د پښتنو سیاسي مسئله او ممکن حل

شپږمه برخه

باچا خان د انګرېز خلاف د عدم تشدد لار غوره کړه او دغه لار د ګاندهي هم وه ـ د بدهـ مت د پېروکارو د پاره دا لار ناشنا نهء وه خو پښتنو ته دا کار ډېر ګران وـ خو د باچاخان او ملګرو ئې دا ډېره

عدم تشدد او بائيکاټ خو ډېرو مهزبو ټولنو کښې په مخ سپېړه ګڼلی شی خو چې کله اختيار د داسې ظالمانو لاس کښې وی چې يو قائده او قانون نه منی په داسې حال کښې به قامونو سره کومه لاره وي؟؟؟

 لویه کارنامه وه چې قام ئې په یو داسې لار روان کړو چې د قام د فطرت خلاف وه ـ منطق ئې دا و چې د انګرېز زور ډېر زیات دی او د جنګ لار کښې د پښتنو مرګ دی ـ انګرېز د خلقو د وژلو بانې لټوي

او دې مشرانو خلق پوهه کول چې داسې بانې په لاس مهء ورکوئ ـ بلخوا انګرېز د پښتون د ټوپک نه یا ویرېدو او یا ئې نړۍ ته تاثر ورکولو چې پښتون یو فطرتي جنګجو دی ـ نښه ترې نه خطا کېږي، پښتون ټوپک خپل کالی ګڼي ـ که دوه نیم لکهه ځوانان په قبائیلي سیمو کښې اوسي دا عام خلق مه ګڼئ دا د دوه نیمو لکهو عسکرو لښکر دی ـ د ترنګزو حاجي صېب، اېپي فقیر، د جندول عمراخان او نورو ډېرو پښتنو هم دغه زمانه کښې هم دغه انګرېز سره په ټوپک مقابله کوله ـ خو لږ سوچ پکار دی ـ هغه زمانه کښې د درېوال او انګرېزي ټوپک مقابله وه او اکثرو پښتنو سره درېوال ټوپک هم نه ؤ ـ که مونږ نن وګورو چې چا سره ټېکنالوجي نیشته نو د غلامۍ ژوند تېروي ـ بې د څه شکه، هغه وخت، هم مشرانو په ټوپک مقابله کړې وه او انګرېز ئې تنګ کړی ؤ او تېر څلوېښت پنځوس کاله افغانستان هم د روس او امریکې خلاف په ټوپک جنګونه وکړل خو نقصان ته هم کتل پکار دي ـ که ستا زر سرونه ځي او د ټکنالوجۍ خاوند باندې تود باد هم نه لګي نو ولې د داسې جنګ نه قام بچ کول او د مزاحمت نورې لارې

دلته دا نکته مهمه ده چې دغه وخت خلقو د انګرېز نه غلامی غوښتله،د هندوستان د تقسيم يا د پاکستان د جوړېدو هېڅ سوچ نه ؤ خو بيا هم جناح صېب 1936کښې دې صوبې ته د مسلم ليګ جوړولو په نيت راغی

لټول عقلمندي نه ده؟ بله خبره دا ده چې نن پښتنو سره د 1930 مقابله کښې وسله ډېره ده خو که نن دغه رنګ حالات جوړ شي نو مونږ یو منظم لښکر ته ودرېدی شو؟ د هرچا خپله خپله رائې وي او اتفاق او اختلاف د هرچا حق دی ـ بله دا چې عدم تشدد او سوشل بائیکاټ خو ډېرو مهذبو ټولنو کښې په مخ سپېړه ګڼلی شي خو چې کله اختیار د داسې ظالمانو لاس کښې وي چې یو قائده او قانون نهء مني، په داسې حال کښې به قامونو سره کومه لار وي؟  ځکه چې یو قام سره د امن لارې ختمې شي او حق نه شي موندی نو بیا پاتې د زور لار وي او دغه افراتفرۍ سېول وار طرف ته ځي او قامونه او وطنونه تباه کوي ـ روس کهء هرڅومره سختې پاليسۍ لرلې خو چې د قامونو په نیت پوهه شو (کهء بهرنی سازش و او کهء د ریاست ناکامي) نو ډېر په قلاره قلارۍ ئې قامونو له ازادۍ ورکړې او ځان او نور ئې د ډېرې لویې خانه جنګۍ نه بچ کړل او دا د ډېر لوې تدبر او کمال درجې عقلمند خلق کولی شي ـ ځکه چې زورور منطق نهء مني نو تشدد راځي او تاریخ ګواه دی چې د ټولو شخصي، قامي او نړیوالو شرونو فسادونو سوب د منطق نه د اختیارمنو انکار دی  ـ

