د پښتنو سیاسي مسئله او ممکن حل

هر سړی یو فکر لري، کېدېشي ټهیک وي، کېدېشي غلط وي خو هښیار قامونه هر چا له د خپل فکر وړاندې کولو حق ورکوي ـ د بده مرغه، زمونږ سیمه کښې دا رواج نیشته او په دې سوب مونږ د جمود ښکار یؤـ مونږ د فکر په ځای خولې ته ګورؤ کهء خولهء د خپل مشر یا کشر ده نو وران فکر له هم پښې اوبو ته کوؤ خو کهء خولهء پردۍ ده نو سم فکر هم ورانوؤـ دا رنګ خویو قامونه غرقوي ـ

زمونږ مسئله څهء ده او دا به څنګ خلاصېږي؟ دا مسئله یواځې د پښتنو نهء ده، دا د پاکستان د نورو قومیتونو هم ده او کهء مونږ ئې نوره پراخه کوؤ نو دا مسئله د برصغیر ده ـ په دې خاوره چې کوم قامونه مېشته دي د دوي نه خپل تاریخ او کلتور تروړلي شوي دي ـ دوي په صدو صدو غلامان پاتې شوي دي ـ غلام هغه وي چې یا ئې جنګ بائیللی وي او یا ئې دغسې زور ته سر ټيټ کړی وي ـ د هر حق نه دستبرداره شوي وي ـ نهء ملکیت لري، نهء حق لري او نهء دعوه ـ کهء چا ورله څهء ورکړل هغه د ورکوونکي ښېګړه ګڼي او کهء د چا نه ئې څهء پټ یا رالاندې کړل نو هغه خپل کمال یا مړانه ګڼي ـ زمونږ په سوونه کاله د غلامۍ تربیت شوی دی ـ مونږ ته د خپل حق د پاره د زارۍ مینت تربیت راکړی شوی دی ـ زمونږ نه د ازاد ژوند سوچ او ټول کړهء وړهء هېر کړي شوي دي ـ مونږ ته هیڅ هم خپل نهء ښکاري چې تر څو مو خپل کور ته نهء وي رسولي ـ په یو عجیبه ذهني جنګ

د برصغير خاوره او خلق د نورو براعظمونو پشان نه دی دلته يو غټ تضاد دے چې غټ قبضه ګر هر وطن ته تللی دی نو خپل عسکر ې بوتلی دی تنخا ې ورکړې ده او خپله قبضه ې پرې ساتلې ده خو د برصغير خلقو د غاصب دپاره خپل رور وژلے دے

اخته کړي شوي یؤـ مونږ انسانیت په دوو ډلو کښې وېشلی دی ـ هر د لاس د لاندې کس راته خپل غلام ښکاري او هر د لاس د پاسه کس راته آقا ښکاري ـ د برابرۍ فکر نهء لرؤـ د زما څوک او زهء د چا نه علاوه هغه درېمه ډله نهء منؤ او نهء ئې لرؤـ ځان راته یا اوچت یا ښکته ښکاري، د برابرۍ سوچ او فکر نهء لرؤـ مونږ د آقا او غلام نه علاوه بل هيڅوک نهء لرؤ او نهء منؤـ دا غلامانه فطرت او غلامانه خویونه دي ـ د ملکیت احساس زمونږ د ذهنونو نه وينځلی شوی دی ـ دې ټولو خبرو مونږ په خپل کور او د خپل پلار نیکهء وطن کښې پردي کړي یؤـ لکه چې په سوال پردي کهنډر کښې اوسؤـ

دا ډېره ډونګۍ فلسفه ده خو زهء دا په راروان یو څو قسطونو کښې په ساده ټکو کښې تر لوستونکو درسول غواړم ـ چې د دې سیمې عوام او سیاستدانان پرې سوچ وکړي او مونږ د دې غلامۍ نه راوځؤ، خپل فکر ازاد کړؤ، پخپله هم یو ازاد ژوند تېر کړؤ او نورو له هم لکه د ځان د ښکلي ژوند تېرولو حق ورکړؤـ

