د پښتنو سیاسي مسئله او ممکن حل

نولسمه برخه

د قام دوسته مشرانو او عوامو په یو بل بدګومانۍ د کومې راغلې؟ مشران وائي چې مونږ له قام هغه هومره ووټ نه دی راکړی چې مونږ پرې د قامي ازادۍ توان موندی وی ـ د قربانو پښتانه وائي چې مونږ ته دې مشرانو د ازاد پښتونستان لافې راکړې وې او بیا ترې منکر شول ـ اجمل خټک بابا به جلاوطنۍ کښې د کابل نه تقریرونه کول چې چوک یادګار ته به سرې ډولۍ سره ځي او دغه سره ډولۍ مئېنانو ته پښتونستان ښکارېدوـ خو اجمل بابا ما ته وئیل چې هغوي پښتونستان له نه وو تللي بلکه د دې ویرې تللي وو چې بنګالیانو سره څه وشو که دا مونږ سره کېږي نو چې مونږ بهر نړۍ کښې د خپلو چغو اورېدو له خلق پېدا کړوـ خو هرچا راته ووئیل چې تاسو سره څومره پښتانه ملګري دي، تاسو د چا په نمائندګۍ خبره کوئ؟ وئیلی شي چې روس د پښتونستان جوړخ کښې د پښتنو کلکه مرسته کوله خو وړمبی باچاخان او بیا ولي خان د روس امداد قبول نکړو او دا ئې ووئیل چې دا صحیح وخت نه دی ـ افضل خان لالا د قامي وحدت لوې علمبردار و خو هغه سره هم دومره پښتانه ملګري نشول چې دا فکر ئې وړاندې بوتللی وې ـ

خبره دا ده چې یو نوی فکر چرته هم یو غریب کس نه دی راوړاندې کړی او که راوړاندې کړی ئې هم دی نو هغه خپلو ملګرو هم  پښېمانه کړی دی چې تاته ګوره او ستا نظریې ته ـ دا خبرې دا بحث یو طبقاتي تفریق اړخ ته وړي ـ یعنې د یو پښتون نېستمن استحصال یو پنجابی دومره نه کوي څومره چې ئې شتمن پښتون کوي ـ دغسې د یو نېستمن بلوچ، سیندهي یا پنجابي حقونه پردو دومره نه دي خوړلي څومره چې دغه خپل شتمن خوړلي دي ـ که زما په وسیلو زما د پښتون اختیار شي نو آیا دغه پښتون به په دې وسیلو کارخانې جوړې کړي چې پښتون غریب روزګار ومومي، د وسیلو علاقو کښې سړک، سکول، هسپتال جوړ شي او که نه دغه پښتون اختیارمند به هم دغه وسیلې خرڅوي او لکه د پردو به پېسې جېب کښې اچوي او اسلام آباد، بحریه ټاؤن او لندن کښې به خپلې بنګلې ته ځي؟ د دې طبقاتي مرض علاج هم جمهوریت کښې دی خو آیا زمونږ جمهوریت کښې د غریب ځای شته؟ غریب ته پارټي ټکټ ورکوي؟ د پارټو خپل منځي فیصلې په جمهوري طریقه کېږي؟ زمونږ عوام غرېب امیدوار له ووټ ورکوي؟ د جمهوریت تقاضا خو داده چې خان اعظم خان ګل محمد خان خان لس کاله د پارټۍ مشري وکړه او ګلي او محمدې دوي ورپسې جهنډې وګرځولې نو یو کال خو دې دا خان هم جهنډه وګرځوي او ګلی یا محمدې دې هم د دې پارټۍ مشر شي ـ مونږ نه د تعلیمي ادارې نه په صحیح معنو کښې اداره جوړه کړه او نه د جرګې او سیاسي پارټۍ نه ـ شخصیت پرستۍ زمونږ ادارې او پارټۍ وخوړې ـ که ذولفقارعلي بهټو د سوشلزم نعره ووهله نو پيپلیانو وئیل نه بهټو ازم ـ که باچاخان د امن او صلحې تبلیغ وکړو نو عوامو ترې باچاخاني جوړه کړه ـ نو چې عوام ځان دومره راواچوي نو د مشر نه به د حق تپوس څوک او څنګه کوي؟ ادارې په مینه او جذباتو نه چلېږي، دا په منطق او آئین چلېږي ـ ادارو کښې یو مشر او یو عام کس برابر وي او آئین د هرچا د ذمه وارۍ او حق ضمانت ورکوي ـ

آیا د پښتنو قامي خوځښتونو او ډلو کښې نظريې او مرامونه په جمهوري طریقه بدل شول او که نه د قربانو خلق خبر هم نه شول او هرڅه بدل شول؟ د ډيورنډ د کرخې په حقله پالیسي چا او ولې بدله کړه ـ ازاد پښتونستان د چا سوچ ؤ او ولې ترې ټول منکر شول؟ د قام دوسته ډلو نوې نظریه او تګلاره څه ده؟ آیا نوی هدف پاکستان کښې دننه لکه د نورو سیاسي پارټو عام سیاست دی او که نه د پښتنو د روښانه سبا په حقله څه کلکه تړه هم شته؟ که د پښتون وسیلې څوک اخلي نو مونږ به تش تقریرونه کوو او بیا به کور ته ځوو او پولیس به خلق نیسي او هغوي به بیا ځان خلاصولو له په تهاڼو او تحصیلونو ګرځي او که نه پارټي به ئې دا ذمه وارۍ ترسره کوي؟ که پښتانه وژلی شي نو قام دوسته پارټۍ به درې ورځې لکه د عامو خلقو دعا له ځي راځي او که د دې مخنیوي له به کلک ګامونه اخلي ـ که مړی دهشتګرد دی نو خبره خلاصه ده د فوج او سرکار شکریه ادا کول پکار دي خو که مړی بې ګناه دی او ټول یقیني دي چې سرکار وژلی دی نو آیا بیا دغې سرکار سره په یوه اداره، اسمبلۍ، سېنېټ کښې ناسته جائز ده؟ دا خو بیا هغه قاتل سره مرسته نه ده چې ستا خلق بې ګناه وژني؟ قام او مشران دواړو له سوچ پکار دی او په دې خبرو زمکنو حقیقتونو سره سمه یوه لار پکار ده ـ چې زه په خپل کلي، کور، وطن کښې وطن دشمن ساتم نو دا وطن سره دشمني ده ـ خو که سرکار زما خلق بې ګناه وژني نو دا قام سره دشمني ده ـ ما یو ځل د قام دوسته ډلو په یو امن کانفرنس کښې ووئیل چې په یو علاقه کښې امن نه وي نو هلته د الېکشن کول عبث دي او ټولو له دا تړه پکار ده چې تر کومې یقیني او پائېدار امن  نه وي نو یو الېکشن کښې برخه مه اخلئ ـ نو اکثرو مقریرینو خپلو تقریرونو کښې ووئیل چې دی خو زمونږ نه په ژوندوني څرمن وباسې او یاده دې وي چې دغه پارټو کښې اکثرو په راروان الېکشن کښې یو سېټ هم نه ؤ ګټلی ـ د دې مطلب دا دی چې ځینې ډلې سیاست د ذهني عیاشۍ د پاره کوي او خپل غم ښادۍ پرې درنوي خو د قام امن، بقا او روښانه سبا سنجیده سیاست غواړي چې اوس د نیشت برابر دی ـ  دا د مسئلو حل نه دی ـ

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!