ليک : پروفېسر ډاکټر ياسين اقبال يوسفزی
څوارلسمه برخه
د لیاقت باغ ډزو کښې ډېر پښتانه شهیدان شول او تور ئې په بهټو صېب او د پنجاب په ګورنر غلام مصطفاکهر (یعنې سرکار) ولګېدـ سرکار وئیل جنګ نېشنلیانو شورو کړی ؤـ هم د دغې جلسې نه پس اجمل خټک سره د ملګرو افغانستان کښې جلاوطن شوـ سرکار د دوو وړو صوبو د سرکارونو بدنامولو لارې لټولې ـ حال دې ته رسېدلی و چې د بلوچستان وزیر اعلا عطاالله مېنګل د خپل حفاظت د پاره د بلوچ سټوډنټ آرګنائزېشن هلکان راوغوښتل ـ او دا ټولې لوبې د مرکزي سرکار په لمسه کېدې ـ سرکار یو بانه ومونده او عراقي سفارتخانه کښې د موندې وسلې تور ئې په نېپ پورې کړوچې دوي بلوچستان او صوبه سرحد د پاکستان نه بیلول غواړي او په دې تور ئې د بلوچستان سرکار ختم کړوـ د نواب اکبربکتي د لندن د منصوبې په حقله وېنا ئې ورته بنیاد کړه ـ دا ريښتیا وو که دروغ خو د ضیاءالحق دور کښې دغه ساخت وسله د پيپلز پارټۍ المرتضا ډلې پورې هم تړلې شوې وه ـ د صوبه سرحد سرکار د بلوچستان سرکار د ختمولو په غصه کښې پخپله استعفا ورکړه ـ د دغه زمانې د سیاستدانانو د دیانتدارۍ دا حال ؤ چې کله مولانا مفتي محمود استعفا ورکړه نو ګورنر هاؤس ته ارباب سکندر خان له ورغلو او ورته ئې وئیل چې مونږ خو اوس سرکار کښې نه یو نو د دې ځای چائ به مونږ ته حلاله نه وي نو چرته بهر به چائ وڅښکو او جي ټي اېس کښې پنیالې ته لاړوـ او نن د دیانتدارۍ حال وګورئ ـ

1975 کښې د صوبه سرحد د پيپلز پارټۍ لوې لیډر حیات محمدخان شېرپاؤ ووژلی شو او د قتل په تور کښې ئې نېشنل عوامی پارټئ ليډران او کارکنان ونیولی شول ـ شېرپاؤ چا مړ کړو، بلها خلق تورن شول، بلها ګواهان پېش شول، مقدمې وچلېدې، شېروانۍ وموندې شوې، کتابونه پرې ولیکلی شول خو تر ننه څوک په چا یقیني ګوته نشي کېښودی؟ خو بهټو صېب دا قتل د مخالفو خلاف پکار راوستوـ د ولي خان ختمولو د پاره ئې د غدارۍ د مقدمې چلولو لپاره د حیدراباد ټربېونل جوړ کړو او بهټو صېب په خپل خیال خپله مخه خالي کړه ـ
ته خو سر دې له پرېکوې چې درته لار نه نیسي
پوهېږې نه ځان ته دېوال د کپرو جوړوې
| اجمل خټک بابا يو ورځ ماته وئيل، زمونږ مثال د اصحاب کهفو دے،نه مو په ژبه څوک پوهيږي،نه مو سيکه چليږي او نه مونږ په څه پوهيږو،دا څه وشو؟؟؟ |
دې کېس کښې سرکار د څلورنیمو سوو ګواهانو لسټ ورکړی ؤ او اتلس میاشتو کښې دوه ويشت ګواهان پېش کړی شول ـ مطلب ئې دا ښکارېدو چې خلق بندي وساتي او فیصله ونشي ـ
د بهټو د شخصیت ګڼ اړخونه ووـ زبردست مقرر ؤ، هغه د پاکستان هغه دوه درېو وزیراعظمانو کښې ؤ چې په فائیل پوهېدوـ د نړیوالې سویې ليډر ؤـ بهادر او جذباتي ؤ خو مخالف ئې نشو برداشت کولی، ځان ئې مطلق العنان بادشاه ګڼلو، مخالف مشران شرمول او رنګارنګ اذیتونو ته غورځول ورته عامه خبره ښکارېده ـ ان چې د خپلې پارټۍ لیډرانو هم د هغه مخالفت نشو کولی ـ دا جمهوریت ؤ، دا خامۍ د پاکستان ډېرو نامورو جمهوریت پسندو کښې شته ـ د دې باوجود، د بهټو مئينان هم بې شمېره وو او خلق ئې نن هم ارمان کوي چې داسې تکړه ليډر به بیا پاکستان ونه مومي ـ

چې عبدالولي خان بندي شو، نور قیادت قېد یا جلاوطن شو په نېپ پابندی ولګېده نو اين ډی پی جوړه شوه سردار شېرباز مزاري د ګوند صدر شو بېګم نسیم ولي په پارټۍ کښې مرکزی کردار ادا کړو ـ دې بدلون کښې د اعظم هوتي، افضل خان لالا او نورو مشرانو کردار یادېږي ـ دې بدلون سره د پارټۍ کېمسټري بدله شوه ـ یوخوا بلوچ ليډران بیل شول او بلخوا خدائي خدمتګار هم نوي قیادت سره هغسې نیزدې نه وو څنګ چې باچاخان یا ولي خان سره ووـ دلته زما غرض دا ثابتول نه دي چې دا فیصلې ښې وې که خرابې، د مشرانو پوهه وه او که ناپوهي، خو دې فیصلو د قامدوسته خوځښت نه ډېر خلق بیل کړي دي ـ وړومبۍ فیصله د باچاخان بابا کانګرس سره یوځای کېدل وو چې د محمداکبرخادم او صدر بخت جمال غوندې مئينان ئې بائیلل ـ دوېم د بېګم نسیم مشري چې دا پارټي ورسره بلوچستان کښې کمزورې شوه او د نظریې په ځای د دولت سیاست شورو شو او درېم د دې پارټۍ د افغان جنګ پحقله پالیسي ـ د دې خبرو نه پس خدائي خدمتګار چې د دې خوځښت د روح درجه ئې لرله، داسې ګډ وډ شول لکه چې هډو وو نه ـ اجمل خټک بابا یو ورځ ماته وئیل چې زمونږ میثال اوس د اصحاب کهفو دی، نه مو په ژبه څوک پوهېږي، نه مو سیکه چلېږي او نه مونږ په څه پوهېږو، دا څه وشؤ؟ نو دا هغه بدلون ؤ چې د بېګم نسیم راتللو سره راغی ـ خوبۍ ئې هم وې او ډېر سخت وخت کښې ئې پارټي سنبهال کړې وه خو دا بدلونونه هم راغلل ـ
| چې ولی خان بندی شو،نور قيادت قېد يا جلاوطن شو په نېپ پابندی ولګېده نو اين ډی پی جوړه شوه او سردار شېرباز مزاري د ګوند صدر شو بېګم نسيم ولی خان پارټئ کښې مرکزی کردار ادا کړو ،دې بدلون کښې د افضل خان لالا او اعظم هوتي کردار ياديږی، دې بدلون سره د پارټئ کيمسټری بدله شوه |



ماشاءاللہ ڈاکٹر صیب یو ځل بیا د پښتنو تاریخه پیښه سپړلې ده ډېر اعلی
ښکلې بشپړه ليک د سياسي تاريخ په حوالې سره
په اخره کښې پورته کړي شوي سوالونه چه د ځواب غوښتل يې حق بجانب دي .