ليکوال : پروفېسر ډاکټر یاسین اقبال یوسفزی
ړومبنئ برخه
بوټي منرلز، څاروي بوټي او مونږ څاروي خورؤ
هر کمزوری زورور لره حلال دی
چا څه ښه وئیلي دي چې پښتونخوا د بې وسه سړي ښکلې ناوې ده ـ د هرچا ورته سترګې دي او خاوند غریب ئې دوه کښې حېران دی چې کور وساتم که مزدورۍ له لاړ شم؟ د خدای کارونه دي نه دا غریب خپله ښځه بدرنګولی شي او نه خلق په شا کولی شي ـ او خپل حال ئې هم څه ډېر ښکلی نه دی ـ وائي چې یو دوه شپونکي خپلو ګډو ته ناست وو نو هغه کشر مشر ته ووې چې یره مونږ به خدای په څه بخښې؟ نه مو چرته سم مونځ اودس وکړو، نه مو زکات خېرات شته او نه مو څه بله توره وکړوـ دواړه فکر کښې ډوب شول ـ دې کښې ئې په لار راروان یو هندو ته خیال شوـ دې مشر ورته وئيل چې زما به څه څه یادلرې، جنت مې درله وګټوـ

هندو ئې سترګو کښې تله راتله او ځان سره وائي چې خدای پاک راله نن دا مسئله خلاصوي ـ دی به مسلمان کړو نو په دې به مو خدای وبخښي ـ هندو چې رانيزدې شو نو دواړو شپونکو ورته لرګي توله کړل او په هندو ئې راباندې کړل ـ هندو ئې هډو خبرې ته سم نه کړوـ چې دواړه په وهلو ستړي شو او لږ په ساه شول نو هندو ورته وئیل چې ظالمانو مړ مو کړم، ماته خو خپله کناه اوښیئ کنه ؟ دوي ورته وئیل چې یا به نن مسلمانېږې او یا دې وژنو ـ هندو ورته وئیل چې بلکل مسلمانېږم، چل راته اوښیئ ـ دې دواړو شپونکو یو بل ته وکتل ـ دواړه په یو بل پوهه شول ـ هندو ته ئې ووې چې ته دلته اودرېږه مونږ راځوـ دې یو شپونکي دې بل ته وئ یل چې په دې مې پوهه کړه چې سړی مسلمانېږي څنګه؟ هغه بل ورته وئیل چې نوره خو راته پته نیشته خو یو کلیمه ده او چې هغه ووائي نو سړی مسلمان شي ـ هغهء ورته وئیل چې کومه کلیمه؟ هغه بل ورته وئیل چې مسلمان به نه يم که یوه کلیمه راځي ـ ده وئیل ما له خو هم نه راځي ـ اوس به څه کوؤ؟ دې مشري ورته وئیل راځه راپسې ـ زه به تر کومې ژوندی یم او هندو خواله لاړل او هندو ته ئې وئیل چې خدای خبر د کوم پیر مرید وې خدای رانه بچ کړې ـ ته بلکل مه مسلمانېږه، ځه هندو ګرځه او سپین باز ګرځه، تاته هیڅوک څه نشي وئیلی ـ

دا معدنيات ناساپه د کومې راوتل؟؟
د دې بل د راوتو نه مخکښې خو بلها قيصې شورو وې. هغه چرته لاړې..؟؟
دا معدنیات ناساپه د کومې راوتل؟ د دې معدنیاتو د بِل راوتو نه مخکښې خو بلها قیصې شورو وې، هغه ټولې چرته لاړې او ټول خلق په معدنیاتو ولې راونخښتل ـ بعضې تش په نوم سیاسي ورکرانو د یو بل بې عزتۍ شورو کړې ـ کېدېشي په مېدان دا خلق بیا نه وي خو په فېس بک او نورو لارو د یو بل مشرانوپسې بدې ردې شورو دي او نورې نړۍ ته د یو بل اېستلې جامې ښئي ـ دا کوم شعور دی او دا لا کوم سیاست دی؟ د ځانه په جامو اېستلو خلق بلکل مشهورېږي خو شرمېدلي مشهورېږي او درنېږي نه ـ هر چا ته خپل خپل سیاسي مقام معلوم دی ـ نو په دې مسئله یو بل شرمول د هیچا په ګټه نه ده بلکه د دوشمن په ګټه ده ـ دا نعرې هم ډېرې دي، څوک وائي چې زه به دا وکړم او څوک وائي زه به دا وکړم ـ د یو ځای نه اواز راشي چې د چا پلار ئې رانه نه شي اغستی او هغه بل چغه کړي چې د چا پلار ئې رانه نشي منعې کولی ـ او نور خو پرېږده پرېږده، دې وطن کښې ناشنا ناشنا قیصې اورؤـ دوه درې کاله مخکښې یو ليډر وئیل چې که دا کار ئې ونه کړو نو زما د پارټي ټول ارکان به د اسمبلۍ نه استعفا ورکړي ـ یو ملګري راته وئیل چې د ده خو یو امیدوار هم نه دی پاس شوی نو دی به د څه استعفا ورکوي؟
د نورلس دری اويا ائين کښې دا معدنيات د چا په اختيار کښې وو ،مونږ او يا بل چا له ې څومره ګټه وکړه.او د صوبې برخه څومره وه…!!؟؟
اصلي خبره دا ده چې زمونږ ټولو مشرانو له پکار دي که سیاسي دي او که غېر سیاسي چې د رنګونو او سیاستونو نه بالاتر دا مسئله،د اوبو او بجلۍ مسئله قامي مسئلې وګڼي او دې مسئلو ته تاریخي او آئیني تناظر کښې وګوري او خلق په دې پوهه کړي چې د نولس سوه درې اویا آئین کښې دا معدنیات د چا په اختیار کښې وو او مونږ له یا بل چا له ئې څومره ګټه ورکړې وه؟ د اتلسم ترمیم نه پس د چا اختیار ته لاړل او څومره ګټه ئې وکړه او د صوبې برخه څومره وه؟ او د دې بِل نه پس به څه حال وي؟ آیا مونږ د دې بِل د مخنیوي توان لرو؟ مونږ به ئې څنګه منعې کوو، حکمت عملي به څه وي؟ که دا بِل منعې شو نو مونږ به دې منرلز سره څه کوؤ او که منعې نه شو نو بیا به څه کوو؟ ترقي یافته نړۍ داسې معدنیاتو سره څه کوي؟