د کنېډا څخه د غنی خان د شاعرۍ انګريزي ژباړه – د غرونو انګازې

Echoes from the Mountains (Selected Poems of Ghani Khan)

Translated by : Dr. Khalida Nasim

In Echoes from the Mountains, Dr. Khalida Nasim brings to life the enigmatic and transcendent poetry of Ghani Khan — one of Pakistan’s most celebrated poet-philosophers. Through her sensitive and poetic translation, Dr. Nasim has accomplished the difficult task of rendering not just the words, but the spirit and soul of Ghani Khan’s verse into English. This collection is not merely a literary offering; it is a cultural bridge, spanning time, language, and consciousness.

Ghani Khan (1914–1996), often regarded as the most unique voice in Pashto literature, was far more than a poet. He was a mystic, an artist, a satirist, and above all, a thinker who refused to be boxed in by dogma or tradition. His poetry, often laced with philosophical undertones and mystical insight, reveals a man deeply attuned to nature, humanity, and the divine. Whether he speaks of love, freedom, death, or beauty, Ghani Khan’s words resonate with timeless relevance — perhaps even more so today than in his own era.

Dr. Nasim’s translation is a labor of love — a journey she herself describes as one in which “the seed of Ghani Khan’s spirit got planted into her.” This poetic inheritance is palpable in her work. Her translations manage to preserve the lyrical quality of the original Pashto while making Ghani Khan’s profound ideas accessible to a global audience. It is not just a translation; it is an echo of the original, reverberating with clarity and power across linguistic mountains.

The poems in this collection are suffused with paradox: simplicity that conceals depth, joy that hides pain, and freedom that comes with surrender. Ghani Khan’s sharp critique of class (thabqath), his reverence for the natural world, and his fierce independence of thought make him as relevant in today’s fragmented world as ever. Dr. Nasim captures these layers with a rare empathy and poetic sensibility.

What sets this volume apart is not only the quality of the translation but also its ability to introduce new readers to a voice that is both ancient and modern. Ghani Khan’s verses ask questions we are still grappling with: Who are we? What is truth? Where do beauty and meaning reside? In a world increasingly obsessed with noise, Echoes from the Mountains offers a quiet, powerful call to introspection.

Echoes from the Mountains is more than a collection of poetry — it is a philosophical companion, a spiritual whisper, and a cultural treasure. Dr. Khalida Nasim deserves high praise for ensuring that the magic and mystery of Ghani Khan’s poetry continue to inspire generations far beyond the land and language of its origin.

د غرونو انګازې ” کتاب کې، ډاکټر خالده نسیم د غني خان هغه پُراسراره او  بې مثاله يا د لوړ فکر شاعري ژوندۍ کړې ده، څوک چې د پاکستان د تر ټولو مشهور شاعر فیلسوفانو څخه ګڼل کېږي.

ډاکټر خالدې د خپلې حساسو او شاعرانه ژباړو له لارې، د غني خان یواځې کلمې نه، بلکې د هغه د شاعرۍ جذبه او روح ( اروا ) هم انګلیسي ته ژباړلې دی .

دا ټولګه يواځې یو ادبي اثر نه دی؛ بلکې یو کلتوري پل دی چې وخت، ژبه او شعور سره يوځائ کوي

غني خان (۱۹۱۴–۱۹۹۶)، چې د پښتو ادب يو بې سارې غږ ګڼل کېدو ، یواځې شاعر نه و. هغه یو صوفي، یو هنرمند، یو طنزلیکونکې، او تر ټولو پرته يو داسې مفکر وو چې د رواياتو او عقېدو د حدونو څخه باغي ؤ

د هغه شاعري د فلسفي ژوروالی او روحاني بصیرت سره ډکه ده ، چې د یو داسې وګړي څرګندونه کوي چې له فطرت، انسانیت، او د خدائ د جمال يا حسن سره ژوره اړیکه لري. هغه د مینې، ازادۍ ، مرګ یا ښکلا خبرې کوي.

