ليک : افتخار ساحل
د بدقسمتۍ نه پښتون قام د نړۍ په جغرافیایي لحاظ په يو داسې ټوټه پروت دے چرته چې يوه ورځ هم د څه زړۀ لړزونکې واقعې نه بغېر نۀ تېرېږي. هغه د پښتو متل دے چې د مېږي کور د غم نه چرې خالي نه وي. د داره او چنګېز نه راونيسه تر اورنګ او فېرنګه او د دې نه پس تر دې موجوده وخت د زورواکو پورې د هر «خان بلډپرېشر» هم په دې غريبانانو هائي کېږي.که د دنيا د يو سر نه د چا د دنيا په بل سر هم چا سره څۀ ماته ګډه وي خو مېدان جنګ به ئې په اتفاق پښتون وطن ټاکلے وي. مړۀ به هم پښتانۀ وي او پړۀ به هم پښتانۀ وي. او په هيڅ رو ګودر به نه پوهېږي چې اوس کوم بوټي ته لاس واچوي؟
| څوک ورته وائي په نوي پاکستان کښې به دې وزرې د سرو شي او څوک ئې په زوړ پاکستان کښې د الوتو په دروغژنو وعدو غولوي. څوک ورته وائي راځئ چې رياست مدينه جوړه کړو |
عجيبه خبره دا ده چې دا جنګونه يوازې جنګي پالېسۍ نه راوړي . دا جنګونه په خپلو ترخونو کښې داسې داسې منصوبه سازۍ دې وطن ته راوړي چې لا امله ئې په ټول قوم کښې يو اجتماعي ډپرېشن او احساس کمتري پېدا کېږي. دغه احساس کمتري دوي په خپلو موجوده لارښودانو او قامي رهبرانو هم شکيان کړي او په خپلو ځانونو هم…..د دوي مثال بيا د هغه مريض وي چې په تلو خو هر ډاکټر ته غاړه ږدي خو دا باور ئې په يو ډاکټر هم نه وي چې ګني زۀ به دۀ سره ښۀ شم.کۀ تاسو خيال کړے وي نو بيا هم دا هاغه وخت وي چې مريض د عقلي طبیعي او ساينټېفک حل په ځاے د توهماتو تور ګړنګ ته ځان وغورځوي. بيا د هر نيم ملا نيم حکيم او نيم رهبر خوښه ده چې هر څۀ لوبې پرې کوي. هر چرته ئې راکاږي.خو د دۀ د عقل او خپل ذهني مزاحمت شيشه ړنده وي. او که څه لږ ډېر لاس پښه خوځوي هم نو دا هم هسې لور په لوټه تېرۀ کول وي.
همدغسې چې مونږ کله د پښتون قام سختو تکليفونو او کړاؤونو ته ګورو او بيا د دۀ غېر عقلي فېصلو ته….. نو د پورته مثال په تله بالکل سرۀ په سرۀ خېژي. په دې ملک کښې د څو لسيزو راهسې دے د مختلفو ناورينونو سره مخ دے. هره ورځ ئې د بلې بتره وي. د نړۍ او ملک چالاک حاکمان پرې رنګ رنګ تجربې کوي. خو دے وائي نن به ښۀ شم او سبا به ښۀ شم. هغه د سېف الرحمان سليم شعر دے:
د نا اهله طبيبانو په ولقه کښې
هر طبيب د پاره نوې تجربه يم
څوک ورته وائي په نوي پاکستان کښې به دې وزرې د سرو شي او څوک ئې په زوړ پاکستان کښې د الوتو په دروغژنو وعدو غولوي. څوک ورته وائي راځئ چې رياست مدينه جوړه کړو . څوک ئې د جهاد په نوم اول ښۀ ښکر په ښکر کړي او بيا ئې ښه په قلار قلار بلېک مېل کړي……. او قام هر لاسونو ټپولو والا پسې په پټو سترګو روان وي.
د وفاق تنخادار موليان ورته وائي چې په تاسو ځکه هر عذاب راځي چې ستاسو عملونه خراب دي. نو دوي ګرېوان ته سر ننه باسي او د هغوي تقريرونو ته په خپلو هغه ګناهونو اوښکې تويوي کوم چې دوي هډو کړي نه دي. څوک ئې تر غوږ دا ټنګ تېروي چې تاسو ته رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دعا کړې ده او بتان ئې درته وئېلي دي نو ځکه درباندې آزمايشونه راځي. او ښکاره خبره ده چې آزمايشونه خو به پېغمبرانو هم راتلل . نو دے په ګيره لاس راکاږي او څۀ لږې ډېرې لاړې ئې تېرې شي. الغرض دا د ړاندۀ ښځه ده او په خداے باندې سپارلې ده.
خو که چرې قام ښه په سړه سينه د خپلو سرونو نه دا ټول پېريان پاڅوي او خپل ګرېوان ته سر وردننه کړي نو پوې به شي. چې د دغه ټولو دعوو تقريرونو نارو او وعدو هيڅ سر پښې نشته . په هره دعوا ناره تقرير او وعده کښې ماته، زما بچو ته، او زما هغه وسايلو ته چل دے کوم چې ماله قدرت راکړي دي. او دې ټولې دنيا ورته بډې ځکه وهلي دي چې زما نه ئې په دام دهوکه چل فرېب وشوکوي او خپلې خېټې پرې ډکې کړي.
| څوک ئې تر غوږ دا ټنګ تېروي چې تاسو ته رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دعا کړې ده او بتان ئې درته وئېلي دي نو ځکه درباندې آزمايشونه راځي |


د ليکوال د زړه د تله مننه کووم
د ليکوال د ټول ټيم مننه کووم
ګرانه ساحل جانه
پښتنو کښې به شعور په تعليم او عام زده کړې راځي
الله دې په مونږ ورحمیږي
ساحل صیب کہ اوگورو نو پوختانہ پہ خپل کورونو کی سرہ وران دی
آیا پہ داسی حال کی اجتماعی سوچ ممکن کیدلے شی ؟
دلتہ اجتماعی سوچ متاثر دے
ساحل صیب کہ اوگورو نو پوختانہ پہ خپل کورونو کی سرہ وران دی
آیا پہ داسی حال کی اجتماعی سوچ ممکن کیدلے شی ؟
دلتہ اجتماعی سوچ متاثر دے
Taso Bilkul Sahi Khabary oke che munga Kala hom jangego no da bal dalasa jangego (Kho Munga ta Sahi Lara khodal O Bya pa haghe bandy tlal )da Zamunga da Qom O Mughashery masharano la Pakar di che zamunga tarbiyat Dasay oki che munga Khpale faisale ao Khpale masaly pa khapala Hal Koo Na che Da Bal Cha Tatwan latawu O da Haghai dapara Hasy da zindabad Naray lagawu