ليک : پروفېسر ډاکټر ياسين اقبال يوسفزی
اولسمه برخه
زمونږ د مشرانو او قام منځ کښې فاصلې ولې زیاتې شوې؟ آیا زمونږ مشران هم د قام په ځای یو نړیوال طاقت سره ډله شوي وو چې د پښتنو باور ئې بائیللی و؟ سوچ پکار دی؟ که د مشر خبره قام ناوري نو یا قام ناپوهه دی، یا د مشر خبره کښې منطق نیشته او یا مشر قام پوهولی نشي ـ خو داسې حال کښې تاوان د دواړو وي ـ قام چې تباه شي نو مشر سر کښې تباه کېږي ـ افغانستان کښې قام سره څه وشول او مشرانو سره څه وشول؟ سوچ وکړئ شریک قبر کښې د سردار داؤد غوندې مشر پېژندګلو د هغه سره هر وخت موجود زري قرآن (Golden Qur’an) او بوټانو وشوه ـ جنازه خو پرېږده، سره د بوټانو ئې ښخ کړی وـ د ډاکټر نجیب غوندی مشر ارياناچوک کښې زوړند کړی شوـ چې د یو قام وینې توئېږي نو وینه توئېدل عامه خبره شي، کلتور شي ـ یو مرګ مرګ وي خو ګڼ مړي بیا سټېټسکس شي ـ دا بیا تر مخصوصو خلقو محدود نه وي ـ دا قصابي رویې او قتل و غارت بیا پوهنتونونو، جوماتونو او سیاسي مشرانو ته یو شان رسي ـ خپل وطن ته وګورئ دا د دې عملي ژوندی عکس دی ـ دا خبره تر دې حده چا بوتلله او دې ټوله زمانه کښې چې دومره خراب حالات جوړېدل نو زمونږ د قام او زمونږ د مشرانو کردار څه و؟ آیا دوي په ایمانداري قامي سوچ کړی و او که چا سره ډله شوي وو چې قام ته ئې بیا هر خبره جانبداره ښکارېده؟
| آيا چې قامی مقامونه بدليدل او د دغه فکر خلق د پارټئ نه تلل نو مشران اوده وو؟؟ آيا د هندی او افغانی قيادت په بدليدو مونږ خپل مقامونه بدل کړل؟؟ که پاکستان د حقونو راکولو باور راکړو |
که روس افغانستان ته راغی نو د چا په بلنه او لمسه راغی؟ آیا دا اندروني معاملو کښې مداخلت نه و؟ که مجاهدین د روس خلاف نه راپاسېدل او د امریکې امداد ئې نه قبلولو نو آیا بل څوک یا بله لاره وه چې روس ئې د افغانستان نه اېستلی وی؟ که روس ښه و نو آیا د روس قبضه کښې نورو ملکونو ترقي کړې وه او که نور خوار شوي وو؟ د مشرقي او مغربي المان میثالونو ته وګورئ ـ که افغانستان کښې روس ماتې نه وی خوړلی نو آیا قازکستان، ازبکستان، تاجکستان، ازربائیجان، آرمېنیا، استونیا، جارجیا او لېتوییا چا پېژندل؟ که دا د روس او امریکې جنګ و نو پښتانه نیم د یو او نیم د بل ملګري ولې وو؟ آیا مونږ دواړو ته غاصبان او قبضه ګر نه شؤ وئیلی؟ چې روس لاړ او د افغانانو خپل منځي جنګونه شورو شول نو مونږ دې جنګ کښې د چا ملګري وو؟ بیا چې امریکه د طالبانو خلاف راغله او افغانستان ئې قبضه کړو نو مونږ د امریکې ملګري وو او که د طالبانو؟ ولې امریکې چې د روس خلاف افغانانو له امداد ورکولو نو په غلطه وه او چې د طالبانو خلاف پخپله جنګېده نو په حقه وه چې مونږ ئې ملګرتیا کوله؟

| نه قام دوسته سیاست تاواني دے او نه ګناه ده، بلکې قام دوستي د انسانی حقونو يقينی کولو حقه لار ده |
که مونږ فرض کړو چې سردار داؤد اخلاصي قامدوسته و نو مونږ ئې ملګري وو ځکه چې مونږ قام دوسته وو نو د نورمحمد ترکۍ نه تر ډاکټر نجیب الله خو ټول کميونسټان وو نو مونږ خو کميونسټان نه وو چې مونږ د دوي مرسته هم کوله؟ چې روس لاړ او کميونسټ سرکارونه لاړل او مجاهدینو خپل منځي جنګونه شورو کړل او روس او امریکه پکښې نه وو نو مونږ پکښې ولې د هیچا ملګري نه وو؟ ولې زمونږ ملګرتیا روس او امریکې پورې تړلې وه او زمونږ د افغانستان خلقو سره بله رشته نهء وه؟ چې بیا امریکې د طالبانو خلاف حامد کرزۍ او اشرف غني راوستل نو مونږ د دوي ملګري وو یعنې مونږ د افغان اولس په ځای د امریکې د خوښې مرستې کولې؟ سیاست کښې بحثونه او دلیلونه نه خلاصېږي خو دا هغه سوالونه دي چې قام دوسته سیاست ئې کمزوری کړی دی او یا منطقي جوابونه غواړي او یا پرې د قام سر خلاصول دي ـ په شور، نعرو او رټلو خلق غلي کېدېشي خو ذهنونه نه شي جوړولی ـ هم دا خبرې د قام او د قام د مشرانو منځ کښې بې باوري پېدا کوي؟ که چرې زمونږ مشران په حقه وو او قام ئې مرسته نهء کوله نو قام خو سر وخوړو خو مشران هم ناکامه شول، مشري ئې چا ونه منله ـ نو بیا زمونږ مشران هغه فلسفو پورې ولې نخښتي وو د کومو په سر ئې چې قامي باور بائیللی و؟ آیا د دې ناکامو سوبونه لټول نه وو پکار؟ مونږ یو خوا خدائي خدمتګار او خدائي خدمتګاري بائیلل او بلخوا د نوي دور سیاست کښې هم ناکامه شوـ آیا چې قامي مرامونه بدلېدل او د دغه فکر خلق د پارټۍ نه تلل نو مشران اوده وو؟ آیا د هندي او افغاني قیادت په بدلېدو مونږ خپل مرامونه بدل کړل که پاکستان د حقونو باور راکړو؟




ڈاکٹر صیب کہ دی لیکنی پہ یو کتابی شکل کی راغونڈی شوی نو د شتمنہ پختونخوا ہومرہ اہمیت لری