د محترم پلار سيد بادشاه المعروف باچا صاحب، تربيت

دېرشمه جولای زما د ژوند درېدلی ورځ

زه يو ځوې يم او نن ماته د پلار يو عنوان په مختلفو شکلونو کښې ولاړ دی چې هم مې رهبر دی هم مې لار ښود هم همراز هم ملګری دی
زه د شکردرې د تږو غرونو سيد بادشاه المعروف باچا صېب يادوم چې زمونږ د پنځو وروڼو او يوې نازولې خور پلار دی
هغه يوازې زمونږ د وينې پلار نا د ډېرو پښتنو شاګردانو روحانی پلار هم ياديږي

زمونږ پلار چې مونږ ټول وروڼه ئې د تعليم په رڼا روښانه کړی يو زمونږ خور ته ئې د تعليم په محکمه کښې د ريټايرډ پروفېسرې اعزاز ورکړی دی
يواځې ډاکټری او پروفېسری نا مونږ ته ئې قامی سياسی شعور هم رابخښلی دی زمونږ د ډاکټرۍ شاته د هغه مقصد د انسانانو د خدمت جزبه وه- او د خور په محکمه تعليم کښې د ملازمت نه دا هدف وو چې د پښتنو بچو ته تعليم ورکړئ ځکه چې د پښتنو په لويانو کښې تعليم د نشت برابر دی


چې د پلار خبره راشی او بيا زمونږ د ټولو روڼو خوېندو د تربيت خبره راشی نو ماته د ژوند په هر پړاو هر قدم په قدم د پلار تربيت ،لار ښودنه، د تعليمی سلسلې نه راواخله د غم جانان او غم روزګار او د پښتون قام پرستئ د قامی ملي جزبې پورې د خپل ارواښاد پلار رهنمايي مخامخ اودريږی او سواليه نخښه شی لکه چې هاغه پاک روح زما څخه پوښتنه کوي..!!

مطاهر شاه ،وايه کنه تا د ژوند په لاره زما په پس زما د تربيت نتيجه څه راوړه…؟؟

دلته زه تر دې حده جواب ورکړی شم چې د پلار محترم پاک روح ته ووايم…!!!

محترم پلاره…!!!!
تا چې مونږ ټولو اولادونو له د پښتون افغان وطن د مينې او خدمت کوم تربيت راکړی وو، د خداې د مخلوق د خدمت او مينې دپاره دې کوم شعور راکړی وو، د خپل قامی سياسی اهدافو کومه تګ لاره دې راکړې وه، او په ټولو قامی مشرانو اتلانو دې کومه پېژندګلو راکړې وه ، مونږ نن پورې په هاغه ټولو خبرو او ستاسو په راکړی تربيت تر دې حده په ډېرو سختو حالاتو کښې راورسېدل خو دا مو يقين او باور دی چې په تربيت چرته هم يوه زره په قدم کښې خطا شوی نه يو،او نه مو راښودلې لارې نه قدم بل خوا اړولی دی

محترم پلاره….!!!!
بلها سرونه لکه د ځناورو خرڅ شوي بلها خلقو لارې بدلې کړی مونږ نن هم په هغه تربيت ټينګ باور لرو چې تاسو کوم تربيت راښودلے وو،او مونږ چې څومره څومره ستاسو ژوند ليدلے دے نن هم هغه ټولې سختې زمونږ يادې دی. که يو طرفته مو د سرکار په اهمه چوکئ ناسته کوله بل طرفته مو ورسره خپله قامی سياسی مبارزه کوله او خپل قامی ملي اتل خان شهيد سره مو په داسې لاره سفر کولو کومه لاره چې د ازغو ډکه وه کومه لاره چې د سختو امتحانونو وه خو خپل قامی ملي ارزښتونه مو د لاسه نه ورکول. د سرکار چوکئ سره مو خپل انصاف کولو

دا ټول يادونه زما د ژوند سرمايه پاتې شوه چې ماته د پلار د مبارزې ژوند يو عبرت دی…

زما په ژوند کښې ديرشمه جولای په دې حواله د درد او تکليف نه ډکه ورځ ده چې زما محترم پلارسيد بادشاه المعروف باچا صېب اوس زمونږڅخه د همېشه دپاره جدا شو او زه چې هر کال دا ورځ يادوم او څو کرښې په دغه اساس د پلار درانه روح ته ډالئ کوم نو ماته د پلار محترم ټول مبارز ژوند مخامخ اودريږی نو د پلار د هميشه بېلتون په درد کښې هم يو وياړ محسوس کړم او د الله شکر ادا کړم چې مونږ ته خپل پلار د قامی ملي شناخت دپاره ښکلی پښتانه امانتونه پريښی دی او هغه دادی چې دا خاوره، دا قام، دا ملت ، دا ټول تاريخ د قامی اتلانو په نوم ياديږی ماته د پلار سره هغه ناستې هغه خبرې ياديږی چې ماته ې همېشه د پښتون په تاريخ تهزيب او تمدن خبرې کړی دی

ځکه ورته زه پلار رشتې سره سره خپل رهبر،لار ښود ،رهنما وايم

ځينی خلقو ته ځينې خبرې وړې وړې ښکاري خو ځينې خلقو په دې فکر نه وي کړې چې دغو وړو خبرو دننه څومره انقلابونه پټ وي. څومره جزبې د هغې په  اندرون کښې عمل کوي. دا څو کرښې چې زه ليکم د دې تصور هم ‌‌‌‌‌‌ډېر ګران دردناک ا‌ؤ ‌‌‌‌‌‌ډېر غمژن دے. لکه چې زاړه زخمونه تازه کيږی خو داسې قامی غمونه فقط د کور يا خاندان نه وی دا د خلقو هم وی ځکه نو. ه چې دپلار د مړينې ورځ يادوم نو ماسره په دغه غم کښې د شکر درې  ټول غمزپلی خلق هم شامل دی

