پروفېسر ډاکټر اقبال ياسين يوسفزی
اتمه برخه
چې کله خدائي خدمتګار په دې یقیني شول چې هندوستان خامخا تقسیميږي او مسلم لیګو سره د هغوي سمون نه شي راتلی، افغانستان سره د یوځای کېدو عوامي سوچ او لار دواړه نیشته او د کانګرس مرکزي پالیسو سره که د ليډرانو اتفاق شته خو عام پښتانهء دا نهء غواړي نو داسې حال کښې هغوي سره یواځينۍ لار د ازاد پښتونستان پاتې وه ـ د دې سوبه په یويشتم جون ۱۹۴۷، یعنې د هند د تقسیم نه څه کم دوه میاشتې مخکښې د ازاد پښتونستان قرارداد بنو کښې پاس کړی شو چې داسې وـ
پښتنو د خپل ازاد حکومت فیصله وکړه
په يويشتم جون1947 يعنی د هندوستان د تقسيم نه څه کم دوه مياشتې مخکښې د آزاد پښتونستان قرار داد بنو کښې پاس کړی شو |

پښتانه نه هندوستان غواړي نه پاکستان
د صوبې د جرګې، د اسمبلۍ د ممبرانو، د خدائي خدمتګارو افسرانو او د ځلمي پښتون د جرګې یو شریک اجلاس په یويشتم جون ۱۹۴۷ په بنو کښې د خان امیر محمد خان د صدارت لاندې وشوـ دې اجلاس په اتفاق سره دا فیصله وکړه چې دې ملک کښې دې د پښتنو یو ازاد ریاست جوړ شي چې د هغې د آئین بنیاد به په اسلامي اصولو جمهوریت مساوات او اولسي انصاف باندې کېښودی شي ـ دا اجلاس هر پښتون ته اپيل کوي چې د دې مقصد دپاره په یو مرکز باندې راغونډ شئ ـ او بې د پښتون نه دې د بل چا اقتدار ته سر ټيټ نه کړي ـ
*له طرفه د صوبه سرحد د لوئې جرګې نه *
خدائي خدمتګار دې وخت کښې بد بد ګېر ووـ اولف کېرو د صوبه سرحد ګورنر و او مسلم لیګ د کانګرس حکومت خلاف خوځښت شورو کړو چې سرکار دې بیا ووټونه وکړي ځکه چې د پاکستان خوځښت د سوبه خلق د کانګرس سره نه دي پاتې ـ کانګرس سرکار د دوي ګرفتارۍ شورو کړې او زور زبردستي ئې کوله چې ګورنر پرې خفه وـ د کانګرس دا خیال و چې د دې ټولې لوبې په شا انګرېز دی چې تقسیم یقیني کول غواړي ـ داسې ښکاري چې انګرېز صرف د کانګرس او مسلم لیګ خبرې له وزن ورکولو او د درېمې ډلې یعنې د خدائي خدمتګارو خبرې له وزن ورکول ورته د مسئلې زیاتېدل ښکارېدل ـ ماؤنټ بېټن د خلقو د مسئلو په ځای د ځان اوزګارولو له ترجیح ورکوله ـ

ګاندهي او جناح صېب تقسیم کښې خپله خپله برخه یقیني کړې وه او د پاتې صوبو د رالاندې کولو د پاره دواړو زور لګولی وـ نهرو او جناح صېب د پښتنو سیمو او د قبائیلي علاقو چکرې شورو کړې وي ـ جناح صېب باچا خان ته بیا بیا وئیل چې د پاکستان مرسته وکړي خو بابا نهء منله ـ نهرو ماؤنټ بېټن ته ولیکل چې ریفرنډم دې په پښتونستان وشي چې خلق ئې غواړي او که نه؟ خو ښکاري داسې چې یا د چا په وېنا او یا پخپله خو ماؤنټ بېټن د پاکستان او هندوستان نه سېوا بل هیڅ نهء منل؟ په ۲۴ جون ۱۹۴۷ باچاخان جلسه کښې ووئیل چې هغه د پښتنو د ازادۍ نه علاوه بله خبره نهء مني ـ جناح پښتنو له د هرې مرستې باورونه ورکول خو چې د ازادۍ په ځای د پاکستان مرسته وکړي ـ
