د پښتنو سیاسي مسئله او ممکن حل

يولسمه برخه

د میر اکبر خېبر د مرګ دعوه په سردار داؤد شوې وه ـ میراکبر د افغانستان د کمیونېسټو مشرانو استاذ و، د هغه فکر که هرڅومره مارکسېسټ و خو د هغه نه چاپېر څادر د درنو پښتنو ؤـ هغه چا مړ کړو او د هغه کونډې او بچۍ سره څه وشو؟ دا یو بیل دردناک داستان دی خو د پاکستان قامدوسته سیاست ته راځو چې هغه کوم خوا ورسېد؟



پاکستان جوړ شو او باچاخان د پښتنو سره سره، پاکستانی سیاست هم شورو کړوـ باچا خان بابا مارچ 1948 کښې جي اېم سید، عبدالصمدخان اچکزي، هشام الدین او عبدالحمید سیندهي سره پيپلز پارټي جوړه کړه او باچاخان ئې مشر شوـ او دا ئې ووئيل چې خدائي خدمتګار به د پيپلز پارټۍ رضاکاره ډله وي ـ جي اېم سید خپله سوانح عمرۍ کښې د دې پارټۍ پحقله لیکي چې دا هغه (جي اېم سید)، باچاخان او شاه نواز بهټو (د ذولفقارعلي بهټو پلار) جوړه کړې وه  خو دا ډله بیا ونه چلېده ـ  1956 کښې باچا خان د ون یونټ خلاف په دې منطق راپاسېد چې د صوبې هغه لږ ډېر اختیار هم د ون یونټ د سوبه مرکز ته لاړـ خو عجیبه خبره دا وه چې د ون یونټ نتیجه کښې د جوړې صوبې (مغربي پاکستان) مشر وزیر د باچاخان بابا سکه ورور ډاکټرخان صېب وـ او د صوبه سرحد، پنجاب، بلوچستان او سندهـ نه د یوې صوبې جوړولو د پاره د ټولو نه زیات کوشیشونه ریپبلېکن پارټۍ کړي وو چې هم د دې غرض (ون یونټ) د پاره جوړه شوې وه او د دې نه نوره عجیبه خبره دا وه چې د ریپبلېکن پارټۍ صدر هم ډاکټرخان صېب وـ نو دلته یو بل اړخ ته خیال ځي چې پښتنو کښې دومره اهلیت و چې د څلورو واړو صوبو اختیار ئې اغستی شو نو ځان ئې ولې یو صوبې ته راټولوو ـ که نه دلته یو ورور بل ته اپوټه شوی ؤ؟

باچاخان 1957 کښې پاکستان نېشنل پارټۍ کښې شامل شو چې د حزب اختلاف د شپږو پارټو د ضم کېدو نه جوړه شوې وه ـ په 7 جولائي 1957 د ډاکټرخان صېب سرکار ختم کړی شوـ او هم په دغه میاشت کښې باچاخان د بنګال مولانا بهاشاني، د سندهـ جې اېم سید او افتخارالدین سره شریکه نېشنل عوامي پارټي جوړه کړه او په 1958 کښې باچاخان د ون یونټ خلاف د پښتون او ون یونټ په نوم پمفلټ جاري کړوـ په 31 اګست 1965، باچاخان د پښتونستان د ورځې نمانځلو دستوره کښې شریک شو چې د برطانیې نه کابل ته راغلی ؤ او بیا هندوستان ته لاړـ د اته کاله جلاوطنۍ نه پس، باچاخان بابا پسې د عبدلولي خان، اجمل خټک، مولانا ګل بادشاه،افضل خان لالا او مولانا عبدالباري جرګه لاړه او پاکستان ته ئې بیا 1972  کښې راوستوـ 1978 کښې باچا خان د خپلې سوانح عمرۍ لیکلو د پاره بیا افغانستان ته لاړـ د 1980 نه پس باچاخان باندې ناروغۍ شورو شوې ـ 1982  کښې بیا پاکستان ته راغی او 1983 کښې ئې د کالاباغ ډېم د جوړولو خلاف مزاحمتي خوځښت شورو کړوـ د دې نه پس به باچاخان کله هندوستان کښې ؤ، کله به کابل کښې ؤ او کله پاکستان کښې ؤ خو اخري تقریر ئې1987کښې راجوړ پښتو نړیوال کانفرنس کښې وکړوـ بیا باچاخان بابا ناجوړه شو او د ډېرو اوږدو بې هوشو او تکلیفونو نه پس د جنورۍ په شلمه  1988 کښې د دې فاني جهانه لاړـ الله پاک دې ورله جنتونه نصیب کړي ـ آمین


