د پښتنو سیاسي مسئله او ممکن حل

دوه ويشتمه برخه

پردي وطنونه خلقو ځان له جوړ کړي دي ـ ما او تا له ئې نه دي جوړ کړي ـ مونږ خپل وطن کښې خپل نه زغمو او د پردو نه طمع کوو چې که حالات خراب شول نو بهر به لاړ شوـ پردي وطن کښې به په پردۍ خوښه ژوند کوې او چې پردی کله وغواړي راشړلی دې هم شي ـ بله دا چې پردي وطن کښې ته پينځه سوه کاله هم تېر کړې بیا به هم وطنی نه ئې پردی به ئې ـ یعنې امن شته، ډوډۍ شته خو د چا چې خپل کور کښې عزت نه وي پردي ورته هم د تورمخي پشان ګوري ـ واحده لار د خپل وطن ابادي ده ـ که قام جوړوئ ، که د خپلو بچو سبا روښانه کوئ نو هر کس به خپل کردار ادا کوي ـ نه دا په رشوتونو، بې ایمانو او اقرباپرورو کېږي او نه یوازې په سرکار کېږي ـ سرکار هم د معاشرې عکس دی ـ تاسو به وایئ چې زما په ووټ نه دی راغلی ـ چې ما ووټ نه دی ورکړی او په ما حکومت کوي نو دا هم زما کمزوري ده ـ که مونږ قام وی نو د چا پلار به هم زمونږ ووټ نه و ګډ وډ کړی ـ د روښانه سبا د پاره به معاشره جوړوئ او د مېرټ او انصاف یقیني کولو د پاره به عملي ګامونه اخلئ ـ داسې یو ترقیافته وطن څوک نشي ښوولی چرته چې دو نمبر دوایانې یا خوراکي څيزونه خرڅېږي ـ او که په غلطۍ چرته زړه (expired) دوائي یا خوراکي څيز د دوکان په المارۍ کښې چا ولید نو خلاف ئې ټول قام راپاڅي ـ دغسې که یو نالائقه یا د جعلي سند او یا د مېرټ خلاف یو استاذ، ډاکټر، جج یا بل افسر چا ولید نو ټول قام راپاڅي او هم د قام د ویرې سرکار ټول حساب کتاب صحیح ساتي ـ اوس چاپېره وګورئ، زمونږ وطن کښې په دې ټولو عېبونو خلق فخر کوي او په جار وائي زمونږ نه څوک د تپوس جرات کولی شي؟ د دوو کنالو زمکې زمیدار فصل ته پټي کښې شپه تېروي، د دوو سوو روپو د دوکان مالک د غل د ویرې د شپې دوکان کښې سملي خو د بائیس ګرېډ افسر دفتر ته سهار څهء وخت راځي او چهټي څهء وخت کوي؟ مونږ تاسو ټول خبر یوـ او دا بعضې بعضې چمچه پکښې لا دا هم اووائي چې د صېب نوکرۍ ته حاجت نیشته خو په قام مئين دی ـ بس زمونږ د کارونو د پاره کله کله راشي ـ تاسو چرته بل وطن کښې دا لیدلي یا اورېدلي دي؟ تاسو چرته بل وطن کښې ووټونو کښې د دهاندلۍ اورېدلي دي؟ تاسو چرته بل وطن کښې خانداني سیاسي پارټۍ ليدلي دي؟ یه نېک بختو، داسې کوم عېب دی چې مونږ کښې نیشته؟ لنډه دا چې مېرټ او انصاف یقیني کول د روښانه سبا ازمائیلې شوې او ثابته لار ده ـ چې دا نه وي نو هم دغسې به یو چې دا نن څنګه یوـ

آزادي دوه قسمه وي ـ یو مکمله ازادي وي، چې نه قانون وي او نه آئین، د چا چې څومره زور وي هغه هومره ئې کور وي ـ لکه د میثال په توګه، دا وېش په کوم قانون یا آئین شوی دی چې سوېټزرلېنډ به وړوکی وي او امریکه به دوه پنځوس ریاسته وي؟ افغانستان به وړوکی وي او روس به لوې وي؟ دا ويښو قامونو په مودو مودو په یو اتفاق اخلاصي محنتونه کړي دي او ځانونه ئې قربان کړي دي او د زمانې هر هنر کښې ئې ځانونه ځانګړو پایو ته رسولي دي چې د مقابلې ئې څوک نه وي نو ځان له ئې پخپله خوښه په اوچ زور د وطنونو پولې جوړې کړي دي او داسې ادارې ئې جوړې کړې دي چې قام ئې یو بیوقوف هم حاکم کړي ملک ته نقصان نشي رسولی ـ دا د ادارو برکت دی ـ مونږ ادارې نهء لروـ د دې سوبه زمونږ قانون، آئین، د کړو وړو لارې (the rules of business) د زورور سترګو ته ګوري، زمونږ قاضي مخ ته ګوري او فیصلې کوي، استاذ مخ ته ګوري او نمبرې ورکوي، معاشره د یو کس جامې او په لاس کښې کلاشنکوف ته ګوري نو درناوی سپکاوی ئې کوي ـ او هیڅوک ترې تپوس نشي کولی ځکه چې اداره نیشته، عقل کل او طاقت دواړه شخصي زور سره تړلي وي ـ چې دا حال ئي نو سړی، ناسړی، ښهء، بد، ظالم، مظلوم، قابل، نالائقه کښې تمیز نهء کېږي نو سړیتوب، اخلاقيات، قابلیت او اهلیت مظلوم او بېوسه خلقو ته پاتې شي چې نه ئې څوک خبره اوري او نه ئې معاشره کښې څه مقام وي نو که داسې حال کښې څوک افلاطون هم شي خو ځای به ئې ردي ټوکرۍ وي او د قام سره هيڅ ښېګړه نشي کولی ـ  او ځکه خو خلق وائي :

دوېمه ازادي هغه وي چې آئین او قانون ئې د وطن خلقو له یقیني کوي ـ په دې لږ سوچ وکړئ ـ قانون او آئین زنځیر دی چې څوک زیاتی کوي هغه پرې تړي ـ د هر انسان سر کښې الله پاک د ښه او بد، انصاف او ناانصافۍ او د رحم او ظلم د تمیز آله (sensor) ایښی دی خو چې څوک سترګې پټوي، د بل حق نهء مني او غېرانساني حرکتونه کوي نو د قانون په زنځیر ئې تړي ـ که انسان انسان شي او لږ سوچ وکړي نو دا دومره لویه مرتبه ده چې دا قانون او آئین به ورته بیا د انسان توهین ښکاري ـ بهرحال مونږ خو سوچ ته سوګند خوړلی دی ـ نو د یوناني فلسفو او د انساني رویو د تاریخ  نه د ذدهکړو په رڼا کښې جمهوریت یعنې اجتماعي حریت یا ازادي منځ ته راغلي دي ـ آئین د هرچا د حقونو او ذمه وارو یو معاهده یا پرېکړه ده چې وطنونه پرې چلولی شي ـ

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!