ليک : پروفېسر ډاکټر ياسين اقبال يوسفزی
شلمه برخه
| هر ځاې هر څوک وينی او وای امن نشته،انصاف او مېرټ نشته اخلاق او قدرونه نشته، دا احساس ښه دے،خو مونږ د دې قيصو نه پس يو عملی ګام چرته اخستی دے؟؟ |
نن پښتانه په داسې خوئنده ډپه ولاړ دي چې شاته ترې د مړانو ځلانده تاریخ دی، حال ئې خراب دی او سبا ئې قسمت ته پرېښی دی ـ په خپل ایمان ئې دومره لوې باور دی چې پرله پسې درې مونځونه وکړي نو بیا وحې ته په طمعه وي خو قامونه او وطنونه په خوش فهمو نه جوړېږي ـ حرکت غواړي ـ د سوونو کالو د مسئلو د حل د پاره به پښتانه کشران او مشران دواړه دا مني چې د 1772 راسې مسلسل په ښکته روان یوـ نه قام جوړ شو او نه معاشره ـ مرګ ارزان او ژوند ګران شو، نشې او بدنیتۍ زیاتې شوې، د سړک په غلط استعمال امروزه شرونه دي ـ لارو کوڅو او ولو دریابونو کښې ډېرانونه،بربادې ادارې، قانون د انا او پېسې غلام او انصاف دشمني زمونږ قامي نښې دي ـ آیا دا درنو پښتنو د زمانو د تربیت برکتونه دي؟ د دې نقصان قام او مشران دواړه ذمه وار دي ـ که مونږ روښانه سبا غواړو نو نن به ذاتي انا، خانداني سیاست او ناکامه ډلې پرېږدو او د روښانه سبا د پاره به یو کېږوـ که مشران ښه نه وو خو قام هم متبادله لار نه ده جوړه کړی ـ مونږ د زمانو راسې بې عمله او بې نتیجې بحثونه وکړل چې څوک مسلمان ؤ او څوک نه ؤ؟ څوک پښتون ؤ او څوک نه ؤ؟ نن مونږ له عملي ګامونه اغستل پکار دي ـ خو یاد ساتئ د ترقې د لارې خنډان او ذهني بوتان ماتول پسته ژبه او عظیم مازغه غواړي، دا مونږ چې په کومو لارو روان یو د دې انجام تباهی ده ـ عظیم مازغه راټولول او د امن او پرمختګ لارې لټول او قام په هغې بوتلل د ریاست او د قامي مشرانو ذمه واري وي چې تراوسه ونشوه ـ

هرځای، هرڅوک ویني او وائي چې امن نیشته، انصاف او مېرټ نیشته، اخلاق او قدرونه نیشته ـ دا احساس ښه دی خو مونږ د دې قیصو نه پس یو عملي ګام چرته اغستی دی؟ مونږ دا قیصې وکړو او اوده شو، مشران تقریرونه وکړي، خلق لاسونه وټپوي او ټول کورونو ته ځي لکه چې چرته بل مخلوق ته ئې پېغام ورکړو چې وطن به راله سبا سموي ـ هيڅوک خپلې بې ایمانۍ، رشوت خورۍ او ګڼکپۍ نه پرېږدي چې چرته د یو مظلوم لاړې تېرې شي ـ مخکښې به چې چاته تمغه انعام ورکړی شول نو فخر به ئې پرې کولو خو اوس ئې خلق د خوشامدګرۍ سندونه ګڼي ـ آیا داسې حال کښې خلق خوشالېدلی شي یا پرمختګ کولی شي؟
| د آزاد پښتونستان خبرې ټولو پريښودې کابل کښې به يو شان خبره وه او پېښور کښې بل شان، د غېرت چغه دواړو طرف ته جرم ؤ ملنګ جان ته به هم غوږ کښې وئيلی کېدل چې سرې شونډې خېر دې خو سور پېزوان مه يادوه |
مونږ تنقید دشمني ګڼو او دغه وجه ده چې د بېسیاره قربانو باوجود ناکامو سره مخ یو خوتپوس کول خپله بې عزتي ده ـ زهر چې زاړه شي نو ضرري ځناور نه وژني، زاړه دارو د علاج په ځای نقصان ورکوي ـ زړه اونه مېوه نه کوي ـ په زړه زمکه خلق یو فصل بیا بیا نه کري، بدلوي ئې ـ دا رنګ مشران او نظریې چې زړې شي او ګټه ونکړي نو بیا ورته نه خلق راټولېږي او نه پرې قام باور لري ـ د نامتو مشرانو باوجود پښتانه وروستوپاتې دي ـ ولې پښتون فطرت او رویې د پرمختګ جوګه نه وې؟ ولې مشرانو پوهه نه لرله؟ ولې مشرانو له د قام یو کولو هنر نه ورتللو؟ که زمونږ مشرانو له د مخکښې تللو چل نه ورتللو؟ آیا مونږ پېدائشي نااتفاقه یو؟ که دا ټولې خبرې دروغ دي نو بیا مونږ ولې په یوویشتمه صدۍ کښې امن او خوشالي ونه لیده؟ سوچ نه کول مرګ دی ـ که قام ناکامه شو او که مشران؟ تاوان د ټولو دی ـ مونږ نن هم خپل حق غوښتو له نه یو کېږو، یو بل په نه خبرو وژنؤ، د معاشرې نه مو خپل تکړه خلق تښتي ـ آیا مونږ دوي له حق نه شو ورکولی؟ آیا مونږ یو ناکامه قام یو؟ مونږ خپل حقونه نه پېژنؤ؟ آیا چې مونږ د څه د پاره اتیا کاله وینې اوسرونه قربانوو مونږ هغه دومره په اسانه هېروو؟ آیا مونږ خپل مرام نه پېژنؤ؟ ازاد سوچ؟ د حق وئیلو ازادي، د حق ګټلو ازادي ـ ګاندهي او جناح صېب تقسیم ګټې وکړې او مونږ ناکامه شو ـ آیا مونږ د دوي پشان تکړه سیاستدانان نه وو؟ که انګرېز سره ساز باز د پښتون فطرت خلاف ؤ؟ آیا چې دوي خپلې برخې غوښتلې نو مونږ خپله برخه غوښتې وه او که نه د بل چا په طمعه وو؟ چې موقعې راغلې نو اجمل بابا خو سرې ډولۍ ته ناست ؤ خو مدعیان او جنجیان دواړه چرته لاړل؟ اجمل بابا ته چې د سرې ډولئ پېغور ورکړی شو نو هغه به وئيل چې ډولئ خو جنجيان غواړی ماسره خو جنجيان نه وو،




ماشاءاللہ ڈاکٹر یسین اقبال صیب
د ټولو لوستونکو مننه کوم
د ټولو لوستونکو مننه کوم