د پښتنو په کومو کومو سیمو کښې چې د خدائي خدمتګارو زور ؤ نو هلته سیاسي شعور د نورو سیمو برعکس زیات ؤ او اوس هم زیات دی ـ باچاخان بابا مدام د اصلاح کوشیشونه کول او د تشدد نه ئې پښتانه ساتل ـ هغه کامیاب شو که ناکام؟ د دې جواب زمونږ نننۍ پښتنه ټولنه ده ـ د ترنګزو حاجي صېب او باچاخان بابا چې کومې اسلامي مدرسې جوړې کړې هغه څو وې او څومره خلقو له ئې تعلیم ورکړو، دا سوال یو خواته کړئ خو دې مدرسو انګرېز ته دا چل وښود چې که سرکاري سکولونو کښې دنیاوي علمونو سره سره اسلامي علوم ښوولی شي نو پښتانه به انګرېزي تعلیم حرام نه ګڼي او خپل بچي به دې ادارو ته رالېږي او دا رنګ پښتنو ته ئې د سرکاري سکولونو تعلیم حلال کړوـ باچاخان بابا سره ډېرې داسې قیصې شوې وې چې هغه ئې بې باوره کړی ؤ او لکه د مار خوړلي به د پړي نه ویرېدوـ هغه د اقتدار نه کرکه کوله او د معاشرې اصلاح ئې خپل مرام ګڼلو خو چې اقتدار نه وي نو نه قامي کارونه کېږي او نه د مشرانو د دیانتدارۍ تول کېدېشي ـ یا به دا ووایو چې هغه یو اصلاح کوونکی ؤ او مقابله ئې داسې سیاستدانانو سره وه چې هغوي د خپلو سیاسي مقصدونو ترلاسه کولو د پاره هرڅهء کول او دی لکه د ساده پښتنو د فطري انصاف په طمع ناست ؤـ او چې کله پوهه شو نو اوبه د ورخه تېرې وې ـ که نه، د ده زړه او ذهن کښې د پښتنو د پاره یو ازاد پښتونستان پروت  و او زمانه داسې بدله شوې وه چې د پښتونستان نوم اغستل هم د زمانې عظیم جرم ؤ؟ او باچاخان بیا په مات زړه پښتنو ته د اتفاق بلنې ورکولې او که ريشتیا ئې وئیل نو رنګارنګ تورونه پرې لګېدل ـ دا بحث به اخر ته راټولوو

د باچاخان سیاسي وارث عبدلولي خان ؤ چې د هند د وېش نه مخکښې انډین نېشنل کانګرېس کښې ؤـ د 1957 نه تر 1968 پورې، عبدلولي خان نېشنل عوامي پارټۍ کښې ؤ چې وروستو بهاشاني سره د اختلاف د سوبه نېشنل عوامي پارټي (ولي) شوه او بیا په دې پارټۍ د بندېز نه پس ئې عوامي نېشنل پارټي جوړه کړه او د هغې مشر شوـ د عبدلولي خان سیاسي مخالف قیوم خان ؤ چې یو وخت کښې د باچاخان کلک ملګری وـ قیوم خان د لندن سکول آف اکنامکس سندیافته و او ډېر لوې قانوندان و

(نور بیا)

error: Content is protected !!