Skip to content
Home روانې چارې د پاکستان د سر ښار اسلام آباد ترټولو لويه پښتني,قامي,ادبي او کلتوري دستوره
ليک : نسيم مندوخیل
اوله برخه
د نوې ژوند اسلام آباد څلورم امن ايوارډ – پښتون کلتور ورځ , د اجمل خټک بابا د زيږيدو سل کلن جشن , مست سندريز ماښام , د ادب، کلتور او ټولنيز خدمت لويه دستوره د نوي ژوند ټولو مشرانو عهديدارانو او غړو ته مبارکي ورکوم چې په اسلام آباد کې يې دومره بډايه,شتمنه او درنه دستوره را جوړه کړه۔۔۔افراسياب خټک د نوې ژوند ادبي، کلتوري او فلاحي تنظيم اسلام آباد له خوا د څلورم امن ايوارډ ادبي کلتوري دستوره د 2025م کال د سپتمبر پر 23مه نېټه د ستر پښتون دانشور او پخواني سنيټر ښاغلي افراسياب خټک په صدارت کې د نيشنل کونسل آف دي ارټس اسلام آباد په لوې تالار کې ترسره شوه. غونډه د تانيه مسکان مندوخيل (د نسيم مندوخيل وړه لور) د قران مجيد په روح بخښونکي تلاوت پيل شوه.
په دې دستوره کې د نوميالي شاعر او اديب پروفيسر ډاکټر اسلم تاثير د مشر مېلمه په توګه ګډون کړی و، په داسې حال کې چې د اعزازي مېلمنو په قطار کې د پوهانو، اديبانو او ليکوالو يوه غوره ډله شامله وه، چې پکې نومياله دانشور نورالامين يوسفزی، ډاکټر حنيف خليل، ډاکټر طارق دانش، فضل مومند،حساس يوسفزے , ډاکټر اقبال شاکر، اقبال حسين افکار، ډاکټر عالم يوسفزے , سيد معصوم شاه معصوم او حسينه ګل شامل وو. دستوره د ماسپښين په درې بجې اعلان شوې وه، خو د ميلمنو د راتګ او ماځيګر د اذان کېدو په خاطر په رسمي ډول د مازيګر د لمونځ نه وروسته پيل شوه. د نيمايي نه زيات هال د درې نيمو بجو پر مهال ډک شوی و او کله چې غونډه پرانيستل شوه، نو آډيټوريم له ګډونوالو څخه ډک و. د پښتو، اردو او هندکو ژبو او افغان ژورناليسټو ګڼ شمېر ميرمنو او سړيو ګډون کړی و۔ د دستورې نظامت پروفيسر ډاکټر فاروق انجم، نوميالي صحافي ښاغلي خان زيب محسود، شاعرې نورين شمع , وصال خليل او نسيم مندوخيل ترسره کړ. د غونډې په پيل کې د نوي ژوند تنظيم د تېرو دولس کلونو 2013 -2025 د ادبي , کلتوري او فلاحي کار ويډيويي ډاکومنټري کتونکيو ته وړاندې کړې شوه چې په تالار کې ناستو ميلمنو ډيره خوښه کړه او د نوي ژوند له کار او زيار نه نبر شو۔ د نوې ژوند تنظيم سينيئر وائس چيئرمين غوږ غږي هنرمند راج خان مروت په خوږه لهجه مېلمنو ته لنډ خو پرخلوص هرکلی ووايه. د تنظيم باني چيئرمين نسيم مندوخيل هم ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل او په خپلو خبرو کې يې د خپلو ملګرو د اخلاص، زيار او پښتني جذبو يادونه وکړه او ټول ملګري راج خان مروت , بخت بيدار ايډوکيټ , محمد طارق اخونخيل , خان زيب محسود , نور نائب خټک , تنزيل يوسفزے , عظيم خان وطنيار ,ډاکټر نعمان خټک ,ډاکټر فاروق انجم, اجمل عزيز , حيات خان خټک او روښانه رحيم وزير يې دريځ ته را وبلل او ناستو خلکو ته يې ور و پيژندل چې نن دلته ستاسو را يو ځای کيدل او د نوي ژوند دومره لويې دستورې کيدل د دې ټولو ملګرو په مرسته را جوړيږي که ددې ملګرو اخلاص او مرسته نه وې نو داسې دستورې را جوړول به ممکن نه وه۔
نسيم مندوخيل د ټولنې د خير ښيګړې پروژو يادونه وکړه او ويې ويل: زموږ اراده ده چې د بې وسه او يتيمانو لپاره يو ښوونځی جوړ کړو، نو له ټولو دوستانو هيله کوو چې په دې نیک کار کې مرسته وکړي.” او زياته يې کړه چې د دې کار لپاره تاسو او ټولو ته لمن غوړوم چې زموږ مرسته وکړئ چې موږ يو مثالي سکول جوړ کړو۔ ورپسې د مشرانو په لاس د ستر انقلابي شاعر اجمل خټک د زېږېدنې سلمې کليزې په وياړ کيک پرې کړل شو. له کيک پرې کولو وروسته د غونډې صدر افراسياب خټک او نوميالي دانشور نورالامين يوسفزي تانيه مسکان مندوخيل ته د نوې ژوند د تنظيم ځانګړې غړيتوب ممبرشپ د “ماشوم سفير” کارډ ور په غاړه کړ چې دا د نوي نسل د تشويق او د کلتوري ارزښتونو د لېږد يو ښکلی سمبول وګرځېد. ده نوي ژوند چيئرمين نسيم مندوخيل د نومياله شاعر او ژورناليسټ روښان يوسفزي د ناروغ زوي زرياب خان له کينسر څخه د ژغورلو په خاطر د مرستې لپاره ځانګړې غوښتنه هم وکړه او ګډونوالو ته د کتابونو له لارې د مرستې لار وړاندې کړه چې په دستوره کې د مشرانو په لاس د روښان يوسفزي د کتاب ” د رڼا کور ” مخکتنه و شوه او د زرياب خان د سختې ناروغې په اړه يوه ويډيويي ډاکومينټري ناستو خلکو ته وراندې کړې شوه
په غونډه کې د ستر انقلابي شاعر اجمل خټک په وياړ ډاکټر عالم يوسفزي د اجمل خټک فيصله نظم په خپل کوټلي انداز و ويلو چې د ګډونوالو له ډير داد سره سره بدرګه کړو.
دانشور استاد نورالامين يوسفزي په پښتو او اردو کې پر پښتو ژبه، کلتور او پښتونواله مفصلې ويناوې وکړې. هغه ټينګار وکړ چې: > “پښتو يوازينۍ ژبه ده چې هم ژبه ده او هم د ژوند د تېرولو آئين او قانون.” هغه وړانديز وکړ چې د خيبر پښتونخوا کلتور ډپارټمنټ د فوکلوري ادب (ټپې، ګودر او نور کلتوري نښانونه) بايد د هنر په ژبه خوندي کړي او د کلينډرونو او هنري بڼو په شکل خپاره کړل شي. د غونډې په منځ کې راج مروت د امن په اړه يو ښکلی کلام په ترنم کې وړاندې کړ او د ځوانانو د اتڼ سندرې و ويلې او نورين شمع د امن په اړه شاعري وکړه.
نور بيا
ليکنه چليدنه
error: Content is protected !!