د عدم تشدد په لار چې دغه زمانه کښې کوم مزاحمت شورو شو په هغې کښې ټېکس او مالیې نه ورکول، د سرکاري دفترو مخې ته احتجاجي ناستې، د بهرنو څیزونو بائیکاټ، سرکار سره مرسته نه کول، د عدالتونو په ځای د کلي په جرګو فېصلې کول، سرکاري خلق د ټولنې نه ډډې ته کول او جلسې جلوسونه ـ لنډو ټکو کښې د دې مطلب خودکفالت او د انګرېز سرکار بې معنې کول ووـ

د دا رنګه مزاحمت نه چې انګرېز تنګ شو نو  اپرېل 1930 کښې ئې ناجائزه خلق ونیول ـ د ګرفتارو خلاف چې خلق راوتل او انګرېز نور خلق ونیول نو خلق د پېښور جېل نه چاپېر شول ـ چې څومره تشدد

زیاتېدو نو هومره خلق زیاتېدل او اخر کښې انګرېز په قیصه خوانۍ بازار ګولۍ وورولې او تاریخ لیکي چې دوه سوه نامعلومه خلق ووژلی شول ـ د یو قام د ازادۍ شهیدان چې نامعلومه کېږي د داسې قام انجام تباهي وي ـ دې پسې په خدائي خدمتګار خوځښت بندېز ولګېد خو انګرېزان د ویرې د پېښور نه لږ ډډې ته شول ـ په 30 مئي 1930، ټکر کښې په یو غلط حرکت یو انګرېز افسر ووژلی شو نو انګرېز په ټکر حمله وکړه او ګنړ شمېر خلق ئې ووژل ـ تر ننه دا سندره خلق یادوي ـ       

په ټکر جنګ دی ګولۍ ورېږي        ونې پاڼې رېژوینه

دې پسې، اګست 1930 کښې د سپين تنګي ظلم وشو چې انګرېز سرکار 80 خلق ووژل او په درنګو ټپیان شول ـ باچاخان ونيوی شو، په خدائي خدمتګار خوځښت بیا بندېز ولګېد او د انګرېز ظلم دومره زیات شو چې د ګانګرس په وېنا شورو شوی د نافرمانۍ دا خوځښت ورو ورو غلی شوـ دا هغه زمانه وه چې درانه درانه پښتانه مشران ئې شرمول، ټکول او ان چې کلي ئې ورله ورانول ـ د صوابۍ زوار بابا، افریدی بابا، عبدالعزیزخان بابا، فردوس خان بابا، محمدعمر بابا او داسې بلها مشرانو سره هغه سلوک وشو چې تش هغه څوک ئې زغملی شي چې سوګندي خدائي خدمتګار ئي ـ د خلقو جائیدادونه ضبط شول ـ 1932 کښې انګرېز دې صوبې ته د نور هندوستان غوندې کتل شورو کړل ـ

دلته دا نکته مهمه ده چې دغه وخت خلقو د انګرېزه ازادي غوښتله او د هندوستان د تقسیم یا د پاکستان د جوړېدو هیڅ قسمه سوچ نهء وـ  خو بیا هم، جناح صېب 1936 کښې دې صوبې ته د مسلم لیګ جوړولو په نیت راغی ـ دا خبره د سوچ ده، دلته د خدائي خدمتګارو زور و او د نهرو هرکلی هم په تورو جهنډو شوی و چې وجه ئې د کانګرس د مرکزي پالیسو نه کرکه هم یادېږي او د مسلم لیګو سازش هم ـ جناح صېب او نورو مسلم لیګو ډېر کوشیش وکړو خو ووټ چا نه ورکولوـ

(نور بیا)

error: Content is protected !!