ليک : پروفيسر ډاکټر ياسين اقبال يوسفزی
څليريشتمه اخری برخه
دوېمه مسئله : امن یقیني کول د ریاست ذمه واري ده خو که ریاست ناکامه دی نو د قام مشران به واکدارانو سره سپيناوی کوي چې ریاست د امن لپاره څه کوي او د قام نه څه مرسته غواړي؟ که نړیوال طاقتونه امن بربادوي او ریاست بېوسه دی نو قامي مشران به بیا د قامي ملاتړ خبره کوي او د امن لارې به لټوي چې آیا د هر کلي او علاقې امن جرګه پکار ده که د قبیلې او قام، چې د وطنه شر وباسي؟ یو قام چې د کلونو راسې وژلی شي او نه قام تپوس کوي او نه مشران نو یا خو دا قام او مشران د سره سنجیده نه دي او یا ناکامه او مایوسه ده چې د ځان ریشتیني وکړي؟ پکار ده چې قامي جرګې دا قاتلان معلوم کړي او جهان ته ئې ښکاره کړي چې مونږ ولې د زمانو راسې بې ګناه وژلی شو؟ ولې پښتنو له د جرګې، فیصلې، جزا او سزا چل نه ورځي؟ خو د خپل قانون نه به پخپله جامې نه وباسؤـ مالدار چې قانون په پېسو واخلي نو په برېتو لاس وهي چې توره ئې وکړه ـ دا سوچ نه کوي چې دا قانون د ده د حفاظت او امن دپاره، د ده په ووټ جوړې قانون سازې اسمبلۍ جوړ کړی دی او د ده د ټېکس په پېسو ئې ورله نوکران نیولي دي، دا دوی بیا ولې په پېسو اخلې؟ قام له به اودرېدل وي چې مونږ یو قانون نه ماتوو خو امن غواړو او ټول قام به په یو اواز راپاڅي ـ

درېمه مسئله : د اتلسم ترمیم په حساب د پښتونخوا په قدرتي وسیلو وړومبی حق د پښتنو دی ـ ریاست به باوري پښتنو مشرانو سره خبره کوي چې د دې وسیلو ګټور استعمال ریاست څنګه غواړي؟ او مشران به ورته وائي چې پښتانه څه غواړي؟ د معدنیاتو په حقله عوامي پوهه دا ده چې فلاني غر واغست او مالدار شوـ فلانی هم نه دی خبر، چې دا ده په سل روپۍ واغست او په زر روپۍ ئې خرڅ کړو، دا د کروړونو روپو ؤـ د دې صحیح استعمال د وطن د مضبوط اقتصاد ضمانت دی ـ خو د وسیلو صنعتکاري پکار ده ـ دا پرمختللې نړۍ کړی ده او ثابته کړې ئې ده چې وسیلې هیڅوک نه خرڅوي ـ برطانیه د کارن وآل خاوره یا چائنا کلی نه خرڅوي بلکه د دې خاورې نه جوړ د رآئل ډالټن د بون چائنا او فائن چائنا ډنر سېټونه، کاغذ او دوایانې خرڅوي، جاپان شګې نه خرڅوي بلکه د سېلېکان کمپيوټر چپس، آلات او فائبر آپټکس خرڅوي ـ هم خپلو خلقو له روزګار پېدا کوي او هم په وسیلو خپل اقتصاد مضبوطوي ـ په پښتونخوا کښې د دې د پاره یو مېټېرئيل اینسټی ټیوټ پکار دی چې څېړنګار پکښې په خپلو وسیلو څېړنې وکړي او د تحقیق په بنیاد صنعتکارو ته د دې وسیلو د ګټور استعمال لارې وښئي او سرکار په دې ټول حساب کتاب کښې شریک وي چې نه د کارخانه دار نه څوک رشوت غواړي او نه محقق په منفي پيچيدګو وخت ضائع کوي ـ دا کارخانې د معدني وسیلو درنګونو سره خواکښې پکار دي چې په وړو راوړو پېسې نه لګي او د وسیلو خواوشا مېشته خلق روزګار ومومي، هلته سکول، هسپتال او بازار جوړ شي او د وسیلو په ګټه کښې قام شریک شي ـ
