د تنقيد بين المتن نظريه (Intertextuality)

دا د ادبي تنقید یو اهم تصور دے چې د هغې مطابق هر متن (text) په یوازې ځان نه وي بلکې د نورو متونو سره هم اړیکه لري چې له هغو نه اغېز او اثر اخلي . یو لیکوال کله چې متن ولیکي نو پکښې د پخوانیو متونو اثرات، حوالې، اشارې او یا د هغوي رد او بدلون هم موجود وي.

دا اصطلاح په اول ځل د فرانسوي نقادې جولیا کريسټيوا (Julia Kristeva)
په 1960 کښې استعمال کړي ده. هغې د روسي مفکر ميخايل باختېن (Mikhail Bakhtin)
له نظریاتو نه الهام واخیست.
جولیا کريسټيوا لیکي چې
“Every text is a mosaic of quotations; every text is the absorption and transformation of another.”
ترجمه : هر متن د اقتباسونو موزاییک وي؛ هر متن د بل متن جذب او بدلون وي. یعنې یو متن تل له پخوانیو متونو سره اړیکه لري.
د دې نظریې فکري پس منظر
د بين المتن نظریه د سټرکچلزم او پوسټ سټرکچلزم له فکرونو سره تړلې ده.
اهم مفکرین پکښې لکه فرډينينډ ډي باور ، رولا بارت او ژاک ډېرېدا پکښې شامل دي .
په ځانګړي ډول رولا بارت په خپل مشهور مضمون “The Death of the Author” کښې وائي چې متن د ګڼو کلتوري حوالو نه جوړ وي، نو معنا یوازې د لیکوال له ارادې نه ټاکل کېږي.
د بين المتن نظريه تشريح
جولیا کريسټيوا ليکي چې
“Any text is constructed as a mosaic of quotations; any text is the absorption and transformation of another.”

هر متن د اقتباسونو د موزاییک په شان جوړ شوی وي؛ هر متن د بل متن د جذب او بدلون ابتدا وي.
دلته دا نظریه جولیا کريسټيوا وړاندې کوي چې یو متن هېڅکله یوازې نه وي. هر لیکوال د پخوانیو متونو، روایتونو، کلتوري یادښتونو او ادبي دودونو نه اغېز اخلي.
دغسې دا مفکوره د روسي مفکر میخایل باختېن په خپل اثر
The Dialogic Imagination
کښې د متنونو تر منځ د مکالمې نظریه وړاندې کوي.
“The word in language is half someone else’s.”

په ژبه کښې هره کلمه نیمه د بل چا وي.
یعنې مونږ چې کوم الفاظ کاروو هغه مخکښې هم نورو کارولي وي نو هر متن د پخواني کلتوري او ادبي تاریخ برخه وي.
دغسې فرانسوي نقاد رولا بارت په خپل مشهور اثر
Image-Music-Text
کښې لیکي چې
“A text is a tissue of quotations drawn from the innumerable centres of culture.”
متن د اقتباسونو یوه اوبدل شوې ټوټه ده چې د کلتور له بې شمېره سرچینو نه اخیستلې شوې وي.

د بين المتن د نظریې بنياد دا درې اهم اصول دي
هر متن د پخوانیو متونو نه اغېز اخلي.
ادب د متونو تر منځ یوه دوامداره مکالمه ده.
د متن معنا یوازې د لیکوال له ارادې نه بلکې د نورو متونو له اړیکو نه هم پیدا کېږي.

د بين المتن نظريه ډولونه:
ادبي نقادان عموماً څو ډولونه بیانوي لکه۱
Allusion اشاري بين المتن
کله چې یو متن بل مشهور متن ته اشاره کوي لکه زمونږ په پښتو اولسي ادب کښې د جنګ نامه حسين او د يوسف او زلیخا کيسې مذهبي متون نه اخيستل شوی دي .

Quotation اقتباس
کله چې یو متن د بل متن الفاظ راواخلي لکه
د قرآني آیت اقتباس په ادب کښې دغسې د بایبل حوالی

Parody تمسخر
کله چې یو متن بل متن د طنز یا انتقاد لپاره بدل کړي لکه
د کلاسیک داستان په طنزي بڼه بیا لیکل.
Pastiche
کله چې یو لیکوال د بل لیکوال سبک نقل کړي لکه زما خداے بخښلي شاعر دوست حليم زاخيلي د عبدالرحمن بابا په سبک او اسلوب شاعري کړي ده

Adaptation
کله چې یو پخوانے متن د نوي دور لپاره بدل شي لکه د شکسپیر ډيرې ډرامې د نوي زمانې لپاره بیا لیکلي شوي دي

په نړیوال ادب کښې مثالونه:
د شکسپیر اثرونه
د شيکسپير ډېرې ډرامې د پخوانیو داستانونو نه اخیستلي شوې دي لکه د هغه مشهوره ډرامه هېملټ(Hamlet)
د ډنمارک د یو پخواني افسانوي داستان نه اخستلي شوي ده .

د جيمز جوايس (James Joyce) ناول يولېسېس(Ulysses)
د یوناني اسطورې اوډيسيس (Odysseus) له داستان سره تړاو لري.

افریقایي ادب
د چین وا اچیبے ناول
Things Fall Apart
سرلیک ئې د ډبليو بي ايټس (William Butler Yeats)
له شعر “The Second Coming” نه اخیستل شوے دے

په اسلامي او عربي ادب کښې بين المتن
په عربي ادب کښې دې تصور ته التناص وائي.
د عربي شاعرۍ او قرآن اړیکه،
د حدیثونو اقتباس په نثر کښې او د قصص د انبیاء وغيره
مثلاً د مشهور شاعر المتنبي
په شعرونو کښې د قرآني لفظونو او اسلوب اثر لیدلې شي .

د بين المتن نظريه اهميت
متن یوازې خپلواکه معنا نه لري بلکې معنا د متونو ترمنځ اړیکه کښې پیدا کېږي لوستونکی باید د نورو متونو علم ولري

One thought on “د تنقيد بين المتن نظريه (Intertextuality)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!