څلورمه برخه
ليک: پروفېسر ياسين اقبال يوسفزی
د پښتونخوا په مسئلو د پوهېدو د پاره به لږه د تاریخ نه ذدهکړه پکار وي ـ مونږ دېر لوې خلق یو او غلامي خو د پلار هم نه منو خو د پښتنو دا سیمه په (550 -330) قبل مسیح کښې د ایراني شهنشاهۍ برخه وه ـ سکندراعظم دا خاوره په 327-326 قبل مسیح کښې قبضه کړې وه او بیا ئې جرنېل نېکاټور ته پرېښی وه ـ د موریه شهنشاه چندر ګپتا د پېښور وادي د نېکاټور نه په 303 قبل مسیح کښې واغسته او تر 190 قبل مسیح ورسره وه ـ بیا دا وادي د باختري یونانیانو لاسو له لاړه او د دوېمې صدۍ قبل مسیح او وړومبۍ صدۍ عيسوۍ منځ کښې د دوي وه ـ د دوي نه دا سیمه هندو ستیانو او بیا پارتهیانو واغسته ـ دا علاقه بیا د کشن شهنشاهۍ لاندې راغله چې د 30 قبل مسیح نه تر 375عیسوي پورې ورسره وه ـ وړمبۍ صدۍعیسوۍ کښې کنشکا د چارسدې (پشکلاوتي) په ځای پېښور (پشپاپوره) سرښار کړوـ 460-480 عیسوۍ کښې دا سیمه د سپينو هنو قبضه کښې وه ـ د دوي نه پس دا سیمه تر لسمې صدۍ عیسوۍ پورې د هندوشاهۍ د لاندې شوه ـ محمود غزنوي په 1001 عیسوي کښې د هندو شاهۍ حاکم جېپاله له ماتې ورکړه او د دې سیمې وړومبی مسلمان حاکم شوـ په پېښور د غوریانو راج د 1179 (بعضې حوالې 1173 یادوي) نه تر 1206 عیسوي پورې وـ
انګريز په 1901 کښې د شمالی مغربی سرحدي صوبې په نوم مونږ ځانته يوازې کړو چې د نور هندوستانه د بئيل قانون په ډنډه مونږ سره هر ناروا سلوک وکړی او څوک خبر نشی او پښتون نړئ ته د يو وحشی په شکل وروپېژني |
د دې نه پس د پېښور سیمه د ډیلي د تخت د لاندې شوه او د غلامانو خاندان پرې څلوراتیا کاله (1206-1290)حکومت وکړوـ بیا دېرش کاله (1290-1320) پرې خېلجی خاندان راج وکړوـ بیا چې د ډیلي تخت تغلق خاندان واغست نو د پېښور سیمه شپږ کم سل کاله (1320-1414) د دوي ولقه کښې وه ـ دې پسې اوه دېرش کاله (1414-1451) دلته د سیدانو راج وـ بیا چې بهلول لودهي ډیلی قبضه کړو نو پينځه اتیا کاله (1451-1526) پېښور د هغوي وـ مغلو چې لودهیانو له پاني پت کښې ماتې ورکړه نو پېښور د مغلو شو او د کابل صوبې برخه وه ـ
د لودهيانو نه دوه سوه او شل کاله پس 1747 کښې احمدشاه بابا پېښور بیا د پښتنو کړوـ دا د پښتنو اخري بادشاهي وه چې د هندوستان برخې پکښې وې ـ د وفات (1773) په وخت د احمدشاه بابا د وطن پولې
انګريز ړومبی د افغانستان د قبضه کولو کوششونه وکړل خو چې ناکامه شو نو په 1893 کښې د ډيورنډ په کرښه پښتانه وويشل |
