیو وېښتو پورې یو خاموش وقار لرلو ـ تندې ئې فراخه، داسې فراخ لکه د فکر د مېدان ، سترګې ئې ژورې، خو خاموشه وې، او د دې خاموشتیا نه داسې پېغام خپرېدو چې ډېر څۀ ئې لیدلي دي، خو د حېرانتیا څرک پکښې لا ژوندې وي ـ دې سترګو به ئې لوستونکو ته نه کتل؛ بلکې د ځان دننه د یو لرې خیال پسې به تللې ښکارېدې، لکه په یو مسلسل تکل کښې چې وي ـ

پوزه ئې برابره وه او بې له مبالغې ئې په مخ د اعتدال نښه لرله؛ نه اوږده، نه غټه ــــ لکه د مزاج توازن ـ د شونډو په سر تور برېت، چې یو نیم سپین وېښتۀ هم پکښې ګډ وو، د زغم او سنجیدګۍ یو زوړ روایت ښکارېدل، داسې لکه د عمر له تجربو سره چې ورو ورو پخې شوې وي ـ وېښتۀ ئې د تندي نه تر مينځ پورې کم وو، او هم دې کمي راته د فکر زياتوالې رامخکښې کولو ـ داسې به راته ښکارېده لکه د وخت هر ګذار ئې په سر منلے وۀ، خو ځان ئې ماتېدو ته نه وۀ پرېښے ـ

سحر وختي پاڅېدل ئې خوښ وو، او د سحر مونځ به ئې زيات تر کولو ـ چې کله به کلي کښې وۀ، نو هره جمعه به ئې د جمعې مونځ له ځان جومات ته رسولو ـ د ادب، صحافت او سياست په حواله لېفټسټ يادېدو، خو د کلي د جومات په وړومبي صف کښې به ئې ښي اړخ ته ناسته کوله ـ د خلقو په نظر کښې مذهبي نه، بلکې روسې مشهور وۀ، خو د هغوي خاموش طبيعت، د جنګ جګړو نه لرې اوسېدل، نېک چال چلن او خپل کار سره کار لرل ورله د هر چا په نظر کښې د عزت او احترام مقام ورکړے وۀ ـ

د کلي عام، انتهائي کمزورې او غريبو   به ئې اکثر پوښتنه کوله، او چې کله به ئې داسې څوک وليدل، نو ورسره به څۀ شېبې ودرېدو او د ضرورت مند به ئې د خپلو حالاتو مطابق څۀ نه څۀ مرسته ضرور کوله ـ ډېرو خلقو به وئيل چې دا ټول وروڼه مونږ چرته هم په غلط محفلونو کښې په ناسته، يا په کنځلو او پوچه خلۀ خوزولو نه دي ليدلي ـ داجي ما په خپل ژوند کښې صرف دوه ځله د خلقو په مخکښې په ژړا ليدلے وۀ: يو ځل چې ئې پلار وفات شو، او دوېم ځل زمونږ د مور د مړينې په موقع ـ کېدے شي چې په نورو ډېرو موقعو ئې هم ژړلي وي، خو زۀ ترې ځکه خبر نه يم چې په هغه وخت به موجود نه وم ـ

د داجي ډېر خواږۀ ملګري او پخې دوستانې وې ـ يو ځل داجي ډېر خفه وۀ او چرته د تلو تياري ئې کوله ـ بې بې راته ووې چې داجي مو کوهاټ ته روان دے، ايوب صابر صېب وفات شوے دے ـ د داجي هغه د غم ډکه څېره اوس هم کله ناکله چې زما مخې ته راشي، نو د ايوب صابر صېب سره د هغوي د مينې او دوستۍ رشته راته روښانه شي ـ

