ليک : پروفېسر ډاکټر ياسين اقبال يوسفزی
ديارلسمه برخه
| دا زمونږ قامی عېب دے چې ميډيا يا د وخت حاکم يو سړے بدنام کړی نو که هغه هر څومره حقه خبره کوی نو هغه د وطن دشمن کړی او که څوک د هغه اخلاقی مرسته هم کوی نو د غدار ټاپې پرې لګی. |
د باچاخان بابا نه پس، عبدالولي خان د قامدوسته سیاست مشر ؤ او قام له به ئې د جمهوریت او ازادۍ اسرې ورکولې ـ د 1970 ووټونه وشول، د عوامي لیګ شیخ مجیب الرحمان د مرکزي اسمبلۍ 167 چوکۍ وګټلې او د پيپلز پارټۍ ذولفقارعلي بهټو 86 چوکۍ وګټلې خو جمهوریت بیا بائیله او سرکار شېخ مجیب ته د سپارلو په ځای حالات دومره خراب کړی شول چې د جوړخ نه پيځويشت کاله پس پاکستان دوه ټوټې شو او ذولفقارعلي بهټو ته باقي پاتې نوےپاکستان سرکار وسپارلی شوـ د بنګال د بائیللو بدنامۍ کښې یحیاخان د سرکاره لاړ او بهټو صېب مارشل لاء اېډمنسټرېټر شو او بیا ورستو وزیراعظم شوـ د ډېرو خلقو خیال و چې دغه ووټونه د هر نقص نه پاک وو او د یحیاخان صفتونه به کېدل خو اوس خلق خبر شول چې دغه وخت هم د جمهوریت نامتو نامتو علمبردارانو له د شېخ مجیب د ناکامولو د پاره رشوتونه ورکړي شوي ووـ د مغربي پاکستان بعضې سیاستدانانو سره د ولي خانه د شېخ مجیب مرسته کوله خو هغه کلکه مرسته ئې ونکړه چې حقدار سرکار جوړ کړې وې.

او پاکستان ئې د ماتېدو نه بچ کړې وې ـ دا زمونږ قامي عېب دے چې مېډیا یا د وخت حاکم یو سړی بدنام کړي نو که هغه هرڅومره حقه خبره کوي نو هغه د وطن دوشمن کړی او که څوک د هغه اخلاقي مرسته هم کوي نو د غدار ټاپې پرې لګی او بیا څلوېښت کاله پس وایو چې هغه په حقه ؤـ د اوښیار او کم عقل او د ساز او د غل منځ کښې هم دغه هومره فرق وي ـ هښیار او ساز د پېښې نه مخکښې سوچ کوي او کم عقل او غل وروستوپښېمانۍ راوړي ـ د بنګال د حادثې په پښتون او پاکستاني سیاست څومره څه وشو، دا یو بیل بحث دی ـ
| بهټو صېب ټول ليډران ځان سره ملګری کړل،څه په خوشحالئ او څه په نازړه خو د 1973 ائين ې اتفاق سره منظور کړو چې د پاکستان تاريخ کښې لويه کارنامه ګڼلی شی. |
د دغه ټاکنو نتیجه کښې په صوبه سرحد او بلوچستان کښې نېپ او جمیعت العلماء اسلام دومره سیټونه وګټل چې دواړو صوبو کښې نېشنل عوامي پارټۍ او جمیعت العلماءاسلام په شریکه حکومتونه جوړ کړل ـ او عبدالولي خان مرکز کښې د حزب اختلاف ليډر شوـ دا ډېر عجیبه او په سیاسي توګه ډېر تود دور ؤـ یوخوا د بنګال پشان د نورو صوبو د بیلېدو ویره وه او بلخوا بنګالیانو سره شوي ظلم د بلوچو او پښتنو سره د نور ظلم ویره راپېدا کړه ـ دا وخت د بهټو صېب د پاره هم عجیبه ؤـ د بنګال د قربانۍ په بدل کښې د هغه اقلیت په اکثریت کښې بدل شو خو بلخوا، سره