د پاک ـ افغان تاوتریخوالي له امله د تورخم په ګډون ټولې سرحدی لارې تړل شوې دي، زرګونه کسان بې‌روزګاره شوي دي.

د اکتوبر د يوولسمې او دولسمې نېټې ترمنځ شپه، کله چې افغان طالبانو د پاکستان پر امنيتي پوستو بريد وکړو، او پاکستاني ځواکونو ځوابي عمليات ترسره کړل، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې سختې خرابې شوې. د دغې کړکېچ په نتيجه کښې نه يوازې د تورخم دروازه بلکې د خرلاچي، غلام خان، انګور اډه او چمن پولې هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

د اوسني تاوتريخوالي له امله د تورخم دروازه له تېرو څلورو ورځو راهيسې تړلې ده.

د پاک  افغان پر لويه لاره د جمرود او لنډي کوتل په سيمو کښې د افغانستان پر لور تلونکي باروړونکي موټرونه اوږدې ليکې جوړې کړي دي، چې ګاډو والا  سختو ستونزو سره مخامخ دي.

وقاص، چې له پاکستانه افغانستان ته سيمنټ وړي، له تېرو پنځو ورځو راهيسې د لنډي کوتل پر غاړه ولاړ دی. هغه د ريړۍ نه يو کپ قهوه او کيک اخلي او ناشتې ته يې کاروي، ځکه نزدې کوم هوټل شتون نه لري. نوموړي وويل، دلته هېڅ اسانتيا نه شته، د بار دروندوالي له امله موټر ته تاوان رسېږي او د مال خرابېدو وېره هم ده. ده زياته کړه، تر اوسه هېڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي چې پوله به کله بېرته پرانيستل کېږي.

تقريباً لس زره ځايي خلک د تورخم پولې له لارې خپل روزګار چلوي. د سيمې د خلکو د عايد ستره سرچينه د پاک  افغان سوداګري ده. د پولې له تړل کېدو سره دا خلک بې‌روزګاره شوي، او د دې نيغ په نيغه اثرات د لنډي کوتل پر تجارتي مرکز دی.

د لنډي کوتل د تاجرانو د اتحاد مرستيال فيصل ملوک وويل، کله چې د تورخم پوله وتړل شي، په سيمه کښې تجارتي فعاليتونه نزدې ختم شي. د ده په وينا د سيمې د خلکو يوازينئ غټه زريعه سرحدي تجارت دی، خو اوس په  بازارونو کښې ګاهک نشته  . ده وويل، ډېری غريب مزدوران هر سهار د روزګار لپاره تورخم ته ځي او ماښام د کور لپاره سامان اخلي، خو د پولې تړل کېدو د هغوی د کورونو انغری ساړه کړې دي. فيصل ملوک له دواړو هېوادونو غوښتنه وکړه چې د خبرو له لارې ستونزې حل کړي او د تګ راتګ لپاره د تورخم پوله پرانيزي.

د دې نه وړاندې له افغانستانه ټماټر ، ، پياز، مڼې، انګور او انار او سېوان راتلل خو اوس د پولې تړل کېدو له امله په پاکستان کښې د دغو څيزونو بعې لوړې شوې دي.

د سرحدي چارواکو په وينا، د تورخم له لارې هره ورځ شاوخوا لس زره کسان او له پنځه سوه زيات موټر تګ راتګ کولو ، خو اوس د مال وړونکو موټرونو مالکان سخت اندېښمن دي او له دواړو هېوادونو غوښتنه کوي چې دا ستونزه زر تر زره د خبرو له لارې حل کړي.

رحمان الله، چې يو د موټر مالک دی، له خپل ملګري سره په لنډي کوتل کښې د پولې د پرانيستل کېدو انتظار کوي . ده وويل، د دواړو هېوادونو ترمېنځ خرابو اړيکو له امله د باروړونکو موټرونو مالکان د درنو مالي تاوانونو سره مخ دي. ده زياته کړه، مالکان اضافي پيسې نه ورکوي، ټول لګښتونه ګاډو والا پخپله په غاړه دي.

د تورخم پولې د تړل کېدو له امله له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهير هم اغېزمن شوی دی. له بلې خوا، د سند او پنجاب اعلا وزيرانو د کډوالو د ستنېدو بهير د چټکتيا امر کړی دی.

سرچينې وايي، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اوسني کړکېچ د راکمولو او د تورخم په ګډون د نورو پولې د پرانيستلو لپاره تر اوسه خبرې نه دي پيل شوې.

د خيبر پښتونخوا نوي ټاکل شوي اعلا وزير سهيل افريدي په خپله لومړۍ وينا کښې ټينګار وکړو چې د افغانستان سره د اړيکو ښه‌والی او د قبايلي سيمو د ترهګرۍ له مېنځه وړلو لپاره به له مرکزي حکومت سره نزدې همکاري کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!