د پاک افغان تجارت متاثر کېدل دواړو هېوادونو له زيانمن دی

د تېر اکتوبر دولسمې نېټې راهیسې د پاک افغان مسوده حالاتو  له امله پنځه سرحدي دروازې چې پکې تورخم، خرلاچی، غلام خان، انګور اډه او چمن شامل دي، د سوداګرۍ او د خلکو د تګ راتګ لپاره تړل شوي دي. د روانو حالاتو  له امله د پاکستان پېداواری يونټونو ته هم مالي زیان رسېدلی دی. فیضان احمد له شلو کلونو راهیسې د حیات‌ آباد صنعتي بټۍ کښې د ماچسو کارخانه چلوي. جوړې شوې ماچسونه افغانستان، منځنۍ اسیا او حتی روسیې ته ليږی، خو د پاک ـ افغان کشیدګۍ او د لارو د بندېدو له امله یې مالي ستونزې ډېرې شوې دي. هغه وايي د حیات آباد صنعتي بټۍ او د صوبې نورې کارخانو د کاميابئ انحصار د افغانستان او منځنۍ اسیا په برآمد دي. د هغه په وینا،کارخانه دار د

  قرارداد سره سم مال تیار کړی، خو د لارو د بندېدو له امله یې ليږل ممکن نه دی.

د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې د اسلام‌آباد او کابل د خرابو اړیکو له کبله پنځه سرحدي لاري د خلکو او سوداګرۍ لپاره تړل شوي دي. د افغان طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال صدراعظم ملا عبدالغني برادر په دې وروستیو کې له پاکستان سره په سوداګرۍ سخت دریځ خپل کړی دی. هغه افغان سوداګرو ته سپارښتنه کړې چې په پاکستان تکیه کمه کړي او په راتلونکو درې میاشتو کې نورې

 تجارتي لارې  پیدا کړي. د برادر په وینا پاکستان بیا بیا سرحدونه تړي او افغان سوداګرۍ ته زیان رسوي، چې په دې حالت کښې قوی تجارت امکان نه لري. هغه د پاکستان د دوايانو په خراب معيار هم سخته نیوکه وکړه او د هغوی د وارداتو د بندېدو امر یې وکړ. برادر وویل که پاکستان غواړي سوداګري جاري پاتې شي، نو باید داسې باوري ضمانت ورکړي چې په راتلونکي کښې به بې‌ځایه سرحدونه نه تړي. هغه زیاتوي چې افغانستان باید اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړي او د سوداګرۍ په برخه کښې د پاکستان پر تکیه کم کړي.

په ځواب کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي چې که افغانستان له پاکستان سره تجارت کم یا بند کړي، نو دا به پاکستان ته زیان نه، بلکې ګټه وي. د هغه په وینا، که افغان تجارت ایران، ترکیې یا ترکمنستان ته واوړي، دا به پاکستان لپاره “خوښونکې خبره” وي، ځکه چې له دې سره به د سرحد فشار کم شي او د اسمګلینګ او ترهګرۍ خطرات به هم راکم شي. هغه وايي ډېری افغان مال چې د کراچۍ بندر ته راځي، په حقیقت کې په پاکستان کې خرڅیږی ، نو که دا رجحان ختم شي، پاکستان ته اقتصادي زیان نه رسېږي. د هغه په وینا، د سرحدي تګ راتګ په کمېدو سره به پاکستان ته په امنیتي او اداري دواړو برخو کې ګټه ورسېږي.

په خیبر پښتونخوا کې نزدې ۲۵۰ د دوايانو جوړولو کارخانې فعالیت کوي. کامران خان چې د حیات آباد صنعتي بټۍ په یوه ادویه سازه شرکت کښې د منېجر په توګه کار کوي، وايي افغانستان د پاکستاني دوايانو لپاره تر ټولو ښه بازار دی، خو د سوداګرۍ ستونزو له امله  مالي مشکلات  دی. هغه وايي دواړه هېوادونه باید په دوه اړخیزه سوداګرۍ کښې اسانتیاوې رامنځته کړي چې برامدات زیات شي، د هېواد خزانه پیاوړې شي او خلکو ته د کار موقع پیدا شي.

تاجر مشران وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ متاثر کيدل دواړو هېوادونو ته زیان اړوي. د خیبر پښتونخوا صنعت مخکې له مخکې د ناامنۍ او ترهګرۍ له امله زیانمن شوی دی، او اوس له افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدو سره  ستونزې نورې هم زیاتې شوی دي. د صنعت د زیانمنېدو له امله زرګونه خلک د بې‌کارېدو له خطر سره مخ دي.

