د سکول طالبعلمان د پولیو د مينځه وړلو سفيران

 کاروان د اميدونو،تهيټر ډرامه

په پښتونخوا کښې د پوليو د مخ نيوي دپاره چې څنګه مهمات په تېزئ شورو دی، دغه شان ورسره دصوبای ايمرجنسي اپرېشن سنټر)EOC) د يونيسف په ملاتړ د اوېرنس سلسلې هم په يو نوی انداز دوام موندلي دے، چې په سکولونو کښې د تهيټر ډرامو په زریعه طالبعلمانو ته پيغام ورکوی او د سکول طالبعلمان ې ځان سره په دې مهم کښې په دې طريقه شامل کړی دی، چې هغوی ته د ډرامې نه وړاندې د پوليو سره د نورو دولسو خطرناکو بيمارو په حقله ليکچر او د سوال و جواب سلسله وکړی، دغه شان د سکول ماشومانو په د پوليو د مخ نيوي په لړ کښې د سفيرانو کار اخلی، او بيا په دویمه مرحله کښې د تهيټر. ډرامې په زریعه د پوليو د مخ نيوي د اويرنس يو پيغام ورکړی،

په دې لړ کښې د دې لړئ اولنئ کړئ په هائير سيکنډري سکول کاکشال نمبر 4 کښې  کاروان د امیدونو په نامه يو سټيج ډرامه پیش کړې شوه، چې ټولو دا ډرامه ډېره خوښه کړه، په خصوصی توګه د پوليو متاثره کردار چې چائلډ سټار حسن منير ادا کړو ماشومانو باندې دغه کردار ډېر اثر وکړو ځکه چې هر ماشوم ته پکښې خپل ځان ښکارېدو، چې هغه د پښې د معزورتيا په وجه د سکول او د ژوند په نورو چارو کښې ډېر مشکلات لري په دغه موقعه د پوليو متاثره کردار په زړه راښکونکی انداز ووې..،

د پوليو متاثره کردار سره ماشومان او نور ټول ډېر جزباتی تاثرات وښودل،

په سکولونو کښې د دې تهيټر ډرامو مقصد ، پولیو  له منځه وړلو لپاره د سکول ماشومانو په زریعه کورونو ته دا پيغام وړل د دوی د «امیونایزیشن امبیسډر» په توګه روزل دي. او په ماشومانو کښې د داسې کردارونو په زریعه داشعور پېدا شی چې هغوی کور په کور دا پيغام اورسوی .

د پروګرام له مخې، په پېښور کې هغوی کولې شي چې په خپلو کورونو، ګاونډونو او ټولنو کې د پولیو واکسین د اهمیت پیغام خپور کړي. دا د دې لړۍ لومړۍ غونډه وه ،چې د سکول په ماشومانو او استازانو کښې ې يوه نوې جزیه راپېدا کړه،

په غونډه کې ایډیشنل سیکرټري صحت/کوآرډینیټر ایمرجنسي آپرېشنز سنټر شفیع‌الله خان، د PEI EOC تخنیکي فوکل پرسن ډاکټر علي حیدر، د WHO صوبایي پولیو اېریډیکیشن افسر ډاکټر سردار عالم، د یونیسف د ټولنیز بدلون سپيشلسټ دیانا ماریا پیرګا، سعدیه اعجاز، شاداب یونس، د ښوونځي مدیر، استادان او زیات شمېر زده کوونکو ګډون کړی و.

په وینا کې شفیع‌الله خان وویل چې زده کوونکي د ټولنې ډېر قوي پیغام رسوونکي دي او کولی شي د پولیو په اړه منفي پروپګنډو ختمولو کې مهم رول ولوبوي. نوموړي زیاته کړه چې د ځوانانو ګډون د ټولنو په منځ کې د باور جوړولو او د عامې روغتیا د پروګرامونو په کاميابئ کښې اهم رول لري.

غونډه د صوبایي EOC او د ښوونځي د ادارې له مننې سره پای ته ورسېده، او زده کوونکو وعده وکړه چې دوی به د پولیو پر ضد جګړه کې خپل غټ اهم رول ترسره کوي او په خپلو ټولنو کې به د پوليو د خاتمې پیغام خپروی،

په سکولونو کښې د تهيټر. ډرامو دا سلسله ناستو کسانو او استازانو هم ډېره خوښه کړه ، د ټولو مجموعی تاثر دا وو چې تهيټر ډرامې دا کردارونه د پوليو د مخ نيوي په حواله د پوهې ډېر اهم رول ادا کولې شی ځکه چې دا لائيو اداکاری نيغ په نيغه د کتونکو احساسات بیداروي،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!