د پښتنو سیاسي مسئله او ممکن حل

يوويشتمه برخه

زمونږ ژړاګانې ولې نه ختمېږي؟ د نړۍ تاریخ وګورئ ـ کومو قامونو چې مېرټ، انصاف، ښه اخلاق او د حق د مرستې (د زورور مجرم خلاف ګواهي) صفتونه خپل کړي دي هغوي پرمختګ کړی دی ـ او چرته چې بې ایماني، رشوت او ناانصافي ښېګړه ګڼلی شي او مېرټ او انصاف دشمني ګڼلی شي د هغه وطن نه خلق تښتي او که راځي ورته؟  آیا داسې قام د ازادۍ حق لري او د داسې قام روښانه سبا لرلی شي؟ دا خو د فطرت خلاف خبرې دي ـ آیا د داسې قام روښانه سبا وي چرته چې یو پروفېسر دا ارمان کوي چې کاش زه پروفېسر نه بلکه سپائي، پټواري او یا یو غټ بدمعاش وې؟ داسې معاشره کښې به کوم ذهنونه پېدا کېږي؟ اوس زمونږ معاشره کښې دا خبرې هم کېږي، ډېر وائي *ښه شوه چې سبق مې نه دی وئیلی ګڼي اوس به مې ټکرې وهلې*ـ کومه معاشره چې داسې شي هغه ترقي کوي که تباه کېږي؟ زمونږ اکثریت یوویشتمه صدۍ کښې داسې ژوند تېروي او د سمولو غم ئې صرف هغه چا سره دی چې بېوسه او په مړو حساب اکثریت دی ـ زهء راپاسم؟ تهء راپاسې؟ آیا زه خپله ذمه واري قبلوم او پوره کوم؟ که ما او تا خپله ذمه واري په انصاف او ایماندارۍ پوره کړی وی نو نن به دا حال نه ؤ او که د نن ذمه وارو خپله ذمه واري په ایماندارۍ پوره نکړه نو سبا به هم دا حال وي ـ خوښه ستاسو ده؟

د خندا خبره دا ده چې جج او وکیل وائي انصاف نیشته، وائس چانسلر، استاذ او پرنسیپل وائي مېرټ نیشته ـ شاګردان وائي نقل زیات شوـ عوام وائي حقه ګواهي او د باور خلق نیشته ـ افسران وائي چې که په قانوني لارو ځې ځان به خوار کړې ـ پېسې ورکړه چې کار دې وشي ـ چرته چې د قانون منونکي ناکام او باغیان کامیاب وي نو دا قام نور کوم دلیل غواړي چې دا معاشره تباه ده؟ بله لار نیشته، یا به دا وطن پرېږدئ او یا به ئې سموئ ـ

یوه ورځ داسې واقعات وشول چې د اختیارمنو په ضمیرفروشۍ مې د وطنه زړه تور شو نو یو مشر ته مې ووئیل چې نوکري پرېږدم او بهر ځم ـ هغه رانه تپوس وکړو چې دا ولې؟ ما ورته ووئیل چې تاسو ونه ليدل چې دې وطن کښې د یو وطني څومره قیمت دی او د بهرني؟ نو هغه راته ووئیل چې که ستا په کور ډاکه پرېوځي نو ته به کور پرېږدې که د حفاظت بندوبست به ئې کوې؟ زه ئې ځان ته ملامته کړم ـ نو خوښه او اختیار زمونږ او ستاسو دی که واقعي دا زمونږ او ستاسو د پلار نیکه وطن وی او د ملکیت احساس راکښې وي ـ نو یاد ساتئ چې ريشتیا وئیل، ګواهي نه پټول او د حق ملګرتیا چې کومو معاشرو کښې شته هلته ریاست شته، امن شته، د قانون حکمراني شته او که مونږ دا هرڅه ځان له غواړو نو ريښتیا به وايو، ګواهي به نه پټوو او د حق ملګرتیا به کوو او هر څوک به په دې پوهه کوو چې زمونږ روښانه سبا په دې کښې دی ـ

ترقيافته قامونه لېوني نه دي چې دیانتدارۍ سره محنت کوي او د بل حق نه خوري ـ دا د قامونو د بقا او پرمختګ کونجۍ دي ـ زمونږ اختیارمند او د هغوي پلویان د ګناه او جرم نه مثتثنا دي ـ د خلقو د ویرولو لپاره ټوپکمار ساتي ـ د خپلو کورونو دېوالونه ئې دنګ کړي دي چې هرڅه کوي او څوک ترې تپوس  نشي کولی ـ د تاڼې تحصیل په زور خلق ځان ته مختاجه ساتي ـ دا کوم تهذیب، کوم جمهوریت او کوم اخلاقیات دي؟ او دا بعضې بعضې پکښې وائي چې ته خبر ئې زه د چا سړی یم؟ یاد ساتئ چې سړے وی هغه د چا سړے نه وی ـ ټول جهان کښې وګورئ، د سړي غوا غوئی وی، د سړي ګډه بیزه وی، خو دا به چرته وانه ورې چې سړی به هم د چا سړی وی ـ  دا بېوقوفي صرف دلته ده ـ بعضې سیاستدانان به درته ووائي چې مونږ غل او پوډري سره مرسته نه کوو او پولیس سره تعلق نه ساتو نو ووټ به څنګ ګټو؟ ولې دا جمهوریت چې تاسو د چا نه ذده کړی دی په هغه ترقیافته نړۍ کښې خلق سیاست نه کوي او د خلقو نه ووټ نه غواړي؟ هغوي خو د ووټ لپاره افراد نه نازوي، د معاشرې ناسور د قانون نه نه بچ کوي ـ هغوي د معاشرې په جوړخت، د ادارو په کامیابو خدمتونو، ښو اخلاقو او د قانون په احترام ووټ ګټي ـ مونږ ټول د خپلې معاشرې د ورانولو جرم کښې شریک يو،

مونږ د خوشال بابا، رحمان بابا او اجمل بابا شاعرۍ پوهه نکړؤ، د بهلول لودهي، شېرشاه سوري او احمدشاه بابا د تاریخ نه مو څه ذده نکړل، پښتونولي مو ناکامه کړه، د قرآن نه مو څه ذده نه کړل، نو تاسو ووایئ مونږ له څنګ استاد او کوم کتاب پکار دی چې مونږ پوهه کړي او په ځان مو زړه وسوزي، غېرت راکښې راشي او د نورو قامونو پشان امن، خوشالۍ او عزت سره ژوند وکړو؟ دا دومره ګران کار نه دی ـ خپلو ګرېوانونو ته سر ورښکته کړئ:

خپل زړه به درته ووائي چې…،

په خپله خاوره خپل اختیار جنت دے
ګني د دغه لېونتوب په نامه
که نار وي نار که دار وي دار جنت دی ـ

آیا نن مونږ د خپلې حجرې جومات، لارې کوڅې او کلي چم اختیار لرو؟ حجره رانه چا قبضه کړه؟ جومات د چا قبضه کښې دی؟ لاره کوڅه او کلی چم د چا قبضه کښې دي؟ چې دا ټول ورانېږي او مونږ ئې تپوس نشو کولی نو پردي شو کنه؟ دا زمونږ د لاسه ولې لاړل؟ دا به لاس ته واپس څنګه راځي؟ مونږ به بیا څنګ مالکان کېږو؟ مونږ ازاد نه یوـ زمونږ سوچونه غلامان شوي دي ـ باچاخان بابا وئيل چې ريښتیا وائی او ویرېږي دا غلام دے ـ  خپل کردار به ادا کول وي ـ

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!