د فن زېږون او زمونږ رويه

ډېر شاعران او ليکوالان د خپل وړومبي غزل ، نظم یا نثري ليک متعلق عجيبه شان رويه لري ـ چې څومره د ادب دنيا کښې په مخکښې ځي نو د خپل هغه ابتدائي کار نه ځان په څۀ چل اخوا کوي چې هسې نه د هغوي د پاره د تضخيک باعث شي ـ د حېرانتیا خبره دا ده چې هم دا کمزورې او ادبي لحاظ سره د فني غلطو نه ډکې کرښې چې دوي ئې ورو ورو ادبي نړۍ ته داخل کړل، لارې ئې ورته پرانستې ، د خپل استعداد نښې ئې ورکړې او هغوي ئې دې ته متوجه کړل چې د راتلونکي ادب غوښتنې څۀ دي او دوي څنګه کولې شي چې ځان د پاره د خپل فن صحيح لار متعين کړي ـ هم دې اولني ګامونو بیا دوي د خپلو کمزورو خبر کړي دي او دوي ته ئې ښودنه کړې ده ـ

    په ادبي دنيا کښې ډېر داسې شاعران او ليکوالان شته چې لوړ مقام لري ـ خو دې کښې ډېرو خپله هغه ابتدا هېره کړې ده چې دوي پرې ادبي دنيا کښې خپله پېژندګلو کړې وه ـ او اوس داسې چلن کوي لکه د خپل هنر زېږون ورته په ياد نۀ وي ـ خپلې خړپوسې ترې هېرې وي ، د زانګو هغه جوټې ورته يادې نۀ وي چې نورو به ورکولې ـ هغه وړومبې قدم ئې د ذهن نه اوخکلې وي چې د بل د لاس نيولو په برکت ئې اخستې وي ـ دا هغه د نرګسيت ښکار اديبان دي چې د وړومبۍ ورځ نه ئې ځان د استادانو په صف کښې ودرولې وي ـ د تعجب ځاے دا دې چې کله څوک د هغوي د وړومبۍ پوړۍ يادؤنه وکړي، نو يا پرې خفه کېږي، يا د خپلې هنري ودې هغه ابتدائي نښانې د خپل مقام د سپکاوي سبب ګڼي ـ په داسې حال کښې چې بام ته رسېدل د وړومبۍ پوړۍ نه تېرېدو نتيجه وي ـ

     هر شاعر او ادیب چې ادبي دنيا کښې قدم اېږدي نو دا قدم ئې د ادبي زده کړې او تجربې بنياد وي ـ  څوک چې دغه بنياد پټوي، په حقیقت کښې د خپل فن د جوړښت یو اهم باب ړنګوي ـ هم دا وړومبنې پړاؤ او آغاز وي، چې شاعر د استاد ضرورت هم محسوسوي ، د اصلاح ارزښت هم لري او د سبا د پختګۍ د پاره ئې ذهن تېزوي ـ او د وخت تېرېدو سره ئې فن کښې پختګي راځي ، کلام ئې نوي اړخونه څرګندوي، فکر ئې ژورېږي او شخصیت ئې خپل ځاے پېدا کوي ـ

    مونږ چې نظر وکړو، نو د شهرت په لاره تلونکي دوه قسمه وي ـ یو هغه چې په خپلې ابتدا شرم نۀ لري او د خپل هنري سفر هر پړاؤ د سند په توګه وړاندې کوي ـ او بل هغه چې د خپل ابتدائي کلام او نثري ليکونو کمزورو ته د عېب په سترګه ګوري او د خپل ادب د ودې ریښې پرې کوي ـ او دا عمل ئې د ذهني پسماندګۍ نښه ده ځکه چې څوک هم د خپل کار يا هنر په شروع کښې کامل نۀ وي ـ دا خو د استاذانو برکت وي یا د وخت تېرېدو سره ئې خپله تجربه او مشاهده د دې لائق کړي چې په دنيا ئې وپېژني ـ

    په نړیوال ادب کښې د داسې مثالونو کمې نشته چې د خپلو وړومبو تجربو په وجه ئې هم ښودنه کړې وي چې:

   د مېکسم ګورکي مثال زمونږ مخې ته دے ـ چې د “ماشومتوب” د نامکملو تجربو روایتونه د هغۀ د لويو ناولونو بنيادونه شول ـ د فېض احمد فېض د اول دور شاعري د هغۀ د  ادبي ارتقا په سفر کښې خپل اهميت لري ـ تر دې چې غالب د ځوانۍ د غزلونو متعلق وئيلي وو چې:

 “زما کلام ماشومانه ذوق لري”، خو هغۀ خپل دا کلامونه پټ نه کړل ـ ځکه  چې پوهېدو چې راتلونکي وخت کښې به هم په دې بنیاد زما شاعري په مختلفو دورونو کښې تقسیمېږي ـ

     په پښتو ادب کښې هم داسې مثالونه شته ، چې خپله ابتدا ئې نه ده پټه کړے ، ځکه چې پوهېدل چې د فن پخېدل د وخت، مشاهدې او تجربو نتیجه وي ـ خو اوس د نن سبا ادیبانو کښې دا مسئله پورته شوې ده چې ځان په دې ډول پېش کوي چې زۀ د خپل فن د آغاز نه کامل يم ـ کوشش کوي چې خپل ابتدائي کار په څۀ طريقه پټ کړي ـ او د خلقو د نظر نه تېر نۀ شي ـ

      د خپل ابتدائي کلام پټول یا پرې سترګې پټول، د ذهني کمزورۍ نښه ده ـ ځکه هر هغه څوک چې له صفر نه سفر کوي، نو د خپل هر قدم سره تجربه حاصلوي ـ ادبي تاریخ هغه شاعر ته اهمیت ورکوي چې خپل ارتقائي پړاوؤنه پټ نه کړي، بلکې د تحقیق د پاره ئې د مستقبل د محقق په مخکښې پرانیزي ـ کله چې د يو شاعر یا ادیب ټول کار د لوستونکو مخې ته کېښودلې شي، نو د هغۀ د فن په مختلفو ادوار کښې تقسيم شي او معلوم شي چې ابتدا ئې څنګه وه، مينځنې دور ئې څۀ وائي او اوس په کوم مقام ولاړ دے؟

    په حقیقت کښې د خپل فن د زېږېدو مرحله پټول د هنري صداقت نه انکار دے ـ د ادیب د عظمت یوه نښه دا ده چې خپل کمزوري پړاوؤنه د خپل ادبي سفر د ویاړ په طور ومني او د خپل فن کمال او د عظمت سرټیفيکېټ دې ځان له پخپله په خپل منتخب شوي او ښۀ کار نۀ ورکوي ـ بلکې دا کار دې محقق او نقاد ته پرېږدي چې د هغۀ د فن د مختلفو دورونو جائزه واخلي او د هغۀ مقام دې متعين کړي ـ او کۀ هر شاعر او اديب د خپل وړومبي دور کار پټ وساتي نو هغه بیا په هېڅ صورت خپل فن سره انصاف نۀ کوي ـ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!