| د اتلسم ترمیم په حساب د پښتونخوا په قدرتي وسیلو وړومبی حق د پښتنو دی ـ ریاست به باوري پښتنو مشرانو سره خبره کوي چې د دې وسیلو ګټور استعمال ریاست څنګه غواړي؟ |
څلورمه مسئله : د هر قام روښانه سبا د مېرټ او انصاف نه بغېر ناممکن دی ـ سرکار خو پرېږده چې وزیر هم بدل شي نو غټې عهدې او مرتبې په سیاسي وفادارو اووېشلی شي ـ که چرې دا بدلون په ښه نیت وی نو ښه به وه خو حقیقت برعکس دی ـ هر وزیر داسې خلق ګوري چې د قام په ځای د وزیر خدمتګار شي ـ په دې عمل وطن نور نور تباه کېږي ـ مېرټ او انصاف نوی ایجاد نه دی او خپلې کرشمې ئې په مغرب او چین کښې ښوولي دي ـ
د نوي کهول مقابله تربور سره نه ده بلکه د ترقیافته نړۍ سائنس او ټېکنالوجۍ سره ده ـ دا ادارې غواړي چې د مېرټ او انصاف قدرونه لري ـ مونږ چې تر اوسه کومو چشمو کښې ځان او جهان ته کتلي دي هغې مونږ تباه کړي یو او دا نننۍ بدحالي ئې نتیجه ده ـ نن زمونږ د مشرانو د فکر سبا دی چې زمونږ د پاره ئې دا لار او (په نتیجه کښې) دا حال خوښ کړی وـ آیا مونږ هم خپل سبا داسې غواړو؟ مشران ناپوهه یا بدنیته نه وو خو معاشرې مجبوره کړي وو چې بچي له به ئې خلق د سر پټولو، ډوډۍ خوړلو او د ژوند کولو حق هله ورکوي چې ترڅو تاته مجبوره نه وي؟ هم دغه وجه ده چې هرڅوک خپل بچی ډاکټر جوړوي چې که د مریض خوښه وي او که نه خو چې ده له پېسې ورکړي ـ بچی سېول سروس او فوج کښې کمېشن اغستو ته مجبوروي چې په وچ زور په خلقو خپل عزت وکړي او د قام ګټې او وسیلې په خپله خوښه استعمال کړي ـ څوک چې سبق او نورو روزګارونو کښې ناکامه شي نو سیاست شورو کړي چې د قام خزانه لوټ کړي او څوک ترې تپوس ونکړی شي؟ دا د معاشرتي ظلم عکاسي ده ـ که داسې نه ده نو کوم پلار د خپل بچي نه مدرس جوړول غواړي چې د قام روښانه سبا له وړومبی ضرورت دی؟ آیا د دې فکر نوی کهول یو خوشاله معاشره او وطن جوړولی شي که ظلم به نور زیاتېږي؟ آیا دوي به داسې معاشره او وطن نه جوړوی چرته چې امن نایاب وي، بې رشوته هیڅ هم نه کېږي؟ دا خپل سر په لاسو کښې اونیسئ او سوچ وکړئ چې دا مونږ د خپل وطن نه څه جوړ کړل؟ مونږ ادارې د لوټ مار اډې کړې، مونږ د وطن نه د ضمیر، سائنس او تېکنالوجۍ خلق وشړل؟

وطن د قام ملکیت دی خو تر هغه ورځې پورې چې قام ئې ساتلی شي ـ که قام جنګ بائیلو او وطن د بل شو نو دلته به بیا پردی قانون وي څنګ چې د پېرنګي ؤـ نو که نن دا ستا خپل وطن دی او ته ژوندی ئې مړ نه ئې نو دلته به قانون هم ستا وي، فوج او پولیس به هم ستا وي خو که ته ایماندار قام شوې او د خپل وطن لوټلو کښې د غل ملګری نه شوې بلکې د غل لاس دې مات کړوـ
چې د قام غله د ګرېوانونو نه نيولی نه شئ
نو په آرام کښېنه تر قیامته حق ګټلی نه شئ
| څوک چې سبق او نورو روزګارونو کښې ناکامه شي نو سیاست شورو کړي چې د قام خزانه لوټ کړي او څوک ترې تپوس ونکړی شي؟ |


