ليک : پروفېسر ډاکټر اقبال ياسين يوسفزی
پنځلسمه برخه
| په بهټو صېب یو زوړ د قتل کېس راوت، او اکثرو سیاستدانانو د جمهوریت په ځای د ضیاوالحق مرسته وکړه چې دوي د بهټو نه خلاص کړي ـ |
د بېګم نسیم راتللو سره یوخوا د عامو افغانانو راپورې پښتنو سره مینه کمزورې شوه او بلخوا پارټي پښتونخوا ته راغونډه شوه او دوو صوبو کښې چې نیم پاکستان ګڼلی شو د سرکار جوړولو نه محرومه شوه ـ بیا پارټي دوو ضلعو یعنې چارسدې او صوابۍ ته محدوده شوه او اوس د چارسدې او صوابۍ حال هم ډېر ښکلی نه دی ـ سیاست بدل شوی دی، ډېرې نظریاتي پارټۍ کمزورې شوي دي خو که د نورو پارټو برعکس د دې پارټۍ د بقا جوازونه نور مضبوط شوي دي نو دا ولې کمزورې شوه؟ حقیقت ته د حقیقت په نظر کتل پکار دي ـ

ځان ته دروغ وئيل د ځان تباهي ده ـ په دې ټولو خبرو سوچ پکار دی ـ چې آیا دلته مقصدلکه د نورو پارټو سیاست کول شو؟ په ووټونو لږې پېسې لګول، سرکار کښې کرسۍ نیمه ګټل او بیا پرې ډېرې پېسې ګټل دي او که نا مرام د خپل قام ښکلی ژوند دی، خپل قام له هغه مقام ګټل دي چې تاریخ کښې ئې لرلو؟ که نه، هغه مقام دروغ و؟ که مونږ د ځان نه هسې بهادران جوړ کړي وو او وو هم داسې لکه چې دا نن یو؟ نه حق لرو او که لرو هم نو ګټلی ئې نشو؟ بس وخت تېرؤ او نور په ښکته ښکته روان یو او هم دغه زمونږ مقام او مرام دی؟ آیا مونږ د نورو قامونو نه بدل وو او که ځان راته هسې بدل او مغروره ښکارېدو؟ یا زمونږ قربانو کښې دومره اخلاص و چې زمونږ مرام ئې ډېر پورته بوتللی و؟ او په اخره کښې په داسې ډډه زمکه ولاړ پاتې شو چې که لږ هم خوځو نو غرقېږو؟ آیا مونږ په منطقي لار روان وو او که نه هسې جذباتي چغو سورو راله خیالي مرامونه جوړ کړي وو؟
| ايا زمونږ پارټئ شخصی جائيدادونه وو او که مونږ د پارټو نه ادارې جوړولی او ناکامه شو؟؟ ادارې او شخصی ملکيت کښې فرق وی ادارې چې څوک جوړې کړی نو هغه د شخصيتونو محتاجې نه وي. |
یو بل لوې بدلون د لیډر او کارکن منځ کښې د رشتې بدلون وـ ليډر به د پلار غوندې مینه ورکوله او کارکن به د اولاد غوندې وفاداري ښودله ـ دا رشته د باور نه هم ډېره بالا وه چې اوس نیشته ـ خو پښتنو حالات لیدل او قیادت سره د حساب کتاب په ځای ئې خپل مرام سره مینه لرله او هرې قربانۍ ته تیار ووـ آیا دا مرام مونږ ته مشرانو ټاکلی و او که نه دا مونږ ځان له پخپله په زړه کښې د شنو باغونو او سرو ګلونو یو مرام ټاکلی و؟ زمونږ د سیاست مقصد څه و؟ مونږ د من او سلوا په طمعه وو او که نه د یو ښکلي وطن د ادارو د جوړخ د پاره مونږه محنت هم کړی و؟ آیا زمونږ پارټۍ شخصي جائیدادونه وو او که مونږ د پارټو نه ادارې جوړولې او ناکامه شو؟ ادارې او شخصي ملکیت کښې فرق وي ـ ادارې چې څوک جوړې کړي نو هغه د شخصیتونو مختاجې نه وي، هغه د یو آئین یا منشور په ډهانچه کښې چلېږي او خلق په هغه لار روان وي ـ شخصي جائیدادونه هغه وي چې شخص څه خبره کوي هغه آئین او قانون وي او اکثر د شخصیت یا مشر بدلېدو سره تس نس شي ـ نو مونږ خو د خپلې یو قامدوسته پارټۍ نه تر ننه اداره جوړه نکړه او د شخصیاتو پېروي مو وکړه نو مونږ به وطن څه جوړ کړو؟




دا لړۍ دې همدغسې دوامداره وساتل شي ځکه چې مونږ پښتانه ددې نه سياست زده کولے شو . ډير اعلا ليک