د شګو په سمندر کې د هیلې ګلونه

د چین د داخلي منګولیا خودمختار سیمه د خپلو پراخو ځایونو او دښتي سیمو له امله د طبیعي ښکلا او حياتاتی تنوع یو مهم مرکز ګڼل کېږي. خو د موسمی بدلون، صحرائيزو ځایونو له حده زیات کارونې او د ځمکې د کږېدو له امله دغه سیمه له جدي چاپېریالي ستونزو سره مخ شوې وه. د دغو ستونزو د حل لپاره چین اوږدمهاله پروګرامونه جوړ کړي چې پکې د صحرا له پراختیا څخه د مخنیوي، د زمکې د بیا زرغونولو او د هوا د ککړتیا د کمولو هڅې شاملې دي.

د شين اقتصاد د ودې په موخه چین په دغه سیمه کښې په لویه کچه د ونو لګولو کمپاینونه پیل کړي دي، چې د نړۍ  تر ټولو سترو چاپېریالي پروژو په ډله کښې شمېرل کېږي. په ځانګړي ډول د “دریو شمالي ساتندویو ځنګلونو کمربند” (Three-North Shelterbelt Project) له لارې په میلیونو ايکړه زمکه کښې ونې کرل شوی دي چې د شګو طوفانونو مخنيوی  وکړي. له دې سره سره مقامی کسانو ته متبادل روزګار ورکړی دی د زرعي ټېکنالوجئ نوې توانايئ منصوبې ې هم راوړي دی ،چې په زمکه دباو کم کړي او ترقئ ته دوام ورکړی،  چې په زمکه فشار کم شي نو دوامداره پرمختګ ته به وده ورکړل شي.

د دغو هڅو په پایله کښې نه یوازې د شګو طوفانونو په شدت کښې کموالی راغلی، بلکې د صحرا په څنډو کښې د زرغونتیا د زیاتېدو له امله ځایي خلکو ته هم ګټه رسول شوې ده. د بیالوژیکي تنوع بیا راژوندي کېدو سره دغه سیمه بېرته ژوندۍ کړې شوې ده، چې ګټې یې په کرنه، مالدارۍ او چاپېریال  کښې ښکاره کېږي. د چین دغه تګلاره د نړۍ د نورو دښتي سیمو لپاره هم یو بریالی ماډل ګڼل کېږي، چې د چاپېریال ساتنې او پرمختګ ترمنځ د توازن راوستلو یوه عملي بېلګه ده.

د چين د دغه حالاتو او ترقئ کاميابو تجربو په رڼا کښې چې مونږ خپل چاپېريال ته ګورو نو که چين په سمندری شګو کښې شينکي زرغونولی شی نو مونږ د اوبو او د څلورو موسمونو باوجود زمکې او دشتې ، ځنګلونه ولې نشو ابادولې، د دې ولې سوال جواب هم ډېر واضحه دی او هغه دادی چې مونږ د خپل وطن د کروندې زمکې په پلاټونو بدلې کړې د اوبو په غاړه مو ځنګلونه ختم کړل او آبادئ مو جوړې کړې، هوا فضا مو خيرنه کړه، دغه وجه ده چې زمونږ زمکې د سېلابونو اوبو يوړې ،

که د پاک چين دوستئ په نوم مونږ دغه د آبادئ پروګرامونه خپلو زمکو ته راوړل، نو زمکې به مو ابادی شی، کرونده به زياته شي زرعي ترقی ځان سره ډېره ابادی راوړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!