د تیراه درې پر متاثرينو دې سیاست بند شي

د خېبر ضلعې د باړې تحصیل کښې د سیاسي اتحاد تر سیوري لاندې د تیراه درې څخه د روانې کډوالۍ او بې‌کوره شوو خلکو ته د ورپېښو ستونزو د حل په حواله د خېبر قومي جرګه راوبلل شوه. په جرګه کښې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف (PTI) تر څنګ د نورو سیاسي ګوندونو استازو، سیمه‌ییزو مشرانو او د تیراه درې د استازي پلاوي ګډون کړی و. د جرګې د منتظمینو په وینا، د مشورتي ناستې لپاره دوه نکاتي ايجنډا ټاکل شوې وه:

1. د تیراه درې څخه د خلکو د کډوالۍ د زمه وارو ټاکل

2. بې‌کوره کورنیو ته د غوره اسانتیاوو برابرولو لپاره د اقداماتو موثرکول

په جرګه کې د تیراه درې سره تړلي سیاسي فعال صاحب جان وویل، د ګډون اساسي موخه دا ده چې د بې‌کوره کورنیو پر سر روانه سیاسي بیان‌بازي ودرول شي او د هغوی ستونزو ته حل ولټول شي. نوموړي وویل، له یوې خوا د سختې یخنۍ په موسم کښې د تیراه خلکو ته په زور له خپلو کورونو د وتلو مجبوریت ورکړل شو، چې له امله یې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واوښتل او ډېر شمېر څاروي هم مړه شول؛ خو له بلې خوا د دغو ستونزو پر سر سیاسي سکورینګ او سیاسي نمبرې اخیستل ډېر د افسوس وړ کار دی. هغه زیاته کړه چې په دې وخت کښې په سیمه‌ییزه کچه د ټولو سیاسي ګوندونو یووالی ضروري دی، څو د زرګونو بې‌کوره کورنیو ستونزې کمې شي.

دا قومي جرګه په داسې مهال جوړه شوه چې د تیراه د روانې کډوالۍ په اړه د وفاق او صوبې تر منځ د سیاسي بیانونو لړۍ توده شوې ده. د وفاقي حکومت دریځ دا دی چې د تیراه خلکو ته د امنیتي ادارو له خوا د کډوالۍ هېڅ امر نه دی شوی، او په سیمه کښې د امن د ټینګښت لپاره د معلوماتو پر بنياد ګټه ور عملیات ترسره کېږي. خو صوبایي حکومت د دې کډوالۍ مسؤلیت پر امنیتي ادارو او وفاقي حکومت ور اچوي.

په جرګه کې د واکمن ګوند PTI استازي عابد افریدی ګډون وکړو. هغه له وائس پي سره په خبرو کښې وویل چې په سیمه کښې د بدامنۍ سختې څپې د خلکو ژوند ډېر ستونزمن کړی و، او سیمه‌ییز مشرانو د مجبورۍ له مخې د امنیتي چارواکو په وینا د کډوالۍ لپاره یو تړون وکړو نوموړي وویل چې اوس مهال سیاسي بیان‌بازي او تورونه د دې بې‌کوره خلکو ستونزې لا زیاتوي او بل هېڅ ګټه نه لري. د یوې پوښتنې په ځواب کښې یې وویل، بې‌کوره خلکو ته هر ډول ممکنه اسانتیاوې برابرول د صوبایي حکومت مسؤلیت دی، خو که په دې بهیر کښې کومې ستونزې مخې ته راځي، نو د هغو نشاندهی کول د سیاسي ګوندونو مسؤلیت دی؛ خو بې له تحقیق نه نیوکې کول د خلکو ستونزې نورې هم زیاتوي.