د کامرېډ نصير خيام حادثاتي مرګ هم هغوي ډېر دردولي وو ـ د نصير خيام کاکا پشان سوچه انقلابيان اوس چرته دي؟ ماته اوس هم ياد دي چې زۀ سپي خوړلې وم، نو داجي هسپتال ته بوتلم ـ د هسپتال نه چې فارغ شو، نو داجي سره يو ځاے ته لاړم (چې نوم ئې راته ياد نه دے خو کېدے شي شاهين پرنټنګ پرېس وۀ) ـ هلته د داجي نورو ملګرو سره نصير خيام کاکا هم موجود وۀ ـ چې واپس کلي ته راتلو، نو نصير خيام کاکا راله ښۀ ډېرې کېلې او سېوان واخستل ـ

   د داجي په خپلو دوستانو کښې قلندر مومند صېب سره هم ډېر ژور تعلق وۀ. د قلندر صېب خطونه دا څرګندوي چې دواړه يو بل ته څومره نزدې وو ـ زمونږ د مور په مرګ چې قلندر صېب زمونږ کلي ته راغلے وۀ، نو د داجي په مخ د هغوي په راتلو د غم اثرات څۀ حده پورې کم شول، چې دا د يو مخلص دوست د دوستۍ مضبوطيا ښائي ـ قلندر صېب چې څۀ وخت تلو، نو زۀ ئې هم خوا کښې ولاړ وم ـ پته نشته چې چا ورته ووې چې دا د راز زوے دے. قلندر صېب ډېر په مينه ځان ته جوخت کړم ـ د هغوي په لاس کښې امسا ، تورې چشمې او تور واسکټ مې اوس هم د سترګو مخې مخې ته کېږي ـ هم دغسې د اجمل خټک صېب راتګ هم په ډېرو موقعو شوے وۀ، او د هغوي مينه داجي سره دومره وه چې اکثر به ئې وئيل: “سليم راز زما بچے دے ـ” د ډي اېس پي ملک امان خان نيازبین زوي د اجمل صېب په وېنا د تحصیلدار پوسټ پرېښې وۀ ، اجمل صېب ورله اپوائنټمنټ لېټر پرزې پرزې کړې وۀ ـ او په وړومبي ځل ئې د پلار نافرماني وکړه چې هسې نه سرکاري نوکري ئې د غلامۍ په ژوند مجبوره کړي ـ او د خپل قلم د حرمت تقدس پامال کړي ـ د راز بابا په نوم د اجمل خټک صېب راغلي خطونو کښې هغوي خپل د زړۀ ډېرې خبرې او رازونه راز ته ښکاره کړې دي ـ

   د ادبي ژوند په ابتدا کښې داجي ته د اجمل خټک ، قلندر مومند او ايوب صابر پشان ادیبانو هم نشيني نصیب شوه ـ رحمت الله درد ، سعد الله جان برق او منتظر صېب ئې هم د دغه وخت ملګري وو ـ هاشم بابر سره ئې د کالج د وختو يارانه وه ـ او بیا ئې وروستو د ولي محمد طوفان صېب او سېف الرحمان سليم صېب صحبت هم نصیب شو ـ د کاکاجي صنوبر حسېن مومند ناليدلې مريد وۀ او تر مرګه ئې د هغوي د ترقي پسندۍ لار خپله کړې وه ـ

     همېش خليل صېب، برق صېب، مېجر يونس خليل ، اکرام الله ګران ، شېر شاه ترخوي ، اشرف غمګين او نور ډېر به د راز بابا په مينه زمونږ کلي ته راتلل ـ چې کله زمونږ په کلي کښې د ټېليفون اېکسچېنج جوړ شو او د هوا په چپو د خبرو لار هواره شوه، نو بیا به د ډېرو ملګرو ټیليفون راتلو ـ خو د داجي اوږد او د زړۀ ګپ شپ به د سېف‌ الرحمان سليم صېب سره وۀ ـ کۀ داجي به ډېر ستړې يا خفه هم وۀ، خو د سليم صېب خبرو اترو به تازه کړلو ـ د داجي په برکت د دې خوږ انسان سره د خبرو شرف ماته هم حاصل شوې وۀ ـ د ايوب صابر ، مطیع الله ناشاد ، قلندر مومند، سېف‌الرحمان سليم او اجمل خټک صېب جدائیو راز بابا نيمګړی کړې وۀ ـ ځکه خو به ئې وئيل چې

نور بيا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!