د اکثریته، د بلوچستان او سرحد حکومتونه د هغه سخت مخالف ووـ دا په جمهوري حساب څه دومره بده خبره نه وه، خلق مخالفو سره هم یوځای حکومتونه چلوي خو دا د بهټو صېب د فطرت خلاف وه ـ هغه یو مخالف هم نشو برداشت کولې ـ هغه په ټول پاکستان بغېر د چا د شریکته خپل راج غوښتلو او دغې خبرې د هرې مخالفې پارټۍ دوښمن کړی ؤـ بلخوا د مذهبي پارټو د سوشلزم (چې اصل کښې بهټوازم و) سره دوښمنۍ او د نېپ افغانستان او هندوستان سره تعلق او بیا د پښتونستان مسئلې هغه ډېر ګډ وډ کړی ؤـ سرکار خلق قېدول، زورول او د وطن دوښمنۍ تورونه ئې پرې لګول خو د دې هرڅه باوجود بهټو صېب د مخالفو ختمولو کښې ناکامه ؤ او هم دغې مشرانو ته اخر کښې کښېناست ـ بهټو صېب ټول لیډران ځان سره ملګري کړل، څه په خوشالۍ او څه په نا زړه خو د 1973 آئین ئې اتفاق سره منظور کړو چې د پاکستان تاریخ کښې یو لویه کارنامه ګڼلی شي ـ دې آئین کښې بعضې نکتې، د پاکستان نننو حالاتو سره ډېر تعلق لري چې کشر کول پرې ځان پوهه کړي ـ یوه دا چې دې آئین کښې، د پنجاب او د سیندهـ د ابادۍ د برترۍ ختمولو د پاره، سېنېټ کښې برابر نمائندګي د دې خبرې ضمانت ؤ چې د وړو صوبو د مرستې نه بغېر به یو فیصله نشي کېدی ـ دوېمه دا چې سپريم کورټ به د اسمبلۍ ماتحت نه وي ـ یعنې که د اکثریت په زور غټې صوبې په وړو صوبو پښې دربوي نو هغوي به عدالت ته تللی شي ـ درېمه مهمه خبره دا وه او دا هم د بهټو صېب د هغه ویرې ترجمانه وه کومه چې هغه د نېپ، هند او افغانستان سره د تعلق د سوبه لرله چې که چرې د عدم اعتماد تحریک کښې بهرنی دباو وليدی شي نو دا تحریک به پارلیمان ته نشي کېښودی ـ په دې آئین کښې عبدالولي خان د بلوچستان او صوبه سرحد د پاره د ګېس او بجلۍ ګټه کښې، د ملکیتي برخو مقررولو کښې کامیاب شوی ؤ او د نورو حقونو وعدې ورسره هم شوې وې خو نن هم د دې دواړو صوبو خلق د دغې برخو د پاره چغې سورې وهي او د مرکز نه ګیله مند دي ـ د بهټو صېب دا دور، پاکستاني سیاسي تاریخ یو ډېر ویښ دور ګڼلی شۍ ـ بوډاګان، ځوانان او ان چې ماشومان دې دور کښې سیاسي شوي ووـ هر کس د خپل ليډر په وېنا مېدان ته رادانګلي وو او د خپل جمهوري حق په معنا پوهه شوی ووـ دغه دور کښې، سیندهي قامدوسته مشرانو خپله صوبه کښې سیندهي دفتري ژبه کړه خو د بده مرغه صوبه سرحد کښې د نېپ او جمیعت شریک سرکار اردو دفتري ژبه کړه ـ ښکاره ده چې نېپ به په دې رضا نه ؤ خو جمیعت العلماء اسلام به مجبور کړی وي ـ




ماشالله زمونږ ډاکټر صیب ډېر ګټور ښکلي معلومات په خپلچو لیکونو کښې راوړي…کور یې ودان
ورسره پښتون اولس ته خبرداری ورکوي چې مونږ ته څه څه کول پکار دي
زنده باد ډاکټر یقین اقبال صیب