ماته د پلار د خاندانو کورنی خبرو سره سره دا قامی خبرې هم يادې دی.چې ما ترې اوريدلی دی

چې کله انسان زما په خاوره پل ايښې، زما ارزښت له همدې وخته پېل کېږي. زما په پراخه لمن کښې ‌‌‌‌‌‌ډيرو انسانانو ژوند کړے دے. زۀ د خپل چاپېريال د ‌‌‌‌‌‌ډيرو تودو ا‌ؤ سړو حالاتو شايد يم. ماته ښه خاطرات د هغو انسانانو پاتې دي چې پاکې خاورې ا‌ؤ د محکوم ملت سپيڅلي ارمانونه ته د رسيدو په حقله د غاصب قوتونو په موقابل کښې حقه ا‌ؤ معقوله دفاع کړي ده چې بيا اولسونو د هغو مړينو ا‌ؤ شهادت نه ورسته دهغو ښېګړې ا‌ؤ مېړنې په خپل زړه کښې ساتلي ا‌ؤ هم يي  په مزارونو ګمبدونه جوړ کړي ا‌ؤ په دې  ‌‌‌‌‌‌ډول يي د خپل رهنما ا‌ؤ مرشد سره د عقيدت ا‌ؤ مينې اظهار کړې. په ظاهري لحاظ خو داسې خلق  د حيات په معنا مونږ کښې نه وي خو د کردار په معنا تل ژوندی وي او ژوندی

ياديږي  چې مظلوم ا‌ؤ محکوم اولسونه ورته سلامونه او احترامات پېش کوی. زه چې د دغه خبرو په رڼا کښې فکر کوم

ارواح ښاد سيدبادشاه المعروف باچا صيب  نن په مونږ کښې نشته خو د شخصيت عکس او د وجود خوشبو ئې ګير چاپېر ليدلې او محسوسېدې شي. ځکه چې هغه قامی سړے ؤ

باچا صيب ټول ژوند د خان عبدالصمد خان سره بې لوثه ملګرتيا وکړه او د خان شهيد د شهادت نه پس د ملي رهبر د ګران محمود خان اچکزۍ په مشرۍ کښې ې خپله قامي مبارزه د ژوند تر اخري ساعته جاري  وساتله او يو ‌‌‌‌‌‌ډيره ناترسه ناروغۍ وروستو اخر هم په ۳۰جولائي۲۰۱۱ء اسلام آباد پمز هسپتال کښې ې په هسکه غاړه د خپل ابدي ژوند په لور سفر وکړو. په شکردره کوهاټ کښې خاورو ته مو وسپارلو.   باچا صيب د حقيقي ژوند منظرکشی په دې انداز کوله نبي آدم چې عدم نه وجود ته راشي نو د پيدائش په وخت کريکو په ښکل کښې د خپل جذباتو  ښکارونه اظهار کوي. او چې څومره څومره د ژوند په پوړۍ خيژي هومره دغه جذبات رابرسيره کيږي او دغه شان  زاړۀ، غصې ا‌و مروريدو د جذباتو سره  ګڼ نور جذبات لکه خوښول رد کول دوستي دشمني او سنجيدګي د شخصيت برخه شي، او د دې د خوږ او تريح د حقيقت نه ورو ورو اشنا شي. په دغه څيزونو سره الفت او ځينو نورو نه کرکه پيدا کيدل قدرتي ا‌و فطرتي امر وي

باچا صيب سره زه د  ځوي په رشته تړون لرلو سره سره د يو سياسي او علمي شاګرد تعلق هم لره او نن هم زما په فکری سياسی قامی سوچ کښې زما پلار زما لار ښود دی، ماته دا د غم ورځ رایاده شي چې د قبر سر ته ې ولاړ ووم د پلار د ژوند يوه يوه خبره، ټولې سختې نرمې ، ستونځې او ترخې ورځې مې  په  سترګو  کښې وې نو زۀ د بابا سره ګويا شوم، د سترګو نه مې اباسين پشان د اوښکو رود او د زړګي نه مو د درد څړيکې ختلې، ما دغه څلی ته د بابا په ښودلی شعوری فکر پخپل تصوراتی غږ دا ووئېل!!

د ظلمت داستانونه
د تاريخ په صفحو کښې محفوظ  کړي
قرباني روانه د نيک مرغه سبا‌ؤن  په خاطر
مزل لنډيږي، د ظلم ماڼۍ نسکورېږي
پښتنی ننګ ‌وچتيږي، تيارۀ خوندې کيږي
ناموس ئې په اظهار شو
وطن اباديږي،
بيا کۀ خېر وي حساب او انصاف به کيږي
خزان لاړو بهار په راتلو دے
ما ورته وې  تۀ مۀ خفه  کېږه
شکردرې ګلونه  بيا تازه کيږي
اباسين په  راختودے
او مور راته غيږ نيولې
خېبر،  شمشاد، سپين غر او لواغر په نارو دے
استبداد توره شپه روانه ده
ځی به ځی ورکيږي
يو ښکلے سبا‌ؤن د باختر  په افق په ځليدو دے

ما د خپل پلار څلی ته کتل، لکه چې زما پلار زما هيلو ارمانونو ته په دې شعر دا جواب وائی!!



error: Content is protected !!