د سلیم راز سونیټ “انتظار” د انسان د انتظار د نفسياتي او احساسي حالت انځور وړاندې کوي. شاعر ښائي چې کله انسان د چا یا د کوم خبر په طمعه وي نو د هغه ذهن او احساسات ګډوډ شي. خاموشي ورته هم د اواز په شان احساسېږي، خندا په ژړا بدلېږي او یوه لنډه لمحه ورته د کال په شان اوږده ښکاري. د انتظار شدت دومره زیات شي چې انسان حیران او بې وسه شي، سترګې ئې په هر لور ګرځي او د چاپېرچل فضا ورته لکه د اضطراب اور معلومېږي. په آخره کښې شاعر دا څرګندوي چې که څه هم انسان د خپل ژوند نه هم تېرېدلی شي خو د انتظار ستړیا او بې قراري د زړه نه نه وځي. نو د دې سونیټ اساسي مفهوم دا دے چې انتظار د انسان په ذهن، احساس او د وخت په ادراک ژور اغېز کوي او هغه له اندرون اضطراب او ستړیا سره مخامخ کوي. “انتظار” د سونیټ د عمومي ادبي اصولو له مخې 14 مصرعې لري. سونیټ عموماً درې څلوریزې (quatrains) او یو جوړه مقطع (couplet) لري. د دې سونیټ جوړښت او rhyme scheme (قافیه بندي) داسې څرګندېږي: abab, cdcd, efef, gg چې د ويليم شيکسپير د سونيټ اصول ئي پکښې کارولي دي . د سلیم راز سونیټ “انتظار” د ادبي ادراکياتو شعريات له نظره ډېر غني نظم دے ځکه چې پکښې د انتظار تجربه د انسان د ذهن، احساس او ادراک له لارې انځور شوې ده. د ادبي ادراکياتو شعريات د اصولو په تله ئي که وتللے شي نو ډيرې ژورې نقطې پکښې رابرسېره کيږي .
ذهني انځورونه (Mental Imagery) ادبي ادراکيات وائي چې شعر د لوستونکي په ذهن کښې تصویري تجربه پیدا کوي. لکه دې شعر ته ګوره
“خبر لوڅه خاموشي وي اواز نه وي اواز راشي” دلته لوستونکي دوه متضاد تصویرونه تصور کوي: يو خاموشي بله ناڅاپي اواز دا حالت د انتظار د نفسياتي تجربې انځور دے ځکه چې په انتظار کښې انسان هر اواز ته متوجه وي.
“چاپېر چل ورته سور اور شي” دلته ذهن داسې تصویر جوړوي: انسان ، چاپېره دنیا او اور . انتظار انسان ته داسې ښکاري لکه ټوله فضا چې تود او ګرم اضطراب ګرځېدلے وي.
ډېره ښکلې تجزيه