تاجر مشر محمد ولي وايي څو کاله مخکې یوازې د ماچسو ۷۰ زره کاټن برآمدېدل چې ډېری یې افغانستان او منځنۍ اسیا ته لېږل کېدل، خو د سوداګرۍ په زیاتېدو ستونزو او د سرحدونو په بیا بیا بندېدو سره دا اندازه څو چنده کمه شوې ده. هغه وايي د دوه اړخیزې سوداګرۍ خرابېدو سره دواړه هېوادونه زیانمنېږي، ځکه چې دواړه د صنعتي او زرعی اجناسو لپاره نزدې او اسانه بازارونه لري. هغه وايي د خیبر پښتونخوا صنعت  له وړاندې د ترهګرۍ له امله اغېزمن شوی او که افغانستان ته برامدات بند پاتې شي، یوازې کارخانه دار نه، بلکې زرګونه مزدوران به هم د بې‌روزګارۍ له خطر سره مخ شي.

افغانستان یو له وچو هېوادونو څخه دی، یعنې سمندر ته لاره نه لري. له همدې امله د نړۍ سره تجارت لپاره پر پاکستاني بندرونو تکیه کوي. د پاکستان د بندرونو له لارې ترسره کېدونکي تجارت ته ټرانزټ ټریډ ویل کېږي. په دې کښې د پاکستان خاوره د ترانزیت لپاره کارېږي. پاکستان له یوې خوا خپلې صنعتي او زرعی تیارې شوې محصولګانې افغانستان ته صادروي، او له بلې خوا د افغانستان زرعي توکي او معدنیات تجارت دی څو ورځې وړاندې د سرحدونو بندېدو له امله پاکستان کښې د ټماټرو قيمت تر اوو سوو روپو پورته شوی ؤ، او د انارو، مڼو، انګورو نرخونه د تاریخ تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي وو.

جان الکوزي ویلي: “پاکستان زموږ خبرې نه مني، او خپل پیسې دې سمندر ته مه غورځوي.”

پاکستان له افغانستان څخه اصلاً کرنیز، معدني او خام صنعتي توکي واردوي. د ۲۰۲۴ کال د تازه شمېرنو له مخې د پاکستان ټول واردات له افغانستان څخه شاوخوا ۶۵۸.۷۲ میلیونه ډالر وو. تر ټولو زیات واردېدونکی توکی پټه (Cotton) ده چې ارزښت یې ۲۲۴.۸۲ میلیونه ډالر کېږي. سبزيانې  لکه پیاز، ټماټر او نور ورځني سبزئ د ۲۰۳.۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت دوهمه لویه برخه ده. میوې او مغوزات هم ۹۱.۵۷ میلیونه ډالر وارد شوي. دغه راز معدني تېل او پترولیمي محصولات نږدې ۸۹.۰۶ میلیونه ډالر وارد شوي. چای، کافی او مصالحې ۱۷.۱۳ میلیونه ډالر، دانې او تخمونه ۱۲.۱۶ میلیونه ډالر او غلې شاوخوا ۴.۳۳ میلیونه ډالر وارد شوي دي. په نورو وارداتو کښې خام څرمن (۲.۸۶ میلیونه ډالر) او تمباکو (۲.۴۲ میلیونه ډالر) شامل دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د اکتوبر له ۱۲مې وروسته  بنده ده چې له امله یې د سرحد دواړو غاړو ته ۵۰۰۰ باروړونکي ګاډي ولاړ دي، او د افغان چمبر د ادعا له مخې ۱۲ زره کانټینرونه په پاکستان کښې بند پاتې دي. بلخوا پاکستاني تاجران وايي چې د افغانستان او منځنۍ اسیا د لېږد توکي په لویه کچه د سرحدونو د بندېدو له امله بند پاتې دي. تېر کال افغانستان د پاکستان اتم لوی صادراتي مارکیټ و، او روان مالي کال کې په صادراتو کې ۳۱٪ زیاتوالی هم راغلی و. غیررسمي تجارت ور اضافه شي، نو د پاکستان واقعي صادرات تر رسمي شمېرنو څو برابره زیات کېږي. له چمن دروازې هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ ټرکونه افغانسان ته پاکستاني مال وړل، خو بېرته راتلونکو ګاډو شمېر ډېر کم و. د افغانستان د اجناسو مارکیټ کښې د پاکستان ونډه یو وخت ۹۵٪ وه، چې د هند د مداخلې وروسته ۶۵٪ ته راټیټه شوه. بله خوا د افغان ټرانزټ تجارت حجم په ۲۰۲۳ کې ۶.۵ میلیارد ډالر و، خو په ۲۰۲۴ کې ۲.۳ میلیارد او په ۲۰۲۵ کې یوازې ۱ میلیارد ته راکم شو. د افغانستان نه پاکستان ته تر ټولو مهم واردات د لوړ کیفیت سکاره دي، چې د کم واټن له امله ژر رارسېږي.

ټول شمېرې ښيي چې د سرحد تړل کېدل نه یوازې د دواړو هېوادونو اقتصاد ته زیانمن دي، بلکې د بازار د ونډې د لا بدلون خطر هم زیات شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!