د چېن وا اچېبے دا ناول د استعمار په ضد يو ادبي رد عمل ګڼلے شي . دا ناول د اګوبو قبيلې کلتور ، دوديز ارزښتونه او د استعماري يرغل تر منځه ټکرونه ښائي . دا ناول د افريقايي ادبياتو بنيادي اثر ګڼل کېږي ولے بيا هم په دې ناول کښې ځيني محدوديتونه شته چې د هغې ذکر نه کول نا مناسب دي .
د ښځو کردارونه
په دې ناول کښې د ښځو کردارونه په کور دننه محدود دي او د اوکونکو د خوي خصلت نه هم دا څرګنديږي چې ښځې کمزورې ګڼل کيږي او دا چې د هغوي يادونه دلته ډيره کمه شوي ده او که څه شوي هم ده نو د خپل جنس په اعتبار سره نه، بلکې د هغې رول د سړيو د کردارونو په اساس يا د مذهب په اساس ښودل شوے دے.
د اسټريليا د نايجيرين نقاده او اديبه فلورېنس سټريټن چې د افريقايي ادبياتو د فېمېنسټ نقادې په طور ډير شهرت موندلے دے ، هغې د چېن وا اچېبے په ناول کښې دې اړخ ته خلکو پام راګرځولے دے .
هغه وائي چې افريقايي نارينه ليکوالان لکه چېن وا اچېبے د ښځو کردارونه ډير روايتي ، ضعيف او خاموشه خله شخصيتونو په توګه انځور کړے دے. دلته په دې ناول کښې د ښځو کردارونه ثانوي حيثيت لري او مرکزي کيسه د نارينه و کردارونو نه ګير چاپيره تاويږي . د اوکونکو د کردار نه ښه واضحه ده چې ښځو ته د کمزوري طبقی حيثيت ورکړل شوے دے . هغه ليکي چې
He was afraid of being thought weak like a woman . . .
هغه په دې خبره زور راوړي چې افريقايي اديبانو له پکار دي چې د ښځو ريښتيني رول هم وښائي او د تعصب نه کار نه اخلي . ښځې يواځې د کورني ژوند ، واده ښادۍ او صرف د مور لور او د خور په توګه نه دي کارول پکار . بلکې د هغې په ټولنه کښې اهم رول هم وښائي . هغه ليکي چې افريقايي نارينه ليکوالانو د استعماري مزاحمت تر نامه لاندې ښځې خاموشه ، بنده خله او د نارينو تابع ښودلي دي . هغه نور استدلال کوي چې د ښځو کردارونه په عمومي توګه نظر انداز کولے شي او هيڅ ډول خپلواکه ژبه يا شعور نه لري او دغسې د نارينه کردارونو په وسيله تعريفيږي. .
د اوکونکو دوهمه ښځه
ايکيوفي (Ekwefi) د خپل رول نه بهر بل غږ نه کوي . ازېنما (Ezinma) د پلار اوکونکو ډيره خوښه ده خو خپله هيڅ اراده نه لري . دلته ددې خبرې په ضمن کښې دا خبره را جوته کيږي چې فلورينس سټريټن دا نقد ځاے ځکه نه نيسي چې د چېن وا اچېبے د خپلې ټولنې د قدرونو ډير خيال ساتلے دے او هغه هغۀ ته په خپل ناول کښې وړاندې کړي دي څه چې د هغه د زمانې دود دستور او رسم رواج وه نو هم د هغه په زمانه کښې د ښځو کردار هم دغه وه کوم چې هغه په خپل ناول کښې بيان کړے دے. د انګلستان قومي شاعر او د ملکه وېکټوريه د زمانې ملک الشعرا الفرېډ لارډ ټيني سن هم دغسې يو خيال په خپلو شعرونو کښې وړاندې کوي
Man for the field and women for the hearth, Man for the sword and for the needle she Man to command and women to obey . All else confusion.
ټيني سن د ښځو مقام په هغه زمانه کښې ټاکي په کومه زمانه کښې چې د يورپي قومونو او په اولس کښې دا خيال را بيدار شه چې ښځې دې د نارينه و سره څنګ په څنګ کار کوي او د ملک او قوم په پرمختګ کښې دې خپله ونډه واچوي . خو په دغه زمانه کښې په افريقايي او ايشيايي قومونو د خلکو کښې د ښځو متعلق هم هغه زوړ سوچ او فکر مضبوط وه او هغوي لره تر کوره محدوده ساتل د هغوي د ټولنې د رسم او رواج مطابق د خلکو دغه لويه مجبوري وه چې هغوي ددې نه بهر چرې هم نه شو وتلے چې ښځو ته دومره ازادي ورکړي چې د کور نه بهر قدم کيږدي يا نارينه و ته خپله مشوره ورکړي او يا د خپل ژوند پرېکړه پخپله وکړي . هم دې کردارونو سره خو د ناول پلاټ کښې مضبوط والے پيدا شوے دے او پلاټ ښه مربوط دے چې څه قسمه خلا نه لري .
د ښځو توهین :
اوکونکو وائي چې
He was afraid of being thought weak like a woman . .
فلورينس سټريټن وائي چې دا جمله يواځې د اوکونکو نه ده بلکې دا جمله د ټول ناول تر شا جنسي (جنډر) کلتوري جوړښت انځوروي لکه چې ښځه کمزوري ګڼل کيږي. . هغه ليکي چې په دې تمدن کښې ښځه خپل موجوديت له لاسه ورکوي . دا د نارينه و د مرکزيت نړۍ ده . هغې نوره هم واضحه کړي ده چې چېن وا اچېبے په دې ناول کښې د ښځو نومونه تر هغه وخت نه اخلي ترڅو کيسه وړاندې تللي نه وي . دا عمل د ښځو د ټولنيزې بې اهميتي منعکس کوي . په ناول کښې د ښځو تاريخي رول نظر انداز کړې شوې دے سره ددې چې چې په افريقايي ټولنه کښې ښځو د سړيو سره څنګ په څنګ د مزاحمت او مبارزې اهم رول لوبولے دے . چېن وا اچېبے د استعمااريت په ضد خپل غږ ضرور پورته کړے دے خو ولے د جنسي (جنډر) تعصب په وړاندې خاموشه پاتي شوے دے .
د چيلو (Chielo) کردار
هغه ليکي چې په ناول کښې د ښځې د سړيو تابع ښودلي شوي دي خو صرف يوه چيلو نومې ښځه داسې ده چې څه لږ ډير ځواک لري او هغه هم د مذهبي چوکاټونو په حدود کښې دننه محدوده ده . د مذهب ويره واحد داسې لوړه ويره ده چې د سخت نه سخت زړه لرونکي انسانان او د ښځو حقونه پاماله کولو والا انسانان هم د مذهبي ځواکمنو تر اغېز لاندي راځي . دا مظهر او دا عمل تقريبا په هره ټولنه کښې موجوديت لري . د مذهب د ويرې له کبله ډير خلک د مذهب د څښتنانو په وړاندې په ناحقه خبره هم خاموشه پاتي کيدل غوره ګڼي عن تر دې چې روحاني اثر په ښو ښو دنيا پرستو او غير مذهبي خلکو باندې هم کيږي . پيران مرشدان ددې ناپوهه خلکو د جهالت نه ګټه پورته کوي عن تر دې چې د حکومت سترې سترې فيصلې هم د مرشدې په ويناوې شوي دي او نتيجه ئي ټول اولس ته ښه معلومه ده .