په صوبه کښې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف هم د کډوالۍ او پوځي عملیاتو سخت مخالفت کړی و. خو د عامو خلکو د زیانونو د مخنیوي لپاره، د ځایي مشرانو پر ۲۴ کسیزې کمېټې او امنیتي چارواکو ترمنځ د تېر کال د دسمبر په میاشت کښې له ۳۰ څخه زیات نکات لرونکی تړون وشو.
سماجي فعال نور حلیم :
که د وفاق بیان رښتیا وي، کډوالي دې ودریږي
د تیراه د درې ټولنیز فعال نور حلیم وویل، د روانې ناامنۍ او کډوالۍ پر ضد په سیمه کې لوی احتجاجي مظاهرې وشوې، خو بیا هم د یوې معاهدې له مخې خلکو ته په رسمي توګه د کډوالۍ ویل شوي دي.
هغه وویل، که د وفاقي حکومت دا بیان رښتیا وي، نو دا ښه خبر دی او باید سمدستي د کډوالۍ لړۍ ودرول شي او بېکوره خلکو ته د زر ستنېدو لپاره ترتیبات ونیول شي. هغه وویل، مونږ بېکوره خلک حیران او پریشان یو، او الله دې وکړي چې دا بیان رښتیا وي، چې خلکو ته د وتلو لپاره نه دي ویل شوي. هغه زیاته کړه، بېکوره خلکو ته باید په څو ورځو کښې د ستنېدو بندوبست وشي، او د راستنېدو بهیر دې زر تر زره پیل شي، ترڅو نور خلک له سیمې ونه وځي.
د ۲۴ کسیزې کمېټې غونډه بې پایلې ختمه شوه
د وفاقي حکومت له بیان وروسته طمعه کېده چې د تیراه د مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټه به د امنیتي چارواکو سره د شوې معاهدې په اړه خپل دریځ وړاندې کړي، خو د سرچینو له مخې د کمېټې د تېرې شپې ناوخته غونډه بې له کومې نتيجې ختمه شوه. سرچینې وایي، د کمېټې غړي به بیا غونډه کوي. د اوسني حالت تر ټولو لوی امتحان د همدې ۲۴ کسیزې کمېټې پیل شوی دی.
له تیراه او سنټرل کرم څخه کډوالي روانه ده
اوس مهال د ناامنۍ او ممکنه پوځي عملیاتو له امله د خیبر ضلعې د تیراه درې ترڅنګ له سنټرل کرم څخه هم د کډوالۍ روانې دی، چې له امله یې بېکوره خلک د سختې یخنۍ او کمې اسانتیاوو له کبله له ستونزو سره مخ دي.
حمیدالله جان آفریدی:
حکومت دې د تیراه خلکو زر ستنېدل ممکن کړي
پخواني وفاقي وزیر او د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر حمیدالله جان آفریدی وویل، له تیراه څخه بېځایه شوي زرګونه کورنۍ د صوبایي حکومت له خوا مناسب امداد نه دی ترلاسه کړی او نه هم د هغوی لپاره کوم سم انتظام شته.
هغه وویل، د کډوالۍ پر مهال کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي او ډېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. نو مونږ غوښتنه کوو چې د تیراه د درې د ټولو خلکو زر ستنېدل ممکن کړل شي او نور خلک دې له وتلو منع کړل شي. هغه وویل، قبایلي ولس، په ځانګړي ډول د خیبر خلک، نور د بیا بیا بېکوره کېدو توان نه لري. لا مخکېني زیانونه نه وو ورکړل شوي چې بیا خلک د کور پرېښودو ته مجبور شول.
اوس مهال د ناامنۍ او ممکنه پوځي عملیاتو له امله له تیراه څخه تر دې دمه شاوخوا اووه نیم زره (۷۵۰۰) کورنۍ، او له سنټرل کرم څخه تر څوارلس زرو (۱۴۰۰۰) زیاتې کورنۍ ثبت شوې دي.
د سختې یخنۍ او واورې له امله د درې څخه د کډوالۍ سلسله متاثره شوی او ډېرې کورنۍ د لارې بندېدو له امله په خپلو کورونو کښې بندې پاتې دي. د ضلعي چارواکو په وینا، په تیراه درې کښې شل سلنه (۲۰٪) خلک لا هم موجود دي، د ضلعی حکام د وینا مطابق، شاوخوا پنځوس فيصده خلک لا هم په درې کښې پاتې دي.