د غني خان کلمې د تير وخت په نسبت د اوسني وخت سره زيات ارزښت لري 

د ډاکټر خالده ژباړه د مینې او وفا سفر دی – او هغه یې په داسې توګه څرګندوي لکه چې د غني خان اروا د هغې دننه کښت شوې وي

دا شاعرانه ذوق د هغې په ژباړو کښې ښکاره دی چې هغې د منظمومې شاعرۍ ادارک کوي او د غني خان ژور فکرونه یې د نړېوالو غوږونو ته ورسول .

دا یواځې يوه ژباړه نه ده؛ بلکې دا اصلي شاعرۍ یوه انګازه ده  چې د پاک ځواک سره د ژبو تر مېنځ له غرونه څخه تيرېږي .

د دې ټولګې شاعري  له متضادو مفکورو ډکه ده ساده لفظونه چې ژور مفاهیم پټوي، خوشحالي چې درد پټوي ، او ازادي چې تسلیمۍ سره راځي. غني خان د طبقو (طبقاتو) پر ضد تیز تنقید، د فطرت پر وړاندې درناوی، او د خپلواکه فکر ژور باور لري

دا نن هم دومره اړین دی څومره چې د هغه په خپل وخت کښې وو ډاکټر خالده دا ژوروالی د یو نادر شاعرانه درک سره څرګند کړی دی.

دا کتاب یوازې د ژباړې کیفیت له مخې نه، بلکې د دې له وجې هم بېل دی چې دا نوي لوستونکي له يو داسې غږ سره اشنا کوي، چې هم پخوانی دی او هم اوسنی.

د غني خان اشعار لا هم مونږ ته دا پوښتنې راپېدا کوي: مونږ څوک یو؟ حقیقت څه شی دی؟ ښکلا او مانا چیرې موندل کېږي؟ په داسې نړۍ کښې چې ورځ تر بلې د شور ماشور سره ډکېږي، د غرونو انګازې یو غلی خو ځواکمن غږ دی چې مونږ ځان ته متوجه کوي.

د غرونو انګازې یواځې شعري ټولګه نه ده – دا یو فلسفي ملګری، یو روحاني زوږ، او یو کلتوري خزانه ده.

ډاکټر خالده نسیم ډېره د ستاینې وړ ده چې د خپلې خاورې او ژبې نه بهر یې هم د غني خان صحرانګېزه او پر اسراره شاعري یې راتلونکو نسلونو ته هم ژوندی وساتله !

هغې وې مينه يو ګل دی
اوس تازه وي اوس فنا شي
ما وې يو ګل چې شي مړاوی
سل ګلونه ترې پيدا شي
هغې وې مينه يو خوب دی
چې ترې ويښ شي لا بلا شي
ما وې ګوره ژوندون خوب دی
چې سړی ويښ شي شيدا شي
ما وې يو ګل چې شي مړاوی
سل ګلونه ترې پيدا شي
هغې وې مينه دوزخ دی
ماشومان پکې جليا شي
ما وې ښه دی، دوزخ ښه دی
له ګناه وجود صفا شي
ما وې يو ګل چې شي مړاوی
سل ګلونه ترې پيدا شي
هغې وې مينه تياره ده
پکې ځان ورک شي تالا شي
ما وې ښه ده، تياره ښه ده
پکې پټه سخا دنيا شي
ما وې يو ګل چې شي مړاوی
سل ګلونه ترې پيدا شي
هغې وې خوږه دلبره
کاشکي ستا عقل زما شي
غني وې ماشومه ګله
ستا د سره دې فدا شي
ما وې يو ګل چې شي مړاوی
سل ګلونه ترې پيدا شي

3 thoughts on “د کنېډا څخه د غنی خان د شاعرۍ انګريزي ژباړه – د غرونو انګازې

  1. زہ ویم چہ زما پہ شان د ڈیرو خلقو بہ دا یوہ غوختنہ وہ او یو ارمان و چہ دویئ پورہ کڑہ۔ دا سہ آسان کار بہ نہ و۔ ڈیرہ ڈیرہ شتائنہ۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!