په 24جون1947 باچاخان جلسه کښې ووئيل، چې هغه د پښتنو د ازادئ نه علاوه بله خبره نه مني جناح پښتنو له د هرې مرستې باورونه ورکول خو چې د ازادئ په ځاې د پاکستان مرسته وکړی |
لنډه دا چې ۱۹۴۷ کښې کانګرس ته صوبه سرحد کښې د ریفرنډم کار وسپارلی شو چې باچاخان ترې په دې بائیکاټ وکړو چې د پښتونستان خبره پکښې نهء وه ـ عجیبه خبره دا وه چې ریفرنډم کانګرس کوي او صوبه کښې سرکار د کانګرس دی او مشر وزیر د خدائي خدمتګارو په ووټ راغلی دی او پښتونستان ترې اېستلی شوی دی چې د خدائي خدمتګارو یواځینۍ غوښتنه ده ـ جولائي ۱۹۴۷ کښې په صوبه سرحد کښې ټولپوښتنه (ریفرنډم) وشوه خو مشران وائي چې مسلم لیګ د خلقو ذهنونه داسې جوړ کړل لکه چې د عامو خلقو نه د هندوستان، پاکستان په ځای دا تپوس شوی وي چې هغوي د خدای کلیمې له ووټ ورکوي او کهء د ګاندهي سرخې له؟ـ نو په داسې حال کښې یو مسلمان پښتون سره کومه لار وه؟ خو سرکار د کانګرس و او کانګرس د خدائي خدمتګارو په ووټ سرکار جوړ کړی و نو پښتونستان ترې چا وېستهء؟ د خدائي خدمتګارو مطالبه خو دا وه چې ټولپوښتنه دې په دې وشي چې پښتانهء هندوستان سره یوځای کېدل غواړي، پاکستان سره یوځای کېدل غواړي او که ازاد پښتونستان غواړي؟ چې د ازادۍ خبره ترې لاړه او سادوو پښتنو ته کلیمه مخې ته کړی شوه نو خدائي خدمتګار د نتیجې نه خبر شؤ او بائیکاټ ئې وکړوـ او د دغې ټولپوښتنې قیصې چې د مشرانو نه اوروو نو دا جمهوریت سره یو تاریخي ټوقه وه ـ بلخوا د افغانستان غوښتنه دا وه چې دې ټولپوښتنه کښې افغانستان سره د یوځای کېدو سوال هم پکار و ځکه چې د ډیلي نه مخکښې دا سیمې افغانستان سره وې ـ بله دا چې دغه وخت د صوبې ابادي څلوېښت لکهه وه خو د ووټ حقدار 572,798 وو چې 289,244 کسانو ووټ واچو او د 2,874 نه علاوه ټول ووټونه د پاکستان حق کښې وو ځکه چې د خدائي خدمتګارو بائیکاټ وـ د یو بلې تاریخي وسیلې تر مخه، ټول اچولي شوي ووټونه 292,118 وو او 286,370 د پاکستان حق کښې ووـ عجیبه خبره دا وه چې صوبه کښې د چا په ووټ سرکار جوړ و، هغوي د ریفرنډم اختیارمند وو او هم هغوي د خپل ریفرنډم نه بائیکاټ وکړو، دا کوم منطق و؟ مطلب دا دی چې کانګرس له ئې تش د ماتختۍ اختیار ورکړی و او اصلي اختیارمند انګرېز و؟
د ریفرنډم نه پس د جناح صېب او انګرېز ویره دا وه چې صوبه کښې سرکار د کانګرس و او مشر وزیر ډاکټر خان صېب و (د باچاخان ورور) او هسې نه دی د ازاد پښتونستان اعلان وکړي او د دې سوبه ئې دا جمهوري سرکار ختمول غوښتل خو بعضې انګرېزانو د عوامو د ردعمل د ویرې دا اجازت نهء ورکولوـ د حېرانتیا خبره دا ده چې یو ورور (ډاکټرخان) د خدائي خدمتګارو په ووټ سرکار لري او خدائي خدمتګار ازاد پښتونستان غواړي او دا د منتخب نمائندګانو جمهوري حق هم وـ په یو خوځښت کښې موجود دوه وروڼه سره د خپل سرکاره د ازادۍ اعلان نشي کولی؟
(نور بیا)