د پښتنو سیاسي مسئله او ممکن حل

اومه برخه

د 1937 ووټونه د خدائي خدمتګارو په مرسته کانګرس وګټل او د باچاخان مشر ورور ډاکټر خان صېب

کله چې کانګرس تقسيم ته غاړه کېښوده نو باچاخان ورته ووئيل چې مونږه مو لېوانو ته وغورزولو او داټپه ې د خپل ژوند او جدوجهد کتاب اخر کښې ليکلې ده
د زړه په باغ مې ږلئ وشوه
بويه چې بيا سپرلے راځی سپړی ګلونه

د صوبې مشر وزیر شوـ کهء باچاخان به صوبه بدر و نو هم ډاکټرخان صېب به د پارټۍ مشر وـ وئیلی شي چې د انګرېز ظلم دا غېرسیاسي خوځښت سیاسي کړوخو دغه زمانه کښې، هر الېکشن د کانګرس په نوم شوی دی ـ کېدېشي په خدائي خدمتګار خوځښت بندېزونه وو او باچاخان د دې سوبه تر  1947

 پورې هم کانګرس کښې وـ 1946 کښې باچاخان د هند د مرکزي اسمبلۍ ممبر شوـ د 1946 ووټونه هم کانګرس د خدائي خدمتګارو په مرسته وګټل او دا ځل بیا ډاکټر خان صېب مشر وزیر شوـ د دې مطلب دا ښکاري چې خدائي خدمتګارو کښې د سرکار چلولو د پاره بل کس نهء وـ دې ورځو کښې د هندوستان د تقسیم خبرې شورو شوې ـ د انګرېز نه مخکښې په هندوستان د مسلمانانو راج وـ کانګرس تقسیم ته غاړه نه کېښوده ـ د هندوانو د اکثریت او جمهوریت تقاضه دا وه چې د ازادۍ نه پس حکومت د هندوانو

 وي ـ د مسلمانانو او اقلیتونو د ویرې لرې کولو د پاره، کانګرس دا وړانديز وکړو چې د ازادۍ نه پس به د هندوستان اسمبلۍ کښې 45٪ ممبران د هندوانو وي،45٪ به د مسلمانانو وي او 10٪ به د اقلیتونو ئي او ټول پرې رضا وو خو د سردار پټېل او ملګرو خبرو جناح صېب د هغوي په ارادو شکي کړو او د تقسیم خبره باندې کلک شوـ خدائي خدمتګار  کانګرس سره کلک ولاړ وو او د تقسیم سخت خلاف ووـ بلخوا انګرېز د تقسیم حق کښې و ځکه چې قامونه څومره وېشلی وي نو دومره ئې خپل منځي مخالفتونو زیاتېږي او د غاصبانو مقصدونه په اسانه پوره کېږي ـ کله چې کانګرس تقسیم ته غاړه کېښوده نو باچاخان ورته ووئیل چې مونږه مو لېوانو ته وغورځولؤـ او دا ټپه ئې د خپل ژوند او جدوجهد کتاب اخر کښې لیکلې ده چې

د زړه په باغ مې ږلۍ وشوه            
بویه چې بیا سپرلي راځي سپړي ګلونه

دا د باچاخان د مایوسۍ انتها وه او دا ټپه هر پښتون ژړوي خو چې دغه کتاب پوره ولولي ـ د هغه یقین نه راتلو چې کانګرس به هغه داسې نیمګړی نیمه خوا پرېدي ـ خو کانګرس هم د هندوستان ازادي نه شوه قربانولی او د اندراګاندهي او نورو لیډرانو خبرې وروستو راوتې چې هغوي باچاخان سره داسې هیڅ تړه نه وه کړې چې بابا پرې د کانګرس نه ګیله مند شي ـ خو د دې بې وفائۍ باوجود باچاخان د ګاندهي کورنۍ سره دوستي پرېښې نه وه ـ د باچاخان د ملګرو په خیال هغه خپل وس وکړو خو ناکامه شوـ تنقید کوونکي وئي چې تر دغه ورځې د باچاخان کشتۍ د کانګرس جهاز پورې تړلې وه او جهاز ترې په بله لاړ او باچاخان سره د پښتنو د سمندر منځ کښې پاتې شوـ د هندوستان د خاورې دوه دعوېدار وو، یو ګاندهي و او بل جناح ـ باچاخان ئې د مينځه وېستوـ د ډيلي تخت سره تړلي پښتانه ډېر بې ځایه پاتې شول د افغانستانه انګرېز جدا کړي وو او اوس د هندوستان او پاکستان منځ کښې زنګېدل ـ دې حالاتو کښې د ازاد پښتونستان خبره شورو شوه ـ