د ضلعي چارواکو له مخې، د نومبر له ۱۰مې راهیسې په تیراه کښې د ممکنه پوځي عملیاتو له امله د کډوالۍ سلسله پیل شوی وه، او د بې‌کوره کورنیو  رجسټرېشن  د جنورۍ له ۵مې روان دی. د شمېرو له مخې ۱۹ زره ۵۸۶ کورنۍ رجسټر شوې دي، او تر ۳۰ زرو زیاتې کورنۍ ته ټوکنونه ورکړل شوي دي.

د قومي جرګې پر مهال د تیراه درې استازي پلاوي جرګه بایکاټ کړه او د احتجاج په توګه ټول ګډونوال ووتل. د پلاوي مشر او سیاسي مشر صحبت خان افریدی وویل، دوی په دې هیله جرګې ته راغلي وو چې دلته به د تیراه اصلي حالت ټول ولس ته وړاندې شي، خو څو ساعته وروسته ورته څرګنده شوه چې خلک دلته د سیاسي نمبرو لپاره راټول شوي او دوی ته د خبرو موقع نه ورکول کېږي. هغه وویل، دا وخت د سیاست نه دی، بلکې د انساني بحران دی، چې د حل لپاره اغېزمن اقدامات ډېر اړین دي. نوموړي ادعا وکړه چې د تیراه خلک په زور بې‌کوره کړل شوي او د بدامنۍ له امله ۱۵۰ بې‌ګناه کسان وژل شوي او له ۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي. هغه له صوبایي او مرکزي مشرانو غوښتنه وکړه چې د تیراه پر متاثرينو دې سیاسي بیان‌بازي بنده کړي او د خلکو د ستونزو د حل لپاره دې عملي زر لائحۀ عمل جوړ کړي.

د تیراه په اړه د وفاقي حکومت د پالیسۍ بیان وروسته، د هېواد رسنۍ هم په چټکۍ سره فعاله شوې دي. تېره ورځ یوه خصوصي ټېلېویژن چینل د باړې سیاسي اتحاد د مشر هاشم خان افریدی له خولې یو بیان خپور کړو، چې پکې ویل شوي وو د تیراه کډوالي د ځایي خلکو په رضایت روانه ده. خو هاشم خان افریدی وائس پي ته وویل، ده یوازې د یوه صوبایي وزیر د بیان حواله ورکړې وه، خو خبره په غلط ډول تاو راتاو وړاندې شوې ده. هغه وویل، د تیراه خلک په زور بې‌کوره کړل شوي او له سختو حالاتو سره مخ دي. د جرګې په اړه یې وویل چې ايجنډا یوازې دوه ټکي وو:

1. دا چې د تیراه جبري کډوالۍ مسؤل څوک دی؟ صوبایي حکومت، وفاقي حکومت که امنیتي ادارې؟

2. د بې‌کوره کورنیو ستونزې څنګه حل کېدای شي؟

د صوبایي او مرکزي حکومت د بیاناتو وروسته طمعه دا وه چې د تیراه د مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټه به هغه تړون مخې ته راوړي چې د تیراه کډوالۍ په اړه شوی ؤ، خو تر اوسه یې په دې اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی. د نن ورځې قومي جرګې ته هم د دې کمېټې هېڅ غړی نه وو راغلی.

هغه وویل چې سیاسي اتحاد به د متاثرو کورنیو د ستونزو د حل لپاره هر ممکن ګام پورته کوي.

د خېبر قومي جرګې اعلامیه

د باړې سیاسي اتحاد د تیراه څخه د کډوالۍ ټولو متاثرو کورنیو سره  خواخوږۍ او ملاتړ اعلان کوي، او د هغو متاثرينو د سمدستي او باعزته بحالۍ غوښتنه کوي چې د کلونو راهیسې د خیر او متنازع عملیاتو له امله بې‌کوره، بې‌باوره او له ستونزو سره مخ دي. اعلامیه وايي چې د تیراه متاثرينو د ریاست سره د همکارۍ او قربانۍ بېلګې جوړې کړې، خو بیا هم تر اوسه د اساسي انساني، آئیني او قبایلي حقونو څخه محروم دي.