ختیځ ته تر لُدیانې، لوېدیځ ته تر نېشاپوره، شمال ته تر امو دریابه او سوېل ته تر بحرهنده خورې وې ـ احمدشاه بابا په پينځویشت کاله مشرۍ کښې دا وطن ګټلی او جوړ کړی وـ د احمدشاه بابا نه پس تېمورشاه د قندهار په ځای سر ښار کابل کړوـ خپل منځي جګړو د بابا ګټلی وطن وران کړو، قندهار یو سره و، کابل بل سره او او پېښور بل سره ـ شاه شجاع د کابل د تخت نه وشړلی شو او هغه د تخت بیا اغستو د پاره رنجیت سنګهـ سره ډله شو او په بدل کښې ئې ورته ته د پېښور قبضه کښې د امداد لافه هم ورکړه ـ لنډه دا چې سیکهان دې سیمې ته خو راغلي 1818 کښې وو خو په 1834 کښې ئې پېښور قبضه کړو او خواؤشا سیمې د مخکښې نه قبضه شوې وې ـ پښتنو د ازادۍ د پاره قربانۍ ورکړې خو ناکامه وو او سیکهانو داسې وډبول چې د پښتنو تاریخ کښې ئې میثال نیشته ـ د پښتونخوا په خاوره سید احمد شهید او شاه اسماعیل شهید هم دغه زمانه کښې سیکهانو سره جنګېدلي ووـ چې رنجیت سنګهـ مړ شو نو د مشرۍ خلا، وارثان خپلو کښې په جهګړو کړل او انګرېز ترې په 1849 کښې وطن سره د پېښوره واغست ـ

نادر قلي خان (نادرشاه) چې د مغل احمدشاه رنګیله نه جنګ وګټلو نو پټکی ئې ورسره بدل کړو او د کوه نور لعل د نادرشاه شوـ نادرشاه چې ترکمانو مړ کړو نو کوه نور احمدشاه ابدالي ته ورسېدـ د احمدشاه بابا د نمسي شاه شجاع نه دا لعل رنجیت سنګهـ واغست او بیا انګرېز لس کلن سیکهـ شهنشاه دلیپ سنګهـ سره په زور معاهده وکړه او سره د نورو قیمتي څیزونو ئې د کوه نور لعل د برطانیې تاج ته ورسوـ په 1849 کښې انګرېز زمونږ دا پښتونخوا د سیکهانو نه په زور واغسته او د پنجاب صوبې برخه ئې کړه او دا رنګ د انګرېز زمانه شورو شوه ـ پښتنو بیا د انګرېز خلاف ملا وتړله خو د درې وال او انګريزي ټوپک مقابله وه ـ پښتنو سرونه ورکړل، تاریخ ئې جوړ کړو خو سر ئې ټيټ نه کړو او ډېر داسې هم وو چې انګرېز به ورله دېرش څلوېښت زره روپۍ راوړې وې خو هغه به په پينځهء روپۍ خرڅ شوـ

انګرېز په 1901 کښې د شمالي مغربي سرحدي صوبې په نوم مونږ ځان ته یوازې کړؤ چې د نور هندوستانه د بیل قانون په ډنډه مونږ سره هر ناروا سلوک وکړي او څوک خبر نشي او پښتون نور هندوستان او نړۍ ته د یو وحشي شکل کښې وروپېژني ـ ښهء سړیتوب ئې و، مېشنري جذبه وه، د غلامۍ رشوت و او که خپل ضرورتونه خو سرکاري سکولونه، اېډورډ کالج، اسلامیه کالج، لېډي رېډنګ هسپتال، مشن هسپتال، د رېل پاټلۍ، نهرونه او د ملاکنډ ډېم د انګرېز دې خاړرې سره ښېګړې وې ـ
دې زمانه کښې، انګرېز وړومبی د افغانستان د قبضه کولو کوشیشونه وکړل خو چې ناکامه شو نو 1893 کښې ئې د ډيورنډ په کرخه پښتانه ووېشل ـ د دې کرخې خلاف وړومبی سړی ملا پاونده و چې د وانا وزیرستان نه ئې مبارزه شورو کړه او بیا هرځای پښتانه راپاڅېدل او د انګرېز خلاف ئې وسله بند جنګونه او خوځښتونه شورو کړل ـ د ترنګزو حاجي صېب تر مرګه (1938) پورې او د ایپي فقیر د هند تر وېشه او بیا وروستو هم لویه وسله بنده او سیاسي مبارزه کړې وه ـ
پېښور د چا و؟ چې د چا زور وـ دې ټول تاریخ ته وګورئ چرته داسې شوي دي چې یو قبضه ګر د قام نه تپوس کړی وي چې تاسو ازاد خوشاله یئ، مونږ سره خوشاله یئ او که بل چا سره؟
(نور بیا)