د برصغیر خاوره او خلق د نورو براعظمونو پشان نهء ده، دلته یو غټ تضاد دی ـ چې غټ قبضه ګر هر وطن ته تللي دي نو خپل عسکر ئې بوتلي دي، تنخا ئې ورکړې ده او خپله قبضه ئې پرې ساتلې ده خو د برصغیر خلقو د غاصب د پاره خپل ورور وژلی دی او په ځان ئې د پردو قبضې خوندي ساتلي دي ـ د دې سوبه غاصب ته دا قبضه ساتل ډېر اسان ووـ زمونږ اکثر خلق، کهء هغه عسکر دي، کهء افسران دي، کهء ملان دي او کهء سیاستدانان دي، خرڅ شوي دي، څوک په پېسه، څوک په بوګس نوم ناموس او څوک د خان په شاباسي ـ د دې سوبه، مونږ ازادي نهء ده ګټلې، مونږ له ازادي د غاصب په خوښه راکړې شوې ده ـ دا خبرې کول مخکښې ګناه ګڼلی شوې خو اوس پرې کتابونه لیکلي شوي دي او ډاکټر اشتیاق حسېن او پروفېسر هود بهائي پرې په ګهنټو ګهنټو اوږدهء وډیوز په یؤټيوب ايښي دي چې د برصغير د خلقو په خوځښتونو په زور انګرېز دا خاوره نهء وه پرېښې بلکهء د انګرېز تګ د دوېم جنګ عظیم نتیجه وه ـ دې جنګ کښې انګرېز دومره ټکولی شوی و چې خپلې کالونۍ ئې نورې نهء شوې ساتلی ـ زمونږ د خلقو د قربانو نه انکار ناممکن دی، لکه عجب خان اپريدي په ذاتي توګه یو مسلسل جنګ کړی دی، د تورنګزو حاجي صېب، د جندول عمراخان، سرتور فقیر، ايپي فقیر، د چکنور ملا صېب هډي ملا او داسې نورو مشرانو وسله بنده مجاهده کړې ده او په ،

سیاسي توګه موهن داس ګاندهي، باچا خان، چندربوس او علامه مشرقي غوندې بلها مشرانو بلها هسې کړې دي خو دا ټول د انګر په شړلو کښې ناکامه شوي ووـ چې دوېم جنګ عظیم د انګرېز زور مات کړو نو بیا ئې په خپله خوښه د برصغیر د پرېښودو فېصله وکړه او د مقامي سیاسي مشرانو د مرضۍ خلاف ئې دا براعظم ټوټې ټوټې کړو او بیلا بیلې پولې او منطقې ئې پکښې متنازعه هم پرېښودې چې دا خلق پرې په خپلو کښې په جنګ وي، اولسونه ئې د لوږې مري او دوي خپلې پېسې ټکې په جنګونو لګوي ـ  دا رنګ به دوي پرمختللې نړۍ له د وسلې د بازار کار هم کوي، د قرضونو مختاجي به هم لري او نور نور به خوارېږي ـ

چې دوېم جنګ عظيم د انګريز زور مات کړو نو بيا ې پخپله خوښه د برصغير د پريښودو فېصله وکړه او د مقامی سياسی مشرانو د مرضئ خلاف ې براعظم ټوټې ټوټې کړو

بلخواته، په دې د یو ارب نه زیاته ابادۍ کښې په اویا اتیا کاله کښې هم دا عقل رانغی چې خپلې مسئلې د منطق، دلیل او فطرتي انصاف په بنیاد خلاصې کړي ـ دا به یو خوا د ګاونډیانو خپل منځي کرکه کمه کړي او بلخوا به دا وطنونه پرمختګ وکړي او د پردو قرضونو او لوږو تندو نه به خلاص شي ـ مونږ خو هرڅهء، ډېر په خوشالۍ د بهره امپورټ کوؤ خو د بده مرغه، کهء چا د عقل امپورټ کولو کوشیش کړی دی نو هغه مونږ بد بد اغستی دی، یا مو د وطنه شړلی دی، یا مو غلی کړی دی او یا مو ځان سره په لار کړی دی چې وطن ئې راله لوټلی دی نو خوشاله شوي یؤـ


 (نور بیا)

error: Content is protected !!