د دې نه مخکښې، په وړومبي ځل د پښتونخوا نامه احمدشاه بابا دوه سوه کاله اګاهو (1747-1773)، یو شعر کښې یاده کړې وه

د ډیلي تخت هېرومه چې رایاد کړم 
زه د خپلې پښتونخوا د غرو سرونه


دپښتنو علاقو د یو کولو په حقله دوېمه حواله د عبدالقیوم خان کتاب *ګول ډ اېنډ ګنز آن پټهان فرنټيئر* (1945) کښې موندی شي ـ هغه لیکي چې 

 * پښتانه د افغانستان په ازاده باچائۍ کښې خپلو عزیزانو سره ډېره مینه لري ـ که یوخوا دوي د افغانانو په ازادۍ کښې د هیچا لاس وهنه بده ګڼي او په عملي توګه ئې مخ نیوی کوي نو بلخوا د افغانانو په باچائۍ کښې ضم کېدل هم نه غواړي ـ د سرحد پښتانه عملي خلق دی ـ پښتانه د هندوستان د نورو برخو د خلقو(چا چې د انګرېزي تعلیم ګولۍ خوړلې دي) برعکس، معاملو ته په ډېر حقیقت پسندانه نظر ګوري ـ د مسلم لیګ د ټولې ډنډورې باوجود، پښتانه پوهه دي چې د هغوي د ازادۍ مسئله د هندوستان د ازادۍ د لوئې مسئلې یوه برخه ده ـ د هندوستان د نورو برخو د مسلمانانو برعکس، پښتون ځان د هندو د بالادستۍ ویرې ته نهء دی پرېښی ـ کهء هغه د سرونو په شمار هرڅومره ډېر وي، خو د هندوستان د ابادۍ د یوې ډلې نه د خپل تحفظ ضمانت ته اړتیا، د پښتون خیال کښې هم نهء شي راتللی بلکه د خپل غېرت سپکاوی ئې ګڼي ـ د دې نه زیات، دی د ازادۍ د ګټلو او د هغې د ساتلو د پاره په خپلو مټو باور لري ـ

پښتنو په چا هم د سورلئ ارمان نشته خو دې هم داسې کلک ولاړ دی چې د هيچا د لاسه هېڅ قسمه حکمونو او ناانصافو ته سر نه ټيټوی

مونږ به د چا د ضمانته بغېر د خپلې ازادۍ د پاره جنګېږؤـ په پردو ضمانتونو باور کول کمعقلي ده ـ مونږ له خامخا د خپل سیاسي سبا د ټاکلو حق او ازادي پکار ده ـ د هندوستان نورو قومیتونو سره یوځای به مونږ یو ازاده خپلواکه ټوټه یؤ او د وطن د لوئې ښېګړې او شریکو مرامونو لپاره به د خپلې خپلواکۍ څهء برخه پخپله خوښه ورکوؤ او خپل هاغه حق به په ځای ساتؤ چې کله هم غواړؤ نو د هندوستان د وفاق نه به بیلېدلی شؤـ دې کښې به زمونږ فائده وي ځکه چې په خپله خوښه د هندوستان وفاق سره شریکت به مونږ له سمندر ته لاره راکړي، مونږ به هاغه ګټې ترلاسه کوؤ کومې چې یو لوئې مخ په وړاندې روان ملک خپلو غړو له ورکولی شي لکه تعلیم، غوره رابطې، صنعتکاري، سائنسي زراعت، زمونږ د نسلي قابلیت د ښکاره کولو موقعه، د ژوند د تېرولو غوره معیار او د خپلې خوښې یو ازاد او روان سرکارـ  د پښتنو په چا هم د سورلۍ ارمان نیشته خو دې هم داسې کلک ولاړ دي چې د هیچا د لاسه هیڅ قسمه حکمونو او ناانصافو ته سر نه ټيټوي ـ

(نور بیا)

error: Content is protected !!