ليک : اعزاز علی خان ګوهر بيجينګ چائنا
| عشرت عباس په يو وخت د ريډيو، ټيلی وژن،فلم او سټېج په هنر او کمال کښې بې کماله ؤ ځکه وايم چې په وفات ی لويه هنری خلا پېدا شوه |
د ريډيو ، ټيلی ويژن سټيج او فلم د نړۍ یو ځلیدونکی عشرت عباس خلیل له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې. له نیمې پېړۍ نه هم زیات وخت یې د هنر په نړۍ کښې د خپلې اداکارۍ او جادويي غږ له لارې خلکو کښې زيات شهرت لرلو ، او اوس یې وفات د فنونو په آسمان کې یو نه ډکېدونکی خلا پرېښوده.

عشرت عباس خلیل د هغه کورنۍ غړی و چې د برصغیر د فلم او ډرامې په تاریخ کښې یې یو ځانګړی ځای درلود. د هغه پلار خلیل خان د متحد هند د ممبۍ ښار د فلمي صنعت یو مشهور او منل شوی اداکار و، او مشر ورور یې عمر دراز خلیل هم د پاکستان فلمي صنعت ته د خپل هنر له لارې رڼا ورکړې ده. عشرت عباس خلیل دا هنري میراث یوې نوې کچې ته ورسوه، او د خپلې څو اړخیزې اداکارۍ له لارې یې نه یوازې په اردو بلکې په پښتو، هندکو او پنجابي ژبو کې هم خپل ځانګړی ځای پیدا کړو.
د هغه شخصیت تر ټولو مهمه ځانګړتيا د هغه ژوره اداکاري او اغېزناکه صداکاري وه، چې له مخې یې کردارونه یوازې د پردې یا سټېج پورې محدود نه پاتې کېدل، بلکې د لیدونکو زړونو ته ورتلل. هغه به په هر کردار کې داسې ډوب و، چې د حقیقت او اداکارۍ ترمنځ فرق نه ښکارېدو

د پاکستان حکومت د هغه د نههېرېدونکو خدمتونو په اعتراف سره، هغه ته تازه د “صدارتي تمغه برائے حسنِ کارکردگی” ورکړو. دا اعزاز نه یوازې د هغه د هنر قدر دانی ده، بلکې دا هم ثابته کړه چې عشرت عباس خلیل یوازې د خپل وخت نه، بلکې د هر دور فنکار و.
| د پاکستان حکومت د هغه د نه هېرېدونکو خدمتونو په اعتراف سره هغه ته تازه صدارتي ايوارډ ورکړو، دا اعزاز نه يوازې د هغه دهنر قدردانی ده بلکې دا هم ثابتوي چې عشرت عباس خليل يوازې د خپل وخت نا، بلکې د هر دور فنکار ؤ |



عشرت عباس هم د تل عمري منزل لاروې شو .انا لله وانا الېه راجعون . دارواښاد عشرت عباس اؤ ځما پېژندګلي په کا ۱۹۸۱کښې هغه وخت شوې وه چه زه د ماشومانو پروګرام باتور پروډيوسر وؤم او دې د فلم سټېج اؤ د راډيو نوموړي هنرمند پلار ارواښاد خليل خان په جيلب کښې زما پدغه پروګرام کښې د ګډون لپاره راغلې وؤ .پدغه ماشوم هنرمند کښې د پرمختګ هسې څليدې او ماته د مستقبل ېو ولن ښکارېده اؤ ډېر ژر هر چا اوليدل چه لکه د خپل مشر رور عمردراز خليل چه د فلم په دنيا کښې لوړمقام درلودو عشرت عباس هم د ولن په کالبوت کښې ېو ځانګړې او لوړ پړاؤ ترلاسه کړو ..وروستو له دې چه ما به کله هم رېډياۍ تمٹيل پیش کولو نو د ولن دکرډار دپاره به مې وړومبی نوم په ذهن کښې د غشرت عباس راتلو . رښتيا خبره خو داده چه د ده په مړينې د رېډياۍ تمٹيل د ڼۍ ولن هم تر خاورو لاندې شو . ارواښاد په عام اولسي ژوند کښې خنده رويه او خواخوږی انسان وو چه په زره کښې اې د نورو لپاره دخوږمنۍ جذبه درلوده .. الله پاک دې جنت الفردوس نصيب کړي په کور اې نور خور شه او پسماننګانو له دې خدای ددې هم د زغملو توان ورکړي .آمين يا رب العالمين
عشرت عباس یو ڈیر خہ آرٹسٹ وو۔واح آرٹسٹ وو چہ پہ درے ژبو کے ڈرامو کے حصہ اخستہ ۔زما ڈیر خہ دوست وو ۔مونگ سرہ بہ ماخام کے گل بہار کے ٹولنہ کے بہ نثارعادل خامس خان او ایس پی شامل وو ۔انڈیا کے د ڈرامے آفر اوشو نو ما ورلہ اے این پی ملگرو پہ ذریعہ ویزہ واخستہ ۔خو بد قسمتئی نہ انڈیا آرٹسٹانو احتجاج پہ وجہ لاڑ نشو ۔اللہ تعالیٰ دے ورلا جنتونہ ورکی آمین
پوری دنیا کو پتہ ہے کہ اداکار لوگ انسانوں کو وہ کچھ دکھاتے ہیں جو وہ خود دیکھ بھی نہیں سکتے یعنی کہ ایک اداکار جو ہوتا ہے وہ اپنے کردار میں لوگوں کو ایک ایسا چیز دکھاتا ہے جو دنیا میں وجود ہی نہیں رکھتا یہ عمل انتہائی درجے کا کریٹیو/تخلیقی فعل ہے جس سے عام انسان بخوبی واقع بھی نہیں یہی وجہ ہے کہ عشرت عباس صاحب فن کے ایسے عروج پر تھے کہ انہوں نے ہمیشہ لوگوں کو سکرین پر ایک لکھی ہوئی کردار کو حقیقی شکل میں پیش کر کے نہ صرف لوگوں کو ہنسایا ہے یا لوگوں کو انٹرٹینٹ کیا ہے بلکہ انہوں نے یہ بھی ثابت کیا ہے کہ وہ ایک اعلی درجے کی تخلیق کار تھے اللہ تعالی ان کی مغفرت فرمائے