اتحاد څرګندوي چې د تیراه متاثرينو ستونزه یو ګډ ملي مسئله ده، او پکې ځنډ د منلو وړ نه دی. له همدې امله د تیراه درې کښې د سمدستي امن ټینګښت، د پوځي عملیاتو بندول، د متاثرينو شفاف رجسټرېشن، د سیاسي مداخلې او کرپشن پلټنې، ټولو حقیقي متاثرينو ته د IDPs درجه او امدادي پېکېج،  بدامنۍ ختمول، او د صوبایي او وفاقي حکومتونو ګډه جدي تګلاره غوښتل کېږي.

اتحاد خبرداری ورکوي چې که پر دې آئیني، قانوني او اخلاقي غوښتنو سمدستي عمل ونه شي، نو د تیراه متاثرين به د خېبر ضلعې له ولس سره یو ځای احتجاجي تحریک پیل کړي، او سیاسي اتحاد به په هر فورم د متاثرينو د حقونو لپاره مبارزه جاري ساتي.

د تیراه په اړه سبا جرګه

په پېښور هایکورټ کښې د تیراه اړوند درخواست اورېدنه

تېره ورځ په پېښور هایکورټ کې وفاقي او صوبایي حکومت د تیراه کې د عملیاتو د اجازې څخه ځان بې‌خبره وښود. د دواړو حکومتونو قانوني افسرانو عدالت ته وویل چې نه د وفاق د کورنیو چارو وزارت او نه صوبایي حکومت د تیراه پوځي عملیاتو اجازه ورکړې ده.

دا خبره د پېښور هایکورټ د دوه کسیز بنچ مخې ته وشوه، چې پکې د خیبر پښتونخوا ایډووکېټ جنرل شاه فیصل اتمانخېل او ایډیشنل اټارني جنرل ثناء الله د یوې رټ درخواست د اورېدنې پر مهال حاضر وو. دا رټ درخواست د تیراه کښې د پوځي عملیاتو او د هغو له امله په سختو حالاتو کې د خلکو ستونزو او کډوالۍ پر ضد دایر شوی و.

عدالت د پی ډي ایم اې (PDMA) ته نوټس ورکړ او د یوې اونۍ دننه یې د راپور جمع کولو هدایت وکړ، او د تیراه متاثرينو لپاره یې د بیړنیو فنډونو د جاري کولو حکم هم وکړ. عدالت د راتلونکې اورېدنې لپاره قبایلي مشران هم طلب کړل، او هدایت یې وکړ چې عدالت ته دې وښيي چې ایا د صوبایي حکومت له خوا جوړو شوو امدادي کېمپونو کښې متاثرينو ته مرسته رسېږي که نه.

په دې رټ کې د درخواست‌ګزار وکیل بېرېسټر سعود جاوېد، ایډیشنل اټارني جنرل ثناء الله، او ایډووکېټ جنرل خیبر پښتونخوا حاضر وو. د درخواست‌ګزار وکیل وویل چې په تیراه کښې عملیات روان دي، یا د ممکنه عملیاتو له امله خلک د سختې یخنۍ او واورې په موسم کې کډوالۍ ته اړ شوي او خپل کورونه پرېږدي. هغه وویل تر اوسه دا خبره نه ده روښانه شوې چې د عملیاتو اجازه چا ورکړې، ځکه دواړه حکومتونه ترې ځان بې‌خبره ښايي، او دا هم نه ده معلومه چې ایا د دې منظوري له اسمبلۍ څخه اخیستل شوې که نه.

هغه غوښتنه وکړه چې که وفاقي یا صوبایي حکومت په دې اړه کومه قرارداد منظور کړې وي، نو عدالت ته دې وړاندې شي. عدالت وفاقي او صوبایي حکومت ته د یوې اونۍ دننه د راپور جمع کولو حکم ورکړ، او اورېدنه یې تر ۱۲ فبرورۍ پورې وځنډوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!