د پښتنو سیاسي مسئله او ممکن حل

پنځمه برخه

اوښیار قامونه د تاریخ نه ذدهکړه کوي او تاریخ ګواه دی چې خلق او ریاستونه په سوال ډوډۍ او دارو درملو له خېرات ورکوي، خو ازادۍ او حقونه خېراتي نه ورکوي ـ دا د زمونږ د پښتنو کمزوري وه  د امیر عبدالرحمان خو انګرېز 1901 کښې پښتونخوا د ډیورنډ په کرخه د افغانستان نه بیله کړه او بلخوا

چې انګريز کوم سياسی اصلاحات هندوستان له ورکول، هغه ې مونږ له نه راکول.ځکه چې پښتنو سره د انګريز رويه استعماری وه.او دا ځکه چې واحد پښتانه وو چې برملا ې غلامی نه منله

ئې د پنجاب نه بیله کړه ـ انګرېز دې صوبه کښې خپل مضبوط راج غوښتو چې روس ته یو مضبوطه

پوله جوړه کړي ـ د دې د پاره انګرېز زور، سیاست او پېسه ټول ازمائیلي وو خو چې مونږ غلامان نه شو نوبیا ئې ظلمونه راواغستل او ظلم له د جواز پېدا کولو د پاره ئې پښتانه په وحشیانو مشهور کړل ـ ډېرو سادګانو پښتنو به په داسې لقبونو فخر هم کاوه ـ اوس هم بعضې پښتانه وائي چې زه د لېوه ځوی یم، زما تره یا پلار د لېوه ځوی دی چې وقهرېږي نو بیا په هيڅ کار نه لري ـ د چا برېتو کښې د زمري وېښته دی ـ خېر اوس د دروغو او بې ایمانۍ نه بغېر د ټولو مرضونو علاج شته خو د دې بیلون بله وجه دا وه چې انګرېز کوم سیاسي اصلاحات هندوستان له ورکول هغه ئې مونږ له نه راکول ځکه چې پښتنو سره د انګرېز رویه استعماري وه او دا ځکه چې واحد پښتانه وو چې په برملا ئې غلامي نه منله ـ وسله بندو ډلو او عن چې یو په یو به هم یو پښتون د انګرېز ظلم ولید نو ځان به ئې پرې مړ کړو خو د نن برعکس به په ظلم نه غلی کېدو او دا د پښتنې معاشرې صفت وـ

د 1935 د اېکټ نه مخکښې، دې سیمه کښې د خدائي خدمتګار خوځښت نه علاوه بله سیاسي ډله نه وه ـ د خدائي خدمتګارو مشر د هشنغر عبدالغفار خان (باچاخان بابا) وـ باچا خان د پېښور میونسیپل بورډ هائي سکول او اېډورډ مشن هائي سکول کښې سبق وئیلی و او اسلامیه هائي سکول علي ګړهـ ته هم تللی وـ 1913  کښې د مسلم لیګ یو اجلاس له آګرې ته هم تللی و او په  1914 کښې د مولوي فضل ربي او مولوي فضل محمود سره د شېخ الهند له دېوبند ته هم تللی و.او هم په دغه کال باجوړ ته چېلې له هم تللی وـ دغه زمانه کښې باچا خان اصلاحي کارونه کول

1919 کښې د رولټ اېکټ خلاف راپاسېد او دا ئې د سیاسي ژوند شورو وه ـ په  1921 کښې ئې د انجمن اصلاح الافاغنه بنیاد کېښود چې د تعلیم او معاشرې د اصلاح کارونه به ئې کول ـ  د ترنګزو حاجي صېب یومجاهد و خو د خدائي خدمتګارو عدم تشدد سره ئې مرسته کوله ـ هغه په ازادۍ مئېن و او د انګرېز وېستل ئې غرض و که په ټوپک وو او که په سیاست ـ د دې خوځښت حدفونه د پښتنو تعلیمیافته کول، د قبائیلي سوچ نه وېستل، خپل منځي دشمنۍ ختمول او د انګرېز نه ازادي اغستل وو او باچاخان هم دا تبلیغ او سیاسي تربیت شورو کړوـ  1930  کښې د قسمي خدائي خدمتګارو شمار 1000خواؤشا و خو1938 کښې د یو لاکهـ نه زیات شوي ووـ د قسمي مطلب دا دی چې د خدائي خدمتګارۍ هغه خاص تربیت ئې شوی وي او دا سوګند ئې کړی وي چې خاص د خدای د پاره به د اولس خدمت کوي او بدل کښې به د هیچا نه هيڅ تمعه نه لري ـ د ډاکټرخورشيد عالم د وېنا مطابق دا سوګند به په قرآن، د مور په پئو او د خور په لوپټه وـ نن مونږ ټول د باچاخان بابا نوم اخلو خو داسې سوګندي راکښې یو هم نیشته چې قامي باور وګټلی شي-

باچاخان 1926  کښې په وړومبي ځل د کانګرس د تحریک خلافت غونډې له لاړو او 1928 کښې ئې د ځوانانو تنظیم جوړ کړو او بیا ئې کلکته کښې خلافت کانفرنس کښې علامه اقبال، مولانا ظفرعليخان او

باچا خان په 1930 جېل کښې دا فېصله کړې وه چې خپله ډله کانګرس سره وتړی په دې خبره ډېرو تکړه تکړه ملګرو د باچا خان ملګرتيا پريښوده باچا خان دا فېصله د انګريز د زوره د بچ کېدو دپاره کړې وه خو د بعضې ملګرو ې کانګرس نه ؤ خوښ

محمدعلي جوهر دوي سره  د لر او بر د پښتنو په حقله خبرې وکړې او هم په دغه کال د کانګرس د صوبائي کمېټۍ صدر وټاکلی شوـ 1929 کښې د کانګرس اجلاس له لاهور ته لاړ او هم دغلته د ټول هندوستان د ازادۍ غوښتنه وشوه او هم په دغه کال ئې د لکهنؤ د کانګرس اجلاس کښې ګاندهي او نهرو سره په وړومبي ځل ولیدل ـ هم دغه کال و چې د ځوانانو تنظیم نه ئې یو غېرسیاسي یعنې خدائي خدمتګار تنظیم جوړ کړو او باچاخان ئې سالاراعظم شوـ دغه ورځو کښې ئې د خلافت په معامله کانګرس سره اختلاف و خو 1930 کښې ئې په جېل کښې فیصله وکړه چې خپله ډله کانګرس سره وتړي او په دې خبره ډېرو تکړه تکړه ملګرو د باچا خان ملګرتیا پرېښودو ـ باچاخان دا فېصله د انګرېز د زوره د بچ کېدو د پاره کړې وه خو د بعضې ملګرو ئې کانګرس نه و خوښ ـ عبدالاکبر خادم دا ټپه ووئیله او بیا ئې مازغه ګډ وډ شول

باچا امام زه مقتدي وم  

ګاندهي امام شو ځکه ځان له نیت تړمه

صدر بخت جمال بابا ته هم باچاخان د نوي کلي سپين جومات کښې ووئیل چې زمونږ کشتۍ وړه ده او د کانګرس جهاز غټ دی نو ما خپله کشتۍ هغې پورې وتړله ـ بخت جمال بابا ورته وئیل چې که د کانګرس جهاز هرخوا ځي نو مونږ به ورسره ځؤ؟ نو باچاخان بابا ورته وئیل چې نه، مونږ سره به لور وي او چې جهاز بلخوا ځي نو مونږ به پړی رېبوـ بخت جمال بابا ورته وئیل چې مونږ سمندر کښې مه  غرقوه او دا رنګ ګڼ ملګري په خپل خپل دلیل د خوځښت نه بیل شول ـ که دا فیصله هر رنګه وه خو یوخوا ئې د خدائي خدمتګار خوځښت نه ئې تکړه ملګري بیل کړل او بلخوا ئې د کانګرس په مرسته انګرېز وائسرائې او نورو غټو افسرانو ته د اواز رسولو لارې پرانستې او د مظلوم پښتون دپاره به کانګرس هم اواز اوچتولو او د پښتنو چغې به ئې ټول هند ته رسولې ـ  تر دې د پښتونستان خبره لا نه وه راغلې ـ

 (نور بیا)

error: Content is protected !!