ليک: پروفېسر ډاکټر محب وزير
د يو سياسي ګوند د سياست د پاره تر ټولو د مخه يو نظرياتي چوکاټ ډېر ضروري وي ، کوم کښې چې هغه سياست کوي . که نظرياتي چوکاټ ورسره نۀ وي نو د سياسي ګوند نۀ خو منزل معلوم وي او نۀ مزل . که نظرياتي چوکاټ ورسره نۀ وي نو د سياسي ګوند دوست او دښمن هم معلوم نۀ وي . د لارې مددګار عناصر او د لارې خنډونه هم بيا نشي پېژندلے . نو بايد چې ګوند نظرياتي اساس او چوکاټ ولري. دغه نظرياتي چوکاټ کښې ګوند خپل هدف/منشور فټ کړے يا ځاے کړے وي ، څه ته چې د سياسي ګوند مرام وايي.
خو د سياسي ګوند د سياست اصل ځاے سړک وي . نظرياتي چوکاټ کښې چې ګوند کوم منشور/هدف يا مرام جوړ کړے يا ځاے کړے يا اچولے وي ، هغې ته د رسېدو د پاره ورته د سړک زيات ضرورت وي. کوم کښې چې جلسې جلوسونه ، لاريونونه ، رېلي ، هړتالونه او احتجاجونه راځي

د ښه يا بده مرغه نن د هرچا له خلې بس دغه يوه خبره اورېدل کيږی چې سياست يا ګوند د کاميابئ دپاره د نوې ټېکنالوجئ ,,سوشل ميډيا خصوصی،، نه کار اخستل کيږی ، نو زمونږ زياتره ګوندونه هم بس دغه ټېکنالوجئ ته ناست دی |
د دښۀ مرغه يا بده مرغه نن د هر چا له خلې بس دغه يوه خبره اورېدل کېږي چې سياست يا ګوند د کاميابۍ د پاره د نوې ټېکنالوجۍ (سوشل مېډيا خصوصاً ) نه کار اخستل دي ، نو زمونږ زياتره ګوندونه هم بس دغه ټېکنالوجۍ ته ناست دي . خو زۀ داسې ګڼم چې دغه ټېکنالوجي صرف د خلقو د اطلاع او خبرتن کار خو کولے شي خو زياتره د سیاسي کارکن نه موږے جوړوي چې په يو ځاے ټک وهلے شوے وي . موږے ګڼي چې زۀ يم چې ما د اسمان طنابونه راټينګ کړي دي خو موږے د يو ځاے نه بل ځاے ته خوځېدے نشي. د نوې انفارمېشن ټېکنالوجۍ کاروونکيو مثال هم داسې وي چې د کور نه يا د بړستن نه پوسټونه کوي او داسې ګڼي چې ګني ما د نن ورځې خپلې سياسي ذمه وارۍ سرته ورسولې. سوشل مېډيا که ډېر هم خلق يا کارکنان يو بل سره د رابطې تر حده نزدې کړي دي خو په ذهني توګه يې د يو بل نه لرې کړي او ماړه خوا کړي هم دي.
سياسي کارکنان سړک موبلايز ساتلے شي. د يو بل سره يې ټينګولے شي ، په رابطه کښې کولے شي. د سياسي ګوندونو اصل کار هم دغه دے چې خپل کارکنان په سړک مصروف وساتي
نن وخت کښې د سوشل مېډيا او سړک نه چې کوم ګوندونه کار زيات يا برابر برابر اخلي ، هغه خپل مقصد او هدف ته رسېدے شي . د سوشل مېډيا د سياسي کارکنانو د اطلاعاتو کار اخستل او د کارکنانو د منظم کولو هدايات او د کارکنانو د راهنمايۍ کار پورې محدودول به ضروري وي. نور د مذمت او مزاحمت کار بايد چې د کارکنانو څخه په سړک واخستلے شي ، په مېدان واخستلے شي. دا کار که يو سياسي ګوند نۀ کوي نو بل به يې کوي ، که بل يې نۀ کوي نو بل به يې کوي ، يعني سپېس به څوک نه څوک خامخا ډکوي
دلته ما د سړک سياست باندې هم پوهېدل پکار دي چې د سړک سياست نه زما مراد څه دے؟ دا ښودل ځکه هم ضروري دي چې د بده مرغه زمونږ د سياست هم د لکه د قربانيو د ځناورو لري کولمې سړکونو ته راوباسي. لکه د تنخا د پاره سرکاري ملازم په سړکونه بند کړي چې عامو ښهريانو د پاره د تکليف سوب شي . د ګېس بجلۍ لوډشېډنګ او ګرانۍ خلاف احتجاج هم د خلقو لارې بندول ګڼو . د چا د جېل د راخلاصولو د پاره هم په اولسي لارو چارو کښې مداخلت ته مونږ احتجاج يا سياست وايو. نو د سړک د سياست نه زما مراد دا دے چې د اولس سره نېغ په نېغه رابطه ساتل ، د اولس د ستونزو کښې بنفس نفيس شريک کېدل ، د حکومت يا رياست د ظلم او زیاتۍ د پالېسيو په لړ کښې سياسي قيادت او کارکن په يو پېج کېدل . د اولس سره دغه رابطه د يو مېچور جمهوري سياسي عمل له لارې جوړېدے شي . چې جلسه پکښې شامله ده . د جلسې د پاره کارنر ميټينګز شامل دي ، د ميټينګونو د پاره د سوشل مېډيا استعمال پکښې شامل دي

د سياسی ګوند اصل ځاې سړک وی نظرياتی چوکاټ کښې چې کوم منشور،هدف يا مرام جوړ کړے يا ځاے کړے يا اچولے وی هغې ته د رسېدو دپاره ورته د سړک زيات ضرورت وی کوم کښې چې جلسې جلوسونه لاريونونه ريلی هړتالونه او احتجاجونه راځی |
ما بره ليکلي دي چې دا سپېس که هغه ګوندونه پرېږدي چې خپل ځان يا ګوند د اولس واقعي نماينده ګڼي نو بيا به داسې قوتونه رامينځ ته کېږي چې هغه به هېڅ صورت د خاورې او اولس په ګټه نۀ وي.
مونږ تجربه کوو لګيا يو په پښتونخوا صوبه کښې د تېرو ديارلسو کالو راسې دا خلا يو داسې ګوند ډکه کړې ده چې د صوبې د معاشي خپلواکۍ هېڅ قسم منشور نۀ لري يا د داسې خلقو لاس ته صوبه روانه ده چې ټولې ستونزې د ټوپک په لار هوارول غواړي.
بېخي دغه تجربه په پوره افغانستان کښې وشوه چې اول خو هډو هلته سياسي ګوندونه نۀ وو او چې کوم په نامه وو ، هغوي د سړک سياست پرېښے وۀ نو ملک واګې داسې لاسونو ته ولوېدې چې د يو هېواد تمامي هويتونه يې له مينځه يوړل ، د هېواد ټول داخلي او خارجي نظام او پالېسي يې ور بدله کړه ، مګر د چا له خلې تش چڼ نۀ ختو. د سياست د پاره نېرېټيو/بيانيه که څه هم په سوشل مېډيا خورېږي او اولس ته رسېږي خو د بيانيې سره د ټينګ اودرېدلو هوډ او اراده اولس ته په سړک ښودل کېږي