لیک : اعزاز علي خان ګوهر بيجنګ چائنا
د بیجینګ په تاریخي “تیان آن من” میدان کښې د اکتوبر پر لومړۍ سهار بیا هغه صحنه تازه شوه چې نړۍ یې په ۱۹۴۹م کال کښې لومړی ځل لیدلې وه. د لمر د وړانګو له لومړي ځل سره سم پنځه ستوري لرونکی سور بیرغ په فضا کښې پورته شو، داسې ښکاره کېده لکه ملت چې خپله ګډه روحيه یو ځل بیا راویښه کړې وي. د پوځ د لښکرو منظم ګامونه، د ملي ترانې انعکاس او د زرګونو خلکو د عقیدت احساس دغه منظر لا پسې ښایسته کولو. دا مراسم یوازې د بیرغ د پورته کولو مراسم نه وو، بلکې د ۷۶ کلن سفر هغه یادګار هم ؤ چې پکې د اتحاد، هڅو او پرمختګ بې سارې کیسې نغښتې دي.

د روان کال مراسم په څو اړخونو کښې ځانګړي وو. په بیجینګ کې زرګونه خلک د شپې ناوخته له مخکې راټول شوي وو څو د لمر له راختو سره سم د بیرغ د پورته کېدو تاریخي شېبه په خپلو سترګو وویني. د عصري امنیتي تدابیرو او منظم تیاریو دغه محفل ته ځانګړې ښکلا ورکړې وه. د ولسمشر شي جین پینګ د ملي یووالي او پر ځان د باور پیغام نړۍ ته دا ورسوله چې چین د پرمختګ په لاره کښې په پیاوړو ګامونو روان دی، که څه هم حالات څومره پېچلي ولې نه وي.
د چین ۷۶مه کلیزه نړۍ ته دا پیغام هم ورکړو چې دغه هېواد نه یوازې د خپلو خلکو د ثبات او پرمختګ ضمانت کوي، بلکې د سیمې د نورو هېوادونو لپاره هم د سولې او همکارۍ شریک دی. په پوځي او تخنیکي ډګر کښې پرمختګ دا څرګنده کړه چې چین په راتلونکي ځواکمنو هېوادونو کښې ځانګړې ونډه لري، خو ورسره یې نړۍ ته دا هم وښوده چې د پرمختګ اصلي موخه سوله، امن او د خلکو خوشحالی ده.



