ليک : پروفېسر ډاکټر ياسين اقبال يوسفزی
شپاړسمه برخه
| بهټو صېب چې صنعتونه قومی ولقه کښې اخستل،نو د شريف خاندان کارخانې پکښې هم تللې وې،د دې سوبه نواز شريف ته د صنعتکارئ نه سياست زيات ګټور ښکاره شو،او د اصغر خان تحريک استقلال ته لاړو |
جرنېل ضیاء به پکښې کله کله دا ټپه هم وکړه چې اسلام کښې جمهوریت نیشته نو ووټونه پکښې د کومې راغلل؟ د سیاستدانانو دا هېر وو چې د دهاندلۍ خلاف تحریک، نفاذ نظام مصطفا ته څنګ ورسېد؟ خو جمهوریت به ئې چې رایاد شو نو لکه د بېوسه دوستانو به ئې دوستانه خندا کښې خلقو ته وئیل چې جمهوریت اسلام کښې نیشته نو دا مارشل لاء کومه سیپاره کښې ده؟ نو د خلقو لاړې به لوندې شوې چې خان تکړه دی ـ خو د بهټو مرګ د جمهوریت او سیاست دواړو جنازه وه ـ د دې نه پس سیاستدانان پوهه شول چې دا لوبه یوازې د جېل تر دیداره نه ده بلکه تر داره هم رسي ـ که د شېخ مجیب د ووټ قدر شوی وی نو پاکستان به نه ماتېدو او بیا که د بهټو د بچ کولو د پاره سیاستدانان په اخلاص ولاړ وی نو د پاکستان د جمهوریت به دا حال نه ؤ او دې ګناه کښې د پاکستان اکثر سیاستدانان شریک وو او ورسره د نه راوتلو منطق (د بهټو جبر) هم ؤـ خو بلخوا بهټو صېب سره د خپل جبر هم بلها منطقونه وو، د پاکستان دننه د پښتونستان زنده باد نعره، سردار داؤد او ګاندهي خاندان سره د مخالفو ډلو د مشرانو تعلق او د مذهبي پارټو سوشلزم (بهټو ازم) سره دوشمني ـ دغه وخت سیاستدانانو سره دوه لارې وې ـ یو دا چې د جرنېل مرسته وکړي او د بهټو نه ځان خلاص کړي او بله دا چې د جرنېل په ځای د جمهوریت مرسته وکړي او د بهټو سیاست او جبر سره مقابله وکړي ـ د بهټو صېب نه خلقو د جمهوریته ځان خلاص کړوـ پيپلیان د بهټو د پهانسۍ خلاف سړکونو ته راوتل خو د جرنېل کوړو وزپل او دومره کثرت او زور ئې نه ؤ چې جرنېل مجبور شوی وی او بهټو ئې بچ کړې وې ـ سندهـ او کراچۍ کښې د پيپلزپارټۍ ختمولو د پاره ئې مهاجرقومي مومنټ جوړ کړو چې جماعت اسلامي ورسره سرباري کښې لاړه ـ

د بهټو د پهانسۍ نه پس جنرل ضیاء دومره تکړه امیرالمومنین شو چې د درېو میاشتو په ځای د ووټونو قیصه بامبیچو ته لاړه ـ پينځه کاله پس جرنېل صېب یو بل ایجاد وکړو چې سیاست به نه وي خو جمهوریت به وي ـ د دې پاره ئې غېرسیاسي ووټونه وکړل او محمدخان جونېجو پکښې وزیراعظم شوـ خلق وړمبۍ پارټي جوړوي او بیا ووټونه کوي خو دلته وړومبي ووټونه وشول او بیا مسلم ليګ (ج) پارټی جوړه شوه ـ جونېجو صېب چې چا راوستی ؤ هم هغه کور ته رخصت کړوـ
| جرنېل صېب يو بل ايجاد وکړو چې سياست به نه وی خو جمهوريت به وی، د دې دپاره ې غېر سياسی وټونه وکړل او محمد خان جونيجو پکښې وزيراعظم شو |
بهټو صېب چې صنعتونه قومي ولقه کښې اغستل نو د شریف خاندان کارخانې پکښې هم تللې وې ـ د دې سوبه نوازشریف ته د صنعتکارۍ نه سیاست زیات ګټور ښکاره شو او د اصغرخان تحریک استقلال ته لاړـ د جنرل ضیاء بهټو سره دوشمنۍ او د شریف خاندان د بهټو د لاسه تاواني کېدو یو نوې دوستي جوړه کړه چې د برکته ئې نوازشریف د وړو وړو کامیابو نه پس د جنرل حمیدګل د لاس جوړ اسلامي جمهوري اتحاد مشر شو او د جنرل اسلم بېګ په مرسته د وزیراعظمۍ کرسۍ ته ورسېدـ په بیلابیلو دورونو کښې نواز شریف نهه کاله یعنې د ټولو نه اوږده وزیراعظمي وکړه ـ دا رنګ تاریخ د بهټو صېب هم ؤ چې د سر شاه نواز بهټو ځوی ؤ، د جنرل ایوب خان وزیرخارجه ؤ او بیا د بنګال په بیلېدو د جنرل یحیا خان په مرسته صدر او مارشل لا اېډمنسټرېټر او بیا وزیراعظم شوی ؤـ دا کار چې لیډر وکړي نو سیاسي دوراندېشي ده او چې عوام ئې وکړي نو نظریې سره بې ایماني ده ـ




د بھټو ، ضيالحق او د افغانستان دغه وخت په داخلي سياسي احوالو ښکلې